ټاکني

د ټاکنو د کمېسیونونو نوې مشرانې د طالبانو له واکمنۍ راوروسته د ښځو لاسته راوړنې ښيي

د سلیمان راپور

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رییسه حوا علم نورستانۍ (چپ) او د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمېسیون رییسه زهره بیان شینوارې په بې نېټې عکسونو کې لیدل کیږي. [آرشیف]

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رییسه حوا علم نورستانۍ (چپ) او د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمېسیون رییسه زهره بیان شینوارې په بې نېټې عکسونو کې لیدل کیږي. [آرشیف]

کابل -- فعالان او اتباع وایي په داسې موقفونو د دوه افغان ښځو بې سابقه ټاکنه چې د هېواد د ټاکنو د پروسې څارنه به کوي، هغه پرمختګ ښیي چې ښځو نژدې دوه لسیزې مخکې د طالبانو له ظالمانه واکمنۍ راهیسې ترې ازادي واخیستله.‌

د کب په ۱۴مه، حوا علم نورستانۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییسه وټاکل شوه په داسې حال کې چې زهره بیان شینوارې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د مشرتابه لپاره د رییسې په توګه وټاکل شوه.

د ولسمشرۍ ۱۷ کاندیدانو د کب په ۱۰مه د دواړو کمېسیونونو غړي انتخاب کړل. د مهالوېش له مخې، د ولسمشرۍ انتخابات د چنګاښ په ۲۹مه ترسره کیږي.

نورستاني سلام ټایمز ته وویل، ازاد، شفاف او منصفانه انتخابات کولی شي چې په کمېسیون د افغانانو باور بیا پرځای کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمېسیون نوي انتخاب شوي غړي د کب په ۱۳مه په کابل کې د ولسمشر اشرف غني په حضور کې سوګند پورته کوي. [د ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمېسیون نوي انتخاب شوي غړي د کب په ۱۳مه په کابل کې د ولسمشر اشرف غني په حضور کې سوګند پورته کوي. [د ولسمشرۍ ماڼۍ/فیسبوک]

هغې وویل، «د هېواد سیاسیي راتلونکی د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پورې تړلی دی،»

نورستاني وویل، «له دې امله، زه ژمنه کوم چې زه به له خپل وس سره سم د ازادو، منصفانه او شفافو انتخاباتو، چې په هغو کې به یوازې رایه ورکوونکي خپل برخلیک او راتلونکی ولسمشر وټاکي، د ترسره کولو لپاره ټولې هڅې وکړم،»

هغې د تېرې تلې میاشتې رایه اچونې ته په اشارې وویل، «ما د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون داسې سره نژدې کړي چې یو له بل سره نژدې کار وکړي. اوس، مونږ په دې کار کوو چې د نورو ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو نتایج نهایی او اعلان کړو».‌ افغان چارواکو لا تر اوسه پورې نتایج نه دي نهایي کړي.‌

نورستاني همدارنګه ژمنه وکړه چې په انتخاباتي پروسه کې د پاتې ریفورمونو، لکه د رایه اچونې په برخه کې د جعل د مخنیوي لپاره د ګوتې لګولو د ټکنالوجي، د تطبیق په ډاډمنولو کې به مرسته وکړي.‌

هغې وویل، «د شفافیت د تضمینولو او داسې انتخاباتو د ترسره کولو لپاره چې د خلکو لپاره د منلو وړ وي، د انتخاباتو راتلونکی پړاو به برېښنایي او د بایومتریک ټکنالوجۍ په اساس وي،»

نورستاني وویل، «زه به د انتخاباتو کمېسیون کې اصلاحات راولم. زه به د فاسدو او اړخ نیوونکو کسانو پر ځای داسې مستقل، پوه او ژمن کسان ځای پرځای کړم چې کمېسیون وکولی شي چې په مستقل ډول کار وکړي،»

هغې زیاته کړه، «وروسته له هغه چې مونږ د ولسي جرګې د انتخاباتو نتایج اعلان کړو او په کمېسیون کې اصلاحات راولو،‌ بیا به مونږ د ولسوالیو د شوراګانو او د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره پلان جوړونه پیل کړو، او مونږ به دا کارونه له مدني ټولنې، سیاسي ګوندونو او نړۍ والې ټولنې سره په همغږۍ کې ترسره کړو چې د انتخاباتو پروسه په بریالیتوب سره تطبیق شي،»

بې مخینې لاسته راوړنې

د نورستاني او شینوارې غبرګه ارتقا د هېواد په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي ټولو برخو کې د افغان ښځو وروستۍ لاسته راوړنې ښیي.

په کابل کې د مدني ټولنې یوې فعالې شکریې جلالزۍ سلام ټایمز ته وویل، «د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمېسیون د رییسانو په توګه دا ټاکنې د افغان ښځو له سلګونو لاسته راوړنو څخه یوه ده،»

جلالزۍ وویل، «افغان ښځو په تېرو ۱۹ کالو کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې. ښځو په سیاست، اقتصاد، سوداګرۍ او حکومت کې فعال حضور درلود، او هغوی په امنیتي سکټور، لکه په پولیسو او اردو کې خدمت کولو کې فعالې وې،»

جلالزۍ زیاته کړه، «افغان ښځو په خپل ژوند کې غټ بدلونونه ولیدل،»

د جلالزۍ په وینا، ۱۴ ښځې د وزارتونو مرستیالانې او ۳۰ د پارلمان غړې دي. د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل، یوه ښځه په ملګرو ملتونو کې د هېواد سفیره مقرره شوې ده.

په کابل کې د ښځو د حقونو یوې فعالې فاطمې مسعود سلام ټایمز ته وویل، «د مهمو او کلیدي کمېسیونونو د مشرتابه لپاره د دوه ښځو ټاکنه یوه بې سابقې پرېکړه ده... چې د افغانستان د ښځو ټولنې یې په پراخ ډول هرکلی کړی دی،»

فاطمې د طالبانو پخوانۍ واکمنې ته په اشارې وویل،‌«تېر ۱۹ کلونه د افغان ښځو لپاره یوه طلایي دوره وه، او ښځو وکولی شوای چې د خپلو حقونو په ترلاسه کولو کې له دغه طلایي فرصت څخه ګټه واخلي. افغان ښځو هېڅکله دومره حقونه او ازادۍ نه لرل لکه اوس یې چې لري».

هغې وویل، «د ښوونې او روزنې د ترلاسه کولو حق، د بیان ازادي او په حکومتي او خصوصي موسساتو کې د کار کولو حق او ډېر نور حقونه د هغو ګټو په ډله کې راځي چې ښځو په وروستیو کلونو کې ترلاسه کړي دي،»

راتلونکي ته هیله

یوې سیاسي فعالې او د افغانستان د ښځو شورا رییسې، فتانې ګېلانی، وویل، د دې دوه ښځو انتخاب کولی شي چې د هېواد د انتخاباتو په پروسه د خلکو اعتماد زیات کړي.‌

هغې سلام ټایمز ته وویل، «مونږ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمېسیون د رییسانو په توګه په لومړي ځل د ښځو انتخاب ته ښه راغلاست وایو،»

هغې وویل، «زه هیله لرم چې دا دوه ښځې به وکولی شي چې داسې بهتر انتخابات ترسره کړي چې کولی شي د خلکو هیلې منعکسې کړي او هغه بې اعتمادي له منځه وېسي چې د انتخاباتو د کمېسیون په هکله له افغانانو سره موجوده ده.‌ دا تغیر به رایه ورکوونکي تشویق کړي چې په خپله خوښه د ولسمشرۍ انتخاباتو کې، چې په راتلونکو څو میاشتو کې ترسره کیږي، برخه واخلي.»

ګېلاني هیله منده ده چې دا ټاکنې به په افغانستان کې د ښځو لپاره نورو پرمختګونو ته لاره هواره کړي.

هغې وویل، «افغان ښځو په وروستیو کلونو کې په سیاسي او ټولنیزو ډګرونو کې غټ بریالیتوبونه لرل، او زه هیله لرم چې په حکومت او د نظام په نورو برخو کې به د ښځو رول او برخه اخیستنه زیاته شي چې په دې توګه به د جنسیت برابری په مناسب ډول رامنځته شي،»

د کابل یوې اوسېدونکې او د یوه خصوصي پوهنتون کارمندې، شبانې رحمتي، چې ۳۱ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «شل کاله مخکې، ښځې د هغوی له اساسي حقونو څخه محرومې وې، خو اوس ښځې په خپل ژوند کې غټ او حیرانوونکي تغیرات ویني،»

«ښځو نشوای کولی چې له خپلو کورونو څخه وځي، خو اوس هغوی د وزیرانو، معینانو، رییسانو، سفیرانو، والیانو او د پوهنتون د استادانو په توګه کار کوي، او په ټولنه کې یو فعال او مؤثر رول لوبوي. زه د یوې ښځې په توګه په دې خوشحاله یم چې دوه ښځې د انتخاباتو ملي پروسه رهبري کوي.»

هغې زیاته کړه، «په میلیونونو نجونې او ښځې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې په زده کړو بوختې دي، په لسګونو ښځې د پارلمان غړې دي، او د ښځو رول او لاسته راوړنې هره ورځ وده کوي. دغو تغیراتو ښځې د هغوی راتلونکي ته ډېرې هیله مندې کړي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ښه کار دی چې شوی دی. زه د طالبانو له ډېرو سیاستونو او بالخصوص د افغانانو وژلو سره کلک مخالف یم خو یوه خبره ده چې کله تاسو مقایسه کوئ داسی مه وایي چی د طالبانو په وخت کی د ښځو څه حال وه، دا هم لیکئ چی له طالبانو نه مخکی د برهان الدین رباني په وخت کی د ښځو څه حال وه. آیا د رباني په وخت کی په کابل ښار کی له ښځو نه تیونه غوڅ نه کړای شول؟ د مسعود کسانو په دریمو مکروریانو کی ځوانه نجلۍ له څلورم منزل نه راغورځولو ته مجبوره نه کړه؟ د ښځو په مخکې د هغوی ماشومان او مېړونه ونه وژل شول؟ د یوه پخواني وزیر صالح محمد زیري د ښځې او ماشومانو وژل چی د رباني په وخت کی د کابل په مکروریانو یوه اپارتمان کې وشول د دې ژوندی مثال دی که نه په لندن کی د بي بي سي پښتو څانګې نطاقه نجیبه لیمه یې لور ده له هغې نه پوښتنه وکړئ. له هغه وخت نه چی د داودخان د جمهوري حکومت پر ضد کمونستي ګوندونو کودتا وکړه او له هغی کودتا نه دوه درې کاله مخکې چې جهادي غله او داړه ماران د پاکستان استخباراتو ته ورغلل او هغوی تربیه کړل تر ننه پوری د وسله والو ډلو ټول مشران د یوه سپي ویښتان دي یو هم په بل بهتر نه دی.‌

ځواب ورکړئ