امنیت

د افغانستان د سولې عالي شورا له یاغیانو څخه وغوښتل چې د خبرو اترو مېز ته کېني

د نجیب الله راپور

د افغانستان د سولې د عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي د کب په ۱ په کابل کې په یوه مجلس کې خبرې کوي.‌ [د افغانستان د سولې عالي شورا]

د افغانستان د سولې د عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي د کب په ۱ په کابل کې په یوه مجلس کې خبرې کوي.‌ [د افغانستان د سولې عالي شورا]

کابل -- د ټولنې د بېلابېلو قشرونو افغان وګړي غږ کوي، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرې اترې دې ترسره، او سیاسي پروسه دې پرمخ بوتلل شي.

د تېرو اوو میاشتو په ترڅ کې، د افغانستان د سولې عالي شورا له یو شمېر افغانانو سره کتنې او خبرې اترې ترسره کړې چې سولې ته د رسېدلو د لارې په هکله یوه اجماع رامنځته کړي.‌

د سولې د عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي د کب په ۱ په کابل کې په دغسې یوه کتنه کې وویل، چې له دغو ملاقاتونو څخه داسې معلومه شوه چې د افغانستان بېلابېل ټولنیز ګروپونه غواړي چې سوله راشي او دا چې هغوی سوله یو ملي ضرورت بلي.‌

په دې کتنه کې د افغانستان د ۳۴ واړو ولایتونو قومي مشرانو او د ولایتي شوراګانو استازو، او همدارنګه د پخوانیو مجاهدینو قوماندانانو برخه اخیستې وه.‌

د افغان ملي اردو عسکر د روان لمریز کال د لیندۍ په ۱۴ مه د افغانستان د شورابک په کمپ کې د ډزو کولو د یوه ټریننګ په ترڅ کې یو هوېتزر واروي.‌ [د متحده ایالاتو د سمندري سرتېرو عکس چې ضابط لوکاس هوپکېنس اخیستی دی]

د افغان ملي اردو عسکر د روان لمریز کال د لیندۍ په ۱۴ مه د افغانستان د شورابک په کمپ کې د ډزو کولو د یوه ټریننګ په ترڅ کې یو هوېتزر واروي.‌ [د متحده ایالاتو د سمندري سرتېرو عکس چې ضابط لوکاس هوپکېنس اخیستی دی]

اورپکي په 'غلطه لاره' روان دي

خلیلي وویل، شورا همدارنګه په پلازمېنه او ولایتونو کې له سیاستوالو، د مدني ټولنې غړو، دیني عالمانو، ژورنالستانو او عادي اوسېدونکيو سره لیدل کتل کړي چې د غوره لارې د په مخکې نیولو په هکله متنوع نظرونه واوري.‌

هغه وویل، «تر څو به زمونږ ماشومان،‌ زمونږ ښځې، زمونږ سړي، زمونږ مشران او زمونږ ځوانان هره ورځ د ځانمرګو بریدونو او چاودنو په وسیله وژل کیږي؟ تر څو به افغان ځوانان پر ځمکه راغورځول کیږي؟»

خلیلي وویل،‌«په مونږ باندې جګړې بهرنیان راتپي،خو دواړو خواوو ته افغان ځوانان قرباني کیږي،» او زیاته یې کړه، چې ترهګریز بریدونه لکه هغه چې په کابل کې په انټرکانټیننټل هوټل او د صدارت څلورلارې کې وشو،د بهرنیو هڅو برخه دي چې د افغانستان د سولې هڅې مختل کړي.

هغه وویل، «زه یاغیانو ته وریادوم چې جګړه د حل لاره نه ده.‌ تاسو به هېڅکله هم خپل هدفونه د جنګ له لارې ترلاسه نه کړئ. که تاسو فکر کوئ چې تاسو به د ډېرو ځانمرګو بریدونو، چاودنو او جګړو له لارې خپل هدفونه ترلاسه کړئ، تاسو په غلطه لاره روان یئ.»

دوامداره سوله را نژدې ده

خلیلي وویل، «دوامداره سوله د بین الافغاني خبرو اترو او د افغانانو تر منځ د هوکړې له لارې شونې ده. مونږ ورته تیار یو. مونږ د نورو خواوو نظرونو ته احترام لرو.»

هغه وویل، «د ځانمرګو بمي بریدونو او نورو چاودنو له امله له رامنځته شوي چاپېریال سره سره، به مونږ د خپلو هدفونو په تعقیبولو کې زړه توري نشو.‌ راځئ چې کېنو، له عقل او منطق څخه کار واخلو او هېواد وژغورو.»

خلیلي افغان امنیتي ځواکونه هم وستایل او هغوی یې «د ټولو افغانانو لپاره د ویاړ سرچینې» وبلل.

هغه وویل، «مونږ له هغوی څخه مننه کوو او افتخار پرې کوو،»

د سولې د عالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي وویل، د سولې عالي شورا کې د رهبرۍ له بدلون څخه وروسته، «دغه شورا د پخوا په پرتله لا نوره فعاله شوې ده،»

هغې سلام ټایمز ته وویل، «د شورا غړو د سولې د رامنځته کولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.‌ مونږ هیله لرو چې دا هڅې به ثمر راوړي او بالاخره په نتیجه کې به یې سوله رامنځته شي.»

هغې وویل، د سولې عالي شورا «هڅه کوي چې ښځې د سولې په پروسه کې یو رول ولوبوي،»

هغې وویل، «په دې ورځو کې ښځې،‌ د هغو په شمول چې د شورا د رهبرۍ په سطحه کې کار کوي او هغه چې په نورو کټګوریو کې فعالې دي، ښه تجربه لري،»

افغانان 'له جنګ نه ستړي دي'

افغانان د سولې د عالي شورا د دې هڅو هرکلی کوي چې غواړي د سولې په سر یوې اجماع ته ورسېږي.‌

په کابل کې د ښوونځي یوه فارغ احمد باسط احمدي سلام ټایمز ته وویل، «مونږ، ځوانان،‌ ټول له جنګونو او وژنو څخه ستړي یو. مونږ هیله لرو چې هغه ورځ ووینو چې دې هېواد ته سوله راشي.»

هغه وویل، «د سولې عالي شورا په وروستیو کې ډېرې مشورتي کتنې ترسره کړې. مونږ هم هیله من یو چې دا کتنې او مشورې به بالاخره ګټورې تمامې شي او مونږ ته به سوله راشي.»

په کابل کې په یوه خصوصي پوهنتون کې د کمپیوټرساینس یوې محصلې یاسمین جویا سلام ټایمز ته وویل، «مونږ، د افغانستان خلک،‌ به په هره هغه هڅه خوښ واوسو چې د سولې په لاره کې ترسره کیږي. زمونږ هېواد له ۴۰ کالو راهیسې په جنګ کې دی، او مونږ ټول ترې ستړي یو.»

هغې وویل، «د نورو هېوادونو اوسېدونکي د ترقۍ او پرمختګ په هکله فکر کوي، خو له بده مرغه چې مونږ هره ورځ د جګړې قرباني کیږو.»

یاسمين وویل،«اوس د طالبانو او نورو ګروپونو لپاره ښه وخت دی چې جګړه بس کړياو د خبرو اترو لاره ونیسي،»

هغې وویل، «که طالبان د قدرت ترلاسه کولو په لټه کې وي، بیا تر ټولو ښه لاره دا ده چې د سیاست له لارې یې ترلاسه کړي. په بل عبارت، هغوی باید په انتخاباتو کې برخه واخلي.»

سولې له یوه قوي موقف څخه

امنیتي چارواکي او تحلیلګران وایي، چې افغان او ایتلافي ځواکونه باید د جګړې په ډګر کې فشار زیاتولو ته تر هغه وخته پورې دوام ورکړي چې اورپکي خپلې وسلې کېږدي او د سولې په لاره له حکومت سره یوځای شي.‌

د افغانستان د دفاع وزارت یوه ویاند جنرال محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل، له ۱۰ څخه په ډېرو ولایتونو کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو روان عملیات د دښمن د ځواکونو د ځپلو په برخه کې مؤثر ثابت شوي دي.

هغه وویل، «مونږ د هر ډول ګواښونو په وړاندې تیار یو، او مونږ له خپلو ټولو صلاحیتونو څخه استفاده کوو. مونږ را روان کال ته هیله من یو، او مونږ په دې تمه یو چې د افغانستان وضعه به بهتره شي.»

په کابل پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو یوه مخکیني پروفیسر فاروق بشر وویل، اردو باید په اورپکو باندې فشار کم نه کړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «سوله له یوه قوي موقف څخه رامنځته کیږي. له دې امله، سوله هغه وخت راتللی شي چې کله یا د حکومت او یا د دښمن ځواکونه کمزوري شي.»

هغه وویل،‌ اوس افغان حکومت برلاسی دی ځکه چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه او امریکایي ځواکونه د طالبانو په شبکو او د نشه ییزو توکو په لابراتوارونو باندې، چې د اورپکو لپاره د تمویل یوه لویه سرچینه ده،فشار زیاتوي.‌

بشر وویل، «د متحده ایالاتو له خوا د دې موقف د نیولو او د افغان حکومت د جدیت له امله،‌ مونږ ګورو چې په افغانستان او پاکستان کې د سولې د لټون حرکتونه پیاوړي شوي دي،»

په کابل کې یوه پخواني افغان ژورنالست، بشیر بیژن، چې اوس د سیاسي چارو تحلیلګر دی، د سولې د عالي شورا له خوا مشورتي کتنې وستایلې خو د جګړې پر دوام یې ټینګار وکړ.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره روانه جګړه باید په هېڅ دلیل هم ترهغه وخته پورې ونه درول شي چې دښمن دې ته مجبور شي چې سوله ومني،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500