امنیت

افغان جنرال وایي، ایران په پوله ساتو باندې په برید کې 'نېغ په نېغه لاس' لري

د نصیر صالحي راپور

افغان پوله ساتو ځواکونو او د فراه ولایت پولیسو د ۱۳۹۷ د تلې په ۱۵مه د فراه ولایت په بالا بلوک ولسوالۍ کې د طالب اورپکو پر ضد یو نظامي عملیات ترسره کړ. [د فراه ولایت پولیس]‌

هرات -- د یوه جیګپوړي افغان چارواکي په وینا، د فراه ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو په یوه کنډک باندې د طالبانو د یوه وروستي برید تر شا ایران لاس درلود.‌

د طالبانو له خوا د لړم د ۱۵مې برید په افغان سرحدي ځواکونو باندې یو له ډېرو خونړیو بریدونو څخه وو،‌ چې لږ تر لږه ۲۰ تنه عسکر په کې ووژل شول او ۲۰ تنه نور ونیول شول.

د فراه ولایت پخواني امنیه قوماندان جنرال فضل احمد شېرزاد وویل، «د ګاونډي هېواد استخباراتي اداره په دې جنګ کې نېغ په نېغه لاس لري،‌ او وسله والو طالبانو ته مرسته برابروي،»

د شېرزاد اشاره ایران ته وه، ځکه هغه یوازنی ګاونډي هېواد دی چې له فراه ولایت سره پوله لري.

د افغان پوله ساتو ځواکونو غړي د تلې په ۱۵مه د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتو کې برخه اخلي. [د فراه ولایت پولیس]

د افغان پوله ساتو ځواکونو غړي د تلې په ۱۵مه د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتو کې برخه اخلي. [د فراه ولایت پولیس]

په دې عکس کې، د تلې په ۱۵مه د فراه ولایت پخوانی امنیه قوماندان جنرال فضل احمد شېرزاد د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د اورپکو پر ضد د پوځي عملیاتو په ترڅ کې لیدل کیږي. [د فراه ولایتي پولیس]

په دې عکس کې، د تلې په ۱۵مه د فراه ولایت پخوانی امنیه قوماندان جنرال فضل احمد شېرزاد د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د اورپکو پر ضد د پوځي عملیاتو په ترڅ کې لیدل کیږي. [د فراه ولایتي پولیس]

افغان پوله ساتي ځواکونه د تلې په ۱۵مه د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د اورپکو پر ضد عملیات ترسره کوي. [د فراه ولایت پولیس]

افغان پوله ساتي ځواکونه د تلې په ۱۵مه د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د اورپکو پر ضد عملیات ترسره کوي. [د فراه ولایت پولیس]

هغه د لړم په ۱۹مه سلام ټایمز ته وویل، «په دې کې شک نشته چې استخباراتي ادارې... په افغانستان کې په جنک کې د پام وړ رول لوبوي،»

هغه وویل، «دښمن ځواکونه نشي کولی چې یوه ځای پرځای شوي او مقاوم پوځي مرکز او کنډک ته لاره وکړي، له دې امله، په دې کار کې باید نورو مداخله کړې وي، او نورو استخباراتي شبکو هم په دې کې لاس درلود.»

هغه وویل، «په وروستیو وختونو کې په فراه ولایت کې د طالبانو بریدونه زیات شوي او اورپکو ته غټ تلفات وراوښتي دي.‌ په دې کې شک نشته چې طالبان د یوې استخباراتې ادارې له خوا تمویل کیږي.»

د جنرال شېرزاد پرځای د پنجشنبې په ورځ /د لړم ۲۴مه/ جنرال رحمت الله صدیقي په کار وګومارل شو.

په افغانستان کې د لاسوهنې تاریخچه

په هرات ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال، سید اشرف سادات وویل، «ایران د افغانستان په کورنیو چارو کې،‌ او په تېره بیا د نوي او موجود افغان حکومت له واک ته رسېدلو راهیسې، د لاسوهنې یوه اوږده تاریخچه لري،»

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«ایران د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو، په ځانګړې توګه هرات او فراه کې لاسوهنه کوي. په فراه ولایت کې څو ځلې ایرانۍ وسلې موندل شوي، او دا په افغانستان کې د ایران د لاسوهنې یوه ښکاره نښه ده.»

هغه وویل، «په فراه ولایت کې د سرحدي ساتونکو د کنډک پر ضد د ایران له خوا لوبول شوی رول واضح دی. له هر برید څخه وروسته پاتې شوي مدرکونه ثابتوي چې ایران نېغ په نېغه دخیل دی، چې دا په یو شکل د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد د جنګ اعلان دی.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له هغه وخت نه چې نړیوالې ټولنې، په ځانګړې توګه متحده ایالاتو، په افغانستان کې پښه ایښې ده، د روسیې او ایران په څېر هېوادونه ډېرې هڅې کوي چې د متحده ایالاتو ګټو ته زیان ور واړوي،»

د هرات ولایت امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وویل، «دا په زرګونو ټنه چاودېدونکي مواد افغانستان ته له کوم ځای څخه راداخلېږي چې سړکونه، پلونه، جوماتونهدوکانونه او زمونږ ټوله بېخبنا پرې ویجاړیږي؟»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «تاسو وینئ چې د تېر کال په اوږدو کې، پرمختللې وسلې، چې د شپې لیدونکیو دوربینونو باندې مجهزې دي، وسله والو مخالفینو ګروپونو ته ورکړل شوي دي. دا ډېرې پرمختللې وسلې دي چې په لوړه کچه په نښه کوونکې وړتیاوې لري. په نتیجه کې... دا روښانه شوې چې په دې جګړه کې یوه غیرمشروع او ډېره زیاته خطرناکه جبهه تشکیل شوې ده.»

هغه وویل، «دا یو ډېر قوي، پټ لاس دی چې له بده مرغه یې زمونږ پر ضد دا جنګ روان کړی دی، خو مونږ د دغو دښمنانو پر ضد د خپل هېواد له هر انچ خاورې څخه دفاع کوو.»

د ایراني استخباراتو یوه وسیله

د افغان سیاسي کارپوهانو او د مدني ټولنې د فعالانو په وینا، د ایران حکومت طالبان د یوې وسیلې په توګه استعمالوي څو په افغانستان کې خپل سیاسي او استخباراتي هدفونه پرمخ بوځي.

په هرات ولایت کې یوه سیاسي تحلیلګر عبدالقادر کمال وویل، «په دې کې شک نشته چې یو شمېر طالب اورپکي د سیمه ییزو استخباراتي ادرو له له ګوډاګیانو څخه پرته نور هېڅ نه دي، په ځانګړې توګه هغه چې د ایراني سیاستوالو په لاسونو لوبول کېږي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د ایران لاسوهنه، دواړه هم پټه او هم ښکاره، یو له هغو عواملو څخه ده چې په فراه ولایت کې د ناامنۍ او کړکېچ له پراختیا سره مرسته کوي،»

هغه وویل، «ډېرو جیګپوړو افغان پوځي چارواکو، او په فراه کې ځینې محلي چارواکو ویلي چې ایران په فراه کې په جګړه کې نېغ په نېغه لاس لري، نو حتمي به داسې باوري او د نه انکار وړ شواهد او اسناد موجود وي، چې د هغو په اساس افغان چارواکي دغه ډول څرګندونې کوي.»

هغه وویل، «دا ښیي چې ایران په فراه کې په جنګ کې ښکېل دی او طالبانو ته یې د شپې لیدونکو دوربینونو باندې مجهزو وسلو په شمول پرمختللې وسلې ورکړي دي،»

د ایران په دښمنۍ کې 'شک نشته'

په فراه ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال، حمیدالله فاروقي سلام ټایمز ته وویل، «په دې کې شک نشته چې ایران په فراه ولایت کې د سرحدي ځواکونو د کنډک په سقوط کې رول لوبولی دی،»

هغه وویل، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ عسکر په زرګونو طالب جنګیالیو ته روزنه ورکوي، «او د هغوی هدف دا دی چې فراه ولایت ونیسي او د بخش اباد بند د جوړونې مخنیوی وکړي،»

هغه وویل،‌«د ایران سیاسي او ستراتیژیک هدف په بخش اباد بند باندې متمرکز دی، څو د بند اوبه په وړیا ډول ایران ته لاړې شي. همدارنګه، ایران غواړي چې د متحده ایالاتو له خوا په هغوی باندې د لګول شویو اقتصادي بندیزونو په وړاندېیوه لاسته راوړنه وکړي.»

هغه وویل، «البته، دا د ایران د لاسوهنې یوازنۍ بېلګه نه وه،»

د غوایي په میاشت کې، طالب جنګیالیو، چې ایران یې مرسته کوله، هڅه وکړه چې د فراه ولایتي مرکز ونیسي،‌ خو د افغان او ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو له خوا له یوې ورځې جنګ څخه وروسته په شا وتمبول شول.

فاروقي وویل، «له دې امله، دا شونې ده چې په راتلونکي کې به طالبان هڅه وکړي چې په فراه ولایت کې په نورو کنډکونو او ولسوالیو باندې بریدونه ترسره کړي،»

هغه وویل، «په افغانستان کې د ایران مستقیمه لاسوهنه او ښکېلتیا په حقیقت کې د افغان حکومت او د افغانستان د خلکو پر وړاندې د ایران د دښمنۍ اعلان دی،»

د افغان ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان جنرال نورالله قادري په یوه پخوانۍ مرکه کې سلام ټایمز ته ویلي وو، «د غوایي د ۲۵مې برید ته په کمه او د ساده مسئلې په سترګه مه ګورئ،»

هغه وویل، «دا برید پلان شوی او وار له مخه پرې کار شوی وو. مونږ له ایران سره ۲۹۰ کیلومتره اوږده ګډه پوله لرو، دا هغه هېواد دی چې مونږ یې دوست بولو، خو پر عکس یې، ایران زمونږ دښمن دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500