د سولې د عالي شورا رییس وایي چې داعش به وځپل شي

سلام ټایمز

بامیان -- پژواک خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ /د اکتوبر ۱۹مه/ راپور ورکړ، چې د سولې د عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي یو ځل بیا په افغانستان کې د شخړې د پای ته رسېدلو لپاره د یوې ملي اجماع او روغې جوړې پر اهمیت ټینګار وکړ.‌

خلیلي دا خبرې د بامیان ولایت په مرکز بامیان ښار کې یوې غونډې ته وکړې.‌

هغه وویل، په افغانستان کې روانه ۴۰ کلنه جګړه باید نور پای ته ورسېږي،‌ او زیاته یې کړه چې «مذهبي او نژادي ټکرونه به مونږ ته هېڅ‌ په لاس رانه کړي.»

خلیلي وویل، که څه هم چې طالبان به دا چانس ولري چې روغه جوړه ورسره وشي، خو داعش او هغه ته ورته نورې ډلې «به وځپل شي».

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500