امنیت

دیني عالمانو او قومي مشرانو له طالبانو سره د سولې خبرو ته هیله مندي ښکاره کړه

د عمر راپور

د هرات او لغمان ولایتونو دیني عالمانو او قومي مشرانو د لیندۍ په ۱۹مه په دوه جلا جلا غونډو کې له طالب اورپکو سره د سولې خبرو څخه ملاتړ څرګند کړ، او د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه یې «ناروا» وبلله. [عمر/خالد زېری]

هرات -- د افغانستان په لوېدیځه حوزه کې دیني عالمان، قومي مشران او پخواني جهادي قوماندانان تاکید کوي چې له طالبانو سره دې سوله او روغه جوړه وشي.

له ۲۰۰ څخه ډېر برخه وال د لیندۍ په ۱۹مه په هرات ښار کې راټول شول او د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې خبرو څخه یې ملاتړ اعلان کړ.

په لوېدیځه حوزه کې د دیني عالمانو او روحانیونو د اتحادیې رییس مولوي خدایداد صالح وویل، ټول دیني عالمان د سولې د خبرو ملاتړ کوي او تمه لري چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي.‌

صالح وویل، «سوله داسې یوه کلیمه ده چې ټوله نړۍ یې ملاتړ کوي. هم مسلمانان او هم د نړۍ اوسېدونکي سوله غواړي. مونږ د سولې رڼا وینو، او مونږ په افغانستان کې سولې ته نژدې کېږو.»

د یوه پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا په شمول دیني عالمان د لیندۍ په ۱۹مه په هرات ښار کې راټول شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د سولې لاره ونیسي او جګړه پای ته ورسوي. [عمر]

د یوه پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا په شمول دیني عالمان د لیندۍ په ۱۹مه په هرات ښار کې راټول شول او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې د سولې لاره ونیسي او جګړه پای ته ورسوي. [عمر]

خواوشا ۲۵۰ دینی عالمان او قومی مشران د لیندۍ په ۱۹مه د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې راغونډ شول او له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو څخه یې ملاتړ اعلان کړ. [خالد زېری]

خواوشا ۲۵۰ دینی عالمان او قومی مشران د لیندۍ په ۱۹مه د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې راغونډ شول او له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو څخه یې ملاتړ اعلان کړ. [خالد زېری]

هغه زیاته کړه، «په لوېدیځه حوزه کې ټول دیني عالمان د شخړې اړخونه سولې ته رابولي او له هر یوه څخه غواړي چې سوله وکړي -- ځکه چې دا د خدای غوښتنه ده -- او یو د بل وژل پای ته ورسوي. هر څوک باید د سولې برخه وي -- هیڅوک هم باید بهر پرې نښودل شي.»

صالح وویل، دیني عالمان د سولې د خبرو ملاتړ کوي او هره ورځ هڅه کوي چې په ولسوالیو او کلیو کې عامه پوهاوی زیات کړي او طالبان او حکومت وهڅوي چې سوله وکړي.

په هرات ښار کې یوه دیني عالم مولوي محمد علي غوردروازي وویل، افغانان له ۴۰ کالو څخه ډېر وخت راهیسې له کړاوونو سره مخامخ دي او نور د شخړو تحمل نه لري.‌

هغه وویل، «هره ورځ بې ګناه ملکي خلک او امنیتي ځواکونه په جنګ کې ژوند له لاسه ورکوي او افغانان سولې ته ورځې شماري. سوله د ټولو افغانانو لپاره د یوه باوقاره ژوند معنی لري.»

غوردروازي وویل، «افغان ملت نور جګړه نشي تحمل کولی او هر یو سوله غواړي. مونږ غواړو چې د سولې خبرې دوام ومومي او یوه حل ته لاره وباسي.»

په افغانستان کې سولې ته هیلې

د هرات ښار په غونډه کې دیني عالمانو او طالبانو ته نژدې سرچینو وویل، دا ځل د سولې خبرې د بریا بهتر چانس لري ځکه طالبان پوه شوي چې هغوی باید خپل دریځ نرم کړي.

له کابل څخه ورغلي د افغانستان د خلاصون شورا مشر سید اکبر اغا وویل، په افغانستان کې د سولې لپاره یو بې سابقې فرصت رامنځته شوی دی.

اغا چې د طالبانو په دوره (۱۳۷۵-۱۳۸۰) کې د عدلیې وزیر وو او له طالبانو سره نژدې اړیکې لري، وویل، طالبانو خپل پخوانی نه پخلا کېدونکی دریځ نرم کړی او باور لري چې دا ځل به د سولې هوکړې ته ورسېږي.‌

هغه وویل، «ما په قطر کې ۱۵ ورځې تېرې کړې او هلته مې د طالبانو له استازو او د هغوی کمېټې سره ډېرې خبرې وکړې. هغوی دا ځل ډېر باوري وو چې د سولې خبرې به نتیجه ورکړي او په افغانستان کې به سوله رامنځته کړي.»

اغا زیاته کړه، «د طالبانو له استازو او د افغانستان د روغې جوړې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره له کتلو څخه وروسته، زه باور لرم چې د سولې یوه هوکړه به لاسلیک شي.»

هغه وویل، د سولې هوکړې پسې وروسته به اوربند وشي او بین الافغاني خبرې به ترسره شي.‌

د غور ولایت د دیني عالمانو د ټولنې رییس مولوي عبدالباقي وویل، طالبان او حکومت باید د ملکي خلکو غوښتنې ومني او جنګ پای ته ورسوي چې افغانان په سوله کې ژوند وکړي.‌

هغه زیاته کړه، «مونږ هیله من یو چې د سولې خبرې به داسې یو حل رامنځته کړي چې په هېواد کې به وژنه او وینه تویونه ودروي.»

هغه وویل، جنګ له وژنې څخه پرته بل هېڅ نه رامنځته کوي، له دې امله دا جګړه د اسلام له نظره ناروا ده.

له سولې پرته بله لاره نشته

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت د قوماندان مرستیال برتانوي تورن جنرال جایلز هېل وویل، ناټو او نړۍ وال ځواکونه به د افغانانو تر څنګ ودرېدلو ته دوام ورکړي.

هغه دا خبرې د لیندۍ په ۲۰مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې په ایټالوي بېس کې د لوېدیځې حوزې لپاره د قاطع ملاتړ ماموریت د نوي قوماندان د معرفي کولو په مراسمو کې وکړې.

هغه وویل، افغان او ایتلافي ځواکونه شپه او اورځ جګړه کوي چې ترهګرو ته ماتې ورکړي او د افغانانو لپاره یو بهتر راتلونکی رامنځته کړي.

هغه زیاته کړه، «دلته هر کس د دې لپاره کار کوي چې د خپل هېواد او ملت امنیت خوندي کړي، او مونږ په دې متفق یو چې د امنیت او د دې هېواد د سوله ییز راتلونکي لپاره ژمن واوسو.»

په لوېدیځه حوزه کې د قاطع ملاتړ ماموریت پخواني قوماندان ایټالوي برید جنرال جیوواني پارمیګیاني، وویل، افغان ځواکونو د قاطع ملاتړ ماموریت او ناټو ځواکونو په ملاتړ سره خپلې وړتیاوې پیاوړې کړي، او اوس هغوی دا وړتیا لري چې خپل هېواد خوندي کړي.‌

هغه وویل، «مونږ لیدلي چې افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په وروستیو کې غټ‌ هدفونه ترسره کړي ځکه چې هغوی ترهګرو ته ماتې ورکړې او امنیت یې راوست، او دا پرمختیاوې مونږ ته هیله راکوي.»

د افغانستان لپاره د ایټالیا سفیر روبیرټو کنتوني وویل، «افغانستان د خپل تاریخ په تر ټولو ډېر نازک پړاو کې دی.»

هغه وویل، «که سوله وشي، هغه به پرمختګ او انکشاف ته لاره هواره کړي. د سولې اوسنۍ هڅې په افغانستان کې د سولې تضمینولو ته غوره فرصت برابر کړی دی، او مونږ یې ملاتړ کوو.»

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل، «افغان ځواکونه په اتلولۍ سره د نړۍ والې ترهګرۍ پر ضد، چې ټولې نړۍ ته ګواښ دی، جګړه کوي، او دا یوازې د افغانانو جګړه نه ده.»

هغه وویل، افغان او نړۍ وال ایتلافي ځواکونه شپه او ورځ جګړه کوي او هغوی به پرې نه ږدي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په یوه خوندي پټنځای باندې بدل شي.

اسلامي ارزښتونه

په ورته وخت کې په لغمان ولایت کې، خواوشا ۲۵۰ دیني عالمانو او قومي مشرانو د ولایت په مرکز مهترلام کې د یوې غونډې په ترڅ کې له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ څرګند کړ.‌

هغوی وویل، د دولت او عسکرو پر ضد جنګ غیرمشروع دی.‌

یوه دیني عالم مولوي نجیب الله غونډې ته په وینا کې وویل، «زمونږ اساسي قانون د اسلام په اساس دی او زمونږ حکومت اسلامي دی.»

هغه وویل، «دا حیرانوونکې ده چې بهرنیان په خپلو هېوادونو کې چې هلته غیر اسلامي کارونه ترسره کیږي جهاد نه کوي، خو د هغه پرځای هغوی راځي او دلته په یوه اسلامي هېواد کې جنګ کوي. هغوی د اسلام په نامه غیراسلامي کارونه ترسره کوي.»

نجیب الله زیاته کړه، «زمونږ عسکر د بل هر هېواد د عسکرو په نسبت اسلامي ارزښتونو ته ډېر ژمن دي او عملي کوي یې.»

یوه قومي مشر غونډې ته د خبرو پر وخت وویل، «که مونږ دا عسکر ونه لرو مونږ نشو کولی چې په سوله کې ژوند وکړو. مونږ په دوی [عسکرو] باندې افتخار کوو. مونږ یې لاسونه ښکلوو چې زمونږ او د هېواد لپاره خدمت کوي

هغه وپوښتل، «هغوی پنځه وخته لمونځونه کوي، روژه نیسي، د خلکو خدمت کوي، له خپل هېواد څخه دفاع کوي او له خپل هېواد څخه یرغلګر وباسي. آیا له دې څخه ډېره مقدسه وظیفه شته؟»

هغه وویل، «زه د یوه قومي مشر په توګه په څرګنده بیانوم چې هر څوک چې زمونږ امنیتي ځواکونو پسې بد وایي هغه زما دښمن دی، او زه په خپلو عسکرو باندې ویاړم.»

یوه بل قومي مشر ملک عبدالرؤف وویل، «ما ډېر امنیتي ځواکونه لیدلي چې د عملیاتو په ترڅ کې په لوږه جنګ کوي، خو مورال یې لوړ وي.»

هغه وویل، «هغوی حتی په باد یا باران کې جنګ کوي چې خپل هېواد او خلک خوندي کړي، او دا له اسلام څخه دفاع سره برابر دی.»

هغه زیاته کړه، «افغان ځواکونه له افغانستان څخه هغه کسان پسې اخلي «چې د دین په نامه غیراسلامي کارونه ترسره کوي.»

هغه زیاته کړه، «راځئ چې خپل بچیان اردو او پولیسو ته ولېږو، او خپله اردو لا نوره پیاوړې کړو چې هېواد له خپلو دښمنانو څخه خوندي کړو. که مونږ خپل لستوڼي بډ نه وهو، مونږ نشو کولی چې خپل هېواد جوړ کړو. مونږ باید سخت زیار وباسو او یو بل سره پیاوړي کړو چې ښه نتایج ترسره شي.»

د لغمان والي آصف ننګ د غونډې له برخه والو څخه مننه وکړه چې یو ځل بیا یې له خپل دولت او اردو څخه ملاتړ اعلان کړ.‌

ننګ وویل، «مونږ ستاسو خدمتګاران یو. مونږ له تاسو څخه د خپل خدمت په مقابل کې هېڅ نه غواړو.‌ دا زمونږ وظیفه ده چې د خپل هېواد دښمنان په ګونډو کړو او خپلې ټولنې ته خدمت وکړو.»

هغه وویل، «امنیتي او دفاعي ځواکونه خلکو ته په خدمت افتخار کوي. مونږ به څومره ښه چې کېدی شي ستاسو خدمت وکړو. که مونږ غلط کار وکړو، تاسو کولی شئ چې مونږ ودروئ او سمه لاره راته وښیئ.»

هغه زیاته کړه، «زمونږ دښمنانو له ۴۰ کالو راهیسې په دې هېواد کې جګړه روانه کړې ده،‌ او هغوی مونږ د خپلو ګټو لپاره استعمال کړي یو. له نېکه مرغه چې اوس هر څوک کولی شي چې خپل دوستان او دښمنان سره جلا کړي، او زه باوري یم چې دا هېواد، اردو او ټولنه به یې له مصیبتونو څخه خلاص، او نېکمرغه شي.»

[له لغمان څخه خالد زېري د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500