ننګرهار -- د افغانستان په ختیځ کې، دیني عالمانو د افغانستان د سولې د عالي شورا له خوا ورکړل شوي صلاحیت لاندې، له طالب اورپکو سره خبرې شروع کړې چې هغوی دې ته وهڅوي چې د سولې بهیر سره یوځای شي.
د ننګرهار، کونړ، لغمان او نورستان ولایتونو خواوشا ۵۰۰ تنو دیني عالمانو د کب په ۸ مه په جلال اباد کې د سولې د عالي شورا له یوه پلاوي سره د یوې مشورتي غونډې په ترڅ کې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې څخه ملاتړ اعلان کړ. [خالد زېری]
هغوی په ګډه له طالبانو څخه وغوښتل چې جنګ بس کړي، او ویې ویل چې تاوتریخوالی به د اورپکو ستونزې حل نه کړي او دا چې یوازې سوله ییزې لارې چارې به هغوی ته دا وړتیا ورکړي چې خپل هدفونه ترلاسه کړي.
د سولې د عالي شورا مرستیال رییس مولوي عطاءالرحمان سلیم د غونډې برخه والو ته وویل، «تاسو کولی شئ چې په خپلو سیمو کې له یاغیانو سره خبرې وکړئ او هغوی دې ته وهڅوئ چې راشياو د سولې پروسې سره یوځای شي،»
![دیني عالمان د کب په ۸ مه په جلال اباد کې راټول شوي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې څخه ملاتړ څرګند کړي. [خالد زېری]](/cnmi_st/images/2018/03/16/11875-scholars_2-585_329.jpg)
دیني عالمان د کب په ۸ مه په جلال اباد کې راټول شوي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې څخه ملاتړ څرګند کړي. [خالد زېری]
نوې منظورې شوې هڅې وار له مخې نتایج ورکړي دي.
د ننګرهار د ولایتي شورا رییس ملک نظیر د جمعې په ورځ /د کب ۲۵ مه/ سلام ټایمز ته وویل، «دیني عالمان پخوا له طالبانو او داعش سره په ارتباط کې ول، خو د جلال اباد له غونډې څخه وروسته، هغوی د سولې د راوستلو لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړې دي،»
هغه وویل، «ځینې دیني عالمانو له مونږ سره د ځینې طالب اورپکو تماس جوړ کړی دی، او مونږ په دې کار کوو چې څنګه هغوی د سولې پروسې ته راولو،»
افغان ولسمشر اشرف غني د کب په ۹ مه په کابل کې د یوه نړیوال کانفرانس په ترڅ کې د سولې د خبرو پلان وړاندې کړ. هغه د یوه اوربند وړاندیز وکړ چې تر هغه وروسته به طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه وپېژندل شي.
د دیني عالمانو اهمیت
سلیم د کب د غونډې په ترڅ کې وویل، «د دې مجلس هدف دا دی چې د دیني عالمانو رول څرګند کړای شي او په ټول هېواد کې د هغوی ملاتړ راجلب کړای شي،»
هغه وویل، «مونږ به په بېلابېلو ولایتونو کې د دیني عالمانو دغه ډول مجلسونه او غونډې جوړې کړو او د ټولو عالمانو تر منځ به د سولې لپاره یو ګډ او ملي غږ پورته کړو،»
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په غونډه کې وویل، «په هېواد کې روانه جګړه د خارجیانو له خوا تحمیل شوې ده،او یوازې دیني عالمان کولی شي چې افغانان له دې بدبختیو څخه وژغوري،»
هغه وویل، دیني عالمان د سولې په راوستلو کې یو مهم رول لري. هغه په برخه والو باندې غږ وکړ چې د سولې غږ د افغانستان نورو برخو، او په ځانګړې توګه یاغیانو ته ورسوي.
د سولې د عالي شورا د اجرائیه شورا یوه غړي قاضي محمد امین وقاد وویل، اسلام د سولې دین دی او په افغانستان کې د اسلام لپاره د اورپکو جنګ نامشروع جنګ دی.
هغه د غونډې په ترڅ کې وویل، «که په افغانستان کې روان جنګ د جایزو اسلامي او ملي ګټو لپاره وي، بیا راته ووایئ چې کومو ګاونډیو هېوادونو د افغان حکومت په نسبت ډېر ملي او اسلامي ارزښتونه ساتلي دي. دا جنګ د نورو د ګټو لپاره کیږي.»
د سولې یوه باوقاره پروسه
د ننګرهار ولایت د دیني عالمانو یوه استازي مولوي عبدالبصیر بصیرت غونډې ته وویل، «د دې ولایت ټول دیني عالمان، او په ځانګړې توګه د جوماتونو خطیبان او امامان سولې ته د رسېدلو د هڅو ملاتړ کوي،»
هغه وویل، دیني عالمان مستقل دي او کولی شي چې په اسانۍ سره یاغیانو ته ورشي او د سولې مذاکرات ورسره وکړي او د سولې ګټې ورته بیان کړي.
د کونړ ولایت د دیني عالمانو یوه استازي مولوي رحیم الله د سولې عالي شورا کې په شفافیت باندې ټینګار وکړ.
هغه وویل، «په شورا کې باید داسې غړي نه وي چې هغوی د یاغیانو پر ضد جنګ کړی وي،» دا په دې معنی چې په هغې کې باید داسې افراد وي چې د طالبانو پر وړاندې کینې او شکوې ونه لري، «او مستقل او باوري افغانان باید د سولې د شورا غړي وي.»
د لغمان ولایت د دیني عالمانو یوه استازي مولوي ګل نبي وویل، د سولې پروسه باید په باوقاره توګه ترتیب شي.
هغه وویل، هغه اورپکي چې د سولې پروسې سره یوځای کیږي، باید د منلو کاري فرصتونه په لاس ورکړل شي، نه د سختو کارونو د ترسره کولو لپاره بېل او کولنګ.