ديپلوماسي

د افغانستان د سولې عالي شورا له طالبانو سره د خبرو لپاره هېڅ مخکې تر مخکې شرطونه نه دي ایښي

سلام ټایمز

د افغانستان د سولې د عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي د ډسمبر په ۶ مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې خبرې کوي. [د افغانستان د سولې عالي شورا]

د افغانستان د سولې د عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي د ډسمبر په ۶ مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې خبرې کوي. [د افغانستان د سولې عالي شورا]

کابل -- د سولې د عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي د چارشنبې په ورځ /د ډسمبر ۶ مه/ وویل، چې د افغانستان د سولې عالي شورا دې ته چمتو ده چې له هر ډول مخکې تر مخکې شرطونو څخه پرته له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.

د طلوع نیوز د راپور په اساس، هغه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «زمونږ اصلي وظیفه دا ده چې جنګ ختم کړو او د سولې خبرې اترې شروع کړو.‌ د سولې په بهیر کې باید خلک ښکېل وي. مونږ له سیاسي ګوندونو سره خبرې اترې کړي،‌ او هغوی د سولې له بهیر څخه ملاتړ څرګند کړی دی.»

د سولې د عالي شورا منشي اکرم خپلواک په خبري کانفرانس کې وویل، د سولې عالي شورا دې ته چمتو ده چې له طالبانو سره «د هر هغه مېکانېزم له لارې چې هغوی یې وړاندیز کوي» خبرې ترسره کړي.

هغه وویل، «مونږ هیله لرو چې طالبان د سولې غږ ته مثبت ځواب ووایي. هیڅوک هم فکر نه کوي چې جنګ په افغانستان کې د ستونزې حل دی.»‌

د سولې د عالي شورا د خبرپاڼې په اساس، طالبان کولی شي چې په کابل یا په نړۍ کې په بل هر ځای کې د سولې د خبرو لپاره خپل دفتر پرانیزي.‌

نړیوال ملاتړ

د خلیلي په وینا، د افغان او پاکستاني رسنیو له خوا د سولې د بهیر مثبت پوښښ کولی شي چې په سیمه کې حالاتو ته تغیر ورکړي.

هغه وویل، «مونږ له هغو پاکستاني ژورنالستانو سره وکتل چې په دې اونۍ کې کابل ته راغلي ول او د سولې د بهیر او په هغې کې د هغوی د رول په هکله مونږ ورسره خبرې وکړې،»‌

خلیلي وویل، د اندونیزیا حکومت هم د افغانستان د سولې بهیر سره خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

هغه وویل، «اندونیزیایان غواړي چې په افغانستان کې روان جنګ ته د پای ټکی کېږدي او ثبات راولي،»

تمه ده چې د اندونیزیا د ولسمشر مرستیال جوسوف کالا او د دغه هېواد د دیني عالمانو ډله په نژدې راتلونکي کې له کابل څخه لیدنه وکړي.‌

تېره میاشت، د خلیلي په مشرۍ یوه هیئت د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو او نورو چارواکو سره په جاکارتا کې ولیدل او د افغانستان د سولې د بهیر په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د سولې شورا هېڅ ماموریت د افغانستان او طالبانو تر منځ د سولې کولو په برخه کې هېڅ تاثیر نه لري.‌

ځواب ورکړئ