امنیت

په فراه ولایت کې د زیاتېدونکې نا امنۍ تر شا د روسیې او ایران لاس دی

د سلیمان راپور

په عکس کې د ۲۰۱۷ په لومړیو کې په فراه ښار کې د افغان ځواکونو له خوا نیول شوی روسی توپک ښودل شوی دی. [آرشیف]

په عکس کې د ۲۰۱۷ په لومړیو کې په فراه ښار کې د افغان ځواکونو له خوا نیول شوی روسی توپک ښودل شوی دی. [آرشیف]

کابل -- ځایي چارواکي وایي، په وروستیو اونیو کې په فراه ولایت کې ډېرېدونکې نا امني له طالبانو سره د روسیې او ایران د ملاتړ له امله ده.

طالبانو د فراه ښار سره نژدې یو شمېر امنیتی پوستې نیولي، او د ولایت د امنیه قوماندان په شمول د امنیتي ځواکونو یو شمېر سرتیري یې وژلي دي.

د فراه د والي یوه ویاند ناصر مهري سلام ټایمز ته وویل، «طالبان پلان لري چې د خپلو حملو په سختولو سره فراه په خپل مرکز واړوي، او په دې توګه نورو غربي ولایتونو ته د تأمیناتو لپاره یو دهلېز رامنځته کړي،»

هغه وویل، «په روسیه کې جوړو شويو وسلو او تجهیزاتو، او همدارنګه له طالبانو سره د ایران ملاتړ په فراه کې امنیتي وضعه بدتره کړې ده،»

په دې بې نېټې عکس کې په روسیه کې جوړ د توپک دوربین ښودل شوی چې د سپتمبر په ۲۸مه په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې له طالب اورپکو څخه نیول شوی دی. چارواکي وایي، په فراه ولایت کې له اورپکو څخه دغه ډول وسایل په مکرر ډول نیول شوي دي. [د فراه د والي د رسنیو دفتر]

په دې بې نېټې عکس کې په روسیه کې جوړ د توپک دوربین ښودل شوی چې د سپتمبر په ۲۸مه په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې له طالب اورپکو څخه نیول شوی دی. چارواکي وایي، په فراه ولایت کې له اورپکو څخه دغه ډول وسایل په مکرر ډول نیول شوي دي. [د فراه د والي د رسنیو دفتر]

د افغان ملي اردو یو عسکر د جنورۍ په ۲۸ مه په فراه کې د طالب ضد عملیاتو په ترڅ کې یوه د توپ ګولۍ واروي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو یو عسکر د جنورۍ په ۲۸ مه په فراه کې د طالب ضد عملیاتو په ترڅ کې یوه د توپ ګولۍ واروي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

هغه وویل، «د طالبانو په لاس کې پرمختللې روسۍ وسلې، لکه داسې وسلې چې د شپې په دوربینونو سمبال دي، په مکرر ډول د جګړې په ډګر کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي،» او زیاته یې کړه چې، «د امنیتي ځواکونو له منځه اکثر تلفات د همداسې وسلو په واسطه رامنځته شوي دي.»

د جنورۍ په ۱۸ مه د ولایت د هغه وخت امنیه قوماندان ګلبهار مجاهد سلام ټایمز ته وویل چې روسیه او ایران طالبانو ته پرمختللي وسلې او تجهیزات ورکوي چې په نتیجه کې یې زمونږ اکثر عسکر په داسې وسلو چې د شپې په دوربینونو او لېزر سمبال دي، وژل کیږي.

مجاهد د جنورۍ په ۲۱ مه په فراه ښار کې د سړک د غاړې د یوه بم په وسیله ووژل شو.

د جګړې د ساحې پراخول

د فراه د ولایتي شورا یوه غړي دادالله قانع سلام ټایمز ته وویل، «د جګړې د ساحې په پراخولو سره، روسان او ایرانیان پلان لري چې له فراه ولایت څخه د افغانستان نورو ولایتونو، په ځانګړې توګه لویدیځو او جنوبي ولایتونو ته ټرانزیټي دهلېز جوړ کړي. د هغوی هدف دا دی چې ټولو لویدیځو او جنوبي ولایتونو ته اسان لاسرسی ترلاسه کړي.»

هغه وویل، «که دا هېوادونه په دې بریالي شي چې د طالبانو لپاره داسې یو دهلېز جوړ کړي، هغوی به په لویدیځو او جنوبي سیمو کې طالبانو ته لا نور مالي او تسلیحاتي ملاتړ برابر کړي،»

هغه وویل، «پخوا، ایراني جنرالان فراه ولایت ته راتلل چې طالبانو ته روزنه ورکړي او د جګړې څارنه وکړي. تر دې چې هغوی په جنګ کې هم برخه اخیسته.»

قانع وویل، «که حکومت ژر تر ژره د طالبانو په ماتولو کې پاتې راشي، دا ولایت به د طالبانو لاسونو ته ولوېږي،»

په فراه کې د مدني ټولنې یوه فعال همایون شهید زاده وویل، «له طالبانو څخه د ایران د ملاتړ یو دلیل په فراه کې د بخش اباد بند دی،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «که دا بند جوړ شي، بیا ایران نشي کولی چې د افغانستان له اوبو څخه هغسې ګټه واخلي لکه پخوا یې چې اخیسته. له دې امله، ایران غواړي چې په هر قېمت وي له طالبانو سره مرسته وکړي، او په دې توګه د بند د بشپړېدا مخه ونیسي.»

هغه وویل، «له طالبانو سره د ایران د ملاتړ نور دلایل په دې مشتمل دي چې د پرمختیایي پروژو مخه ونیسي، د نشه ییزو توکو کرنې او قاچاق ته لاره هواره کړي، او ټاپي پروژه، چې له فراه ولایت څخه تېرېږي، مختله کړي،»

شهید زاده زیاته کړه، «ایرانیان د نشه ییزو توکو له قاچاقچیانو سره اړیکې لري. هغوی غواړي چې په فراه ولایت کې د نا امنۍ د رامنځته کولو له لارې په اسانۍ سره نشه ییز توکي قاچاق کړي.»

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه طالبان تر فشار لاندې نیسي

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش وویل، د دغه ګواښ د له منځه وړلو لپاره، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د طالبانو پر ضد عملیات پراخوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «کمانډو ځواکونه، او همدارنګه د افغان ملي اردو نور ځواکونه فراه ولایت ته رارسېدلي، او په پام کې ده چې د طالبانو پر ضد لوی عملیات پیل شي،»

رادمنش وویل، «افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به هېڅکله هم اجازه ورنه کړي چې فراه ولایت د طالبانو لاسونو ته ولوېږي،»

هغه زیاته کړه، «د سیمې د هېوادونو له خوا له طالبانو سره د کېدونکې مرستې په هکله زمونږ روانه څېړنه به دوام ومومي،»

مهري وویل، د جنورۍ په ۲۲ مه، یو شمېر جیګپوړو پوځي او امنیتي چارواکو له فراه ولایت څخه لیدنه وکړه.

هغه وویل، «په دغه ولایت کې د امنیتي وضعې په هکله له بیاکتنې څخه وروسته، هغوی پرېکړه وکړه چې د فراه د امنیتي کمربند په چاپېر څلور پوځي بېسونه جوړ کړي، چې په هغې سره به طالبان نشي کولی چې په دې ولایت کې خپل هدفونه ترلاسه کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانستان، د هغه خلک، او امنیتي ځواکونه، ټول زمونږ اعتماد ته ضرورت لري. مونږ باید یو پر بل اعتماد ولرو او باید تل په یوه زړه او یوه غږ سره متحد واوسو، ځکه، دا افغانستان نه دی چې مونږ پورې تعلق لري، بلکې مونږ یو چې افغانستان پورې تعلق لرو.

ځواب ورکړئ

دا دروغ او فرېبکارۍ ټولې د جنایتکارې امریکا (متحده ایالاتو) کار دی. هغوی کوم مشروع دلیل نه لري. دا ټول دروغ دي.

ځواب ورکړئ