امنیت

په هرات کې د ۱۳ ولایتونو ځوانان راټول شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې جنګ بس کړي

د عمر راپور

د افغانستان د ۱۳ ولایتونو له ۲۰۰ څخه ډېرو سړیو او ښځو د چنګاښ په ۲۲ - ۲۴مه د هرات ولایت په هرات ښار کې د سولې په هکله بحثونه وکړل، او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې تاوتریخوالی بس کړي او د سولې پروسې سره یوځای شي. [عمر]

هرات -- د ۱۳ ولایتونو له ۲۰۰ څخه ډېر ځوان سړي او ښځې په هرات ښار کې راټول شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې تاوتریخوالی پرېږدي او سولې ته مخه کړي.

دا ځوان افغانان د بامیان، دایکندي، سرپل، پکتیکا، نورستان، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز، زابل، هرات، بادغیس او غور ولایتونو اوسېدونکي ول.

هغوی د چنګاښ په ۲۲ - ۲۴ مه په غازي امان الله خان اډیټوریم کې یو لړ بحثونه ترسره کړل او په دې هکله یې تصمیم ونیو چې څنګه کولی شي د سولې په پروسه کې یو مؤثر رول ولوبوي.

د بامیان یوې اوسېدونکې فاطمې احمدي وویل، «سوله یوازنی انتخاب دی چې ټول افغانان، په ځانګړې توګه ښځې یې غوره کوي.‌ ښځې له جنګ سره مرسته نه کوي، بلکې د جنګ ډېر زور هغوی ته ورځي ځکه چې هغوی خپل مېړونه له لاسه ورکوي او کونډې کېږي،‌ او د ماشومانو لویولو ته یوازې پاتې کېږي، له دې امله، مونږ ښځې له بل هر چا نه ډېر د سولې کېدلو ته په بې صبرۍ انتظار کوو.»

د کندهار، ننګرهار، هلمند او هرات ولایتونو د اوسېدونکیو په شمول «د سولې د ملي کاروان» له ۵۰ څخه ډېر غړي د چنګاښ په ۲۲مه په هرات ښار کې د هرات د والي د دفتر مخې ته لاریون کوي.‌ [عمر]

د کندهار، ننګرهار، هلمند او هرات ولایتونو د اوسېدونکیو په شمول «د سولې د ملي کاروان» له ۵۰ څخه ډېر غړي د چنګاښ په ۲۲مه په هرات ښار کې د هرات د والي د دفتر مخې ته لاریون کوي.‌ [عمر]

د ۱۳ ولایتونو له ۲۰۰ څخه ډېر سړي او ښځې د چنګاښ په ۲۲مه په هرات ښار کې راټول شول او له طالب اورپکو څخه یې وغوښتل چې تاوتریخوالی بس کړي او سولې ته مخه کړي. [عمر]

د ۱۳ ولایتونو له ۲۰۰ څخه ډېر سړي او ښځې د چنګاښ په ۲۲مه په هرات ښار کې راټول شول او له طالب اورپکو څخه یې وغوښتل چې تاوتریخوالی بس کړي او سولې ته مخه کړي. [عمر]

هغې زیاته کړه، «د جنګ د پای ته رسولو یوازنۍ حل لاره دا ده چې طالبان او حکومت دواړه خپلې تمې راکمې کړي. که د جنګ لوري یوازې خپلې غوښتنې تعقیب کړي، زمونږ وطن ته به هېڅکله سوله رانشي.»

د هلمند یوه اوسېدونکي صفی الله زېري په افغانانو غږ وکړ چې له نور هرڅه ډېر سولې ته مخه کړي.‌

هغه وویل، «مونږ د شخړې له اړخونو څخه غواړو چې سره کېني او سوله وکړي ځکه چې ټول افغانان سوله غواړي. سوله مونږ ته اجازه راکوي چې خپل هېواد بیا ورغوو،‌ او له جنګ څخه هېڅ نه جوړېږي.»

هغه زیاته کړه، «ټول افغانان، په ځانګړې توګه ځوان نسل چې په جنګ کې پیدا او لوی شو، سولې ته تږي دي.‌ مونږ ځوانو افغانانو د خپل هېواد ډېرې برخې نه دي لیدلي ځکه چې مونږ سفرونه نه کوو او د دې یوازنی خنډ جنګ، او د سولې نشتوالی دی.»

د کندهار یوې اوسېدونکې سپوږمۍ عابد وویل، «مونږ له طالبانو څخه غواړو چې له حکومت سره یوځای شي. که هغوی څه مشروع غوښتنې لري، کولی شي چې له خپل حکومت او خلکو سره یې شریکې کړي چې داسې یوه سوله ییز حل ته ورسېږي چې افغانانو ته ګټه ور ورسوي.»

هغې زیاته کړه، «زه چې پیدا شوې یم او زمونږ په وطن کې جنګ دی.افغانان له دې ورانکارې جګړې څخه ستړي دي، او نور نه غواړي چې هره ورځ خپل عزیزان له لاسه ورکړي.»

سپوږمۍ وویل، جنګ د افغانانو هیلې، کلتور او دودونه خراب کړي او د افغانانو هویت یې ژوبل کړی دی.‌

د یوه سملاسي اوربند غوښتنې

په ورته وخت کې، د کندهار، ننګرهار، هلمند او هرات ولایتونو د اوسېدونکیو په شمول «د سولې د ملي کاروان» له ۵۰ څخه ډېرو غړو د چنګاښ په ۲۲مه په هرات ښار کې د هرات د والي د دفتر مخې ته لاریون وکړ.‌

هغوی په هېواد کې د یوه سملاسي اوربند غوښتنه وکړه.‌

د کاروان یوه غړي حیات الله وویل، «مونږ لا تر اوسه هم د هغو خلکو د غږونو غبرګونونه اورو چې خپل عزیزان او خپلوان یې په جګړه کې له لاسه ورکړي دي. دغه حالت مونږ مجبور کړي یو چې د افغانستان هر ولایت او هرې برخې ته سفر وکړو او داسې لارې ولټوو چې سوله پرې رامنځته شي او هغو ته چې د سولې په لاره کې خنډ جوړوي عذر او زارۍ کوو.»

هغه زیاته کړه، «د شخړې دواړه لوري باید زمونږ د بې ګناه خلکو د وینې تویېدا د ودرولو لپاره په یوه اوربند موافقه وکړي. مونږ باور لرو چې د شخړې لوري او عام خلک له جنګ څخه ستړي شوي ځکه چې هغوی متاثر شوي... او سوله غواړي.»

هغه وویل، «مونږ طالبانو ته وایو چې افغانستان نور نشي کولی چې کونډې او یتیمان په کې ډېر شي.»

د سولې د کاروان یوه بل غړي حکمت الله سهیل وویل، «مونږ هڅه کوو چې داسې کمېټې جوړې کړو چې په هر ولایت کې د سولې دفاع وکړي چې خلک وکولی شي د سولې لپاره خپل غږ پورته کړي.»

هغه وویل، «افغانانو ښودلې چې هغوی له جنګ څخه ستړي شوي، او په هره وسیله چې کېږي سوله باید راشي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ غواړو ډاډمنه کړو چې افغانان بیا له خپل وطن څخه ونه وځي، نور بې وزلي او وږي نشي او د نورو په مرستو تکیه کول یې پای ته ورسېږي.»

سولې ته د رسېدلو لپاره یو طلایي چانس

په هرات ښار کې د ځوانانو د غونډې برخه والو وویل چې په قطر کې د سولې خبرې په هېواد کې د سولې د یقیني کولو لپاره یو «طلایي فرصت» دی.‌

د سولې د کاروان یوه بل غړي محمد عارف ګېلاني وویل، «په قطر کې د سولې خبرو مونږ هیله مند کړي یو، زمونږ په څېر ځوانان افغانان د دغو خبرو ملاتړ کوي، او مونږ هیله لرو چې دغه خبرې ژر یوه نتیجه ورکړي.»

په هرات ولایت کې یوه خبریال سلیم مقیمي وویل، «هر افغان غواړي چې د شخړې اړخونه، په ځانګړې توګه طالبان سوله وکړي او تاوتریخوالی او وینه تویول بس کړي ځکه چې افغانانو ته له جنګ څخه ډېر کړاوونه ور رسېدلي دي.»

هغه زیاته کړه، وضعې اوس د سولې لپاره یو بې سابقې امکان برابر کړی او طالبان باید دا فرصت له لاسه ور نه کړي او نه یې خراب کړي.‌

هغه زیاته کړه، «که جنګ ودرېږي او سوله راشي، افغانستان به یو لوړ سیاسي او اقتصاي موقف ترلاسه کړي، او افغانان به وکولی شي چې په ژوند کې یو نوی او ګټور فصل پیل کړي.»

په فراه کې د مدني ټولنې یوه فعال احمد میرزایي وویل، «طالبان باید له حکومت سره یوه مېز ته کېني او د سولې په هکله خبرې وکړي چې زمونږ په هېواد کې داسې یوه تلپاتې سوله راشي چې وینه تویول ودروي او افغانان فرصت ترلاسه کړي چې په یوه سوله ییز چاپېریال کې ژوند وکړي.»

«عام خلک له بل هر څه څخه ډېر سولې ته اړتیا لري، او سوله به افغانستان نېکمرغه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500