امنیت

د افغانستان د استخباراتو رییس وایي، روسیه او ایران د طالبانو ملاتړ کوي

د سلیمان راپور

د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي د ۲۰۱۸ د فبرورۍ په ۴ مه له بي بي سي پاړسي سره په یوه مرکه کې وویل، داسې شواهد شته چې ثابتوي چې روسیه او ایران د افغان طالبانو ملاتړ کوي. [د بي بي سي پاړسي له ویډیو نه اخیستل شوی عکس]

د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي د ۲۰۱۸ د فبرورۍ په ۴ مه له بي بي سي پاړسي سره په یوه مرکه کې وویل، داسې شواهد شته چې ثابتوي چې روسیه او ایران د افغان طالبانو ملاتړ کوي. [د بي بي سي پاړسي له ویډیو نه اخیستل شوی عکس]

کابل -- د افغانستان د ملي امنیت رییس محمد معصوم ستانکزي تېره اونۍ وویل، په دې کې شک نشته چې روسیه او ایران طالبانو ته ملاتړ برابروي.

ستانکزي د فبرورۍ په ۴ مه له بي بي سي پاړسي سره په یوه مرکه کې وویل،‌«موجود شواهد دا ثابتوي چې روسیه او ایران طالبانو ته یو څه مرسته برابروي، خو د معلوماتو په هکله یې کافي اندازه تبلیغات نه دي شوي،»

هغه وویل، «ایران او روسیې له طالبانو سره په دې پلمه ارتباطات جوړ کړي چې ګوا دغه ډله د تش په نامه داعش شبکې په وړاندې جنګ کوي،»‌

ستانکزی تر ټولو لوړپوړی افغان چارواکی دی چې دغه ډول تورونه لګوي.‌

په دې بې نېټې عکس کې په روسیه کې جوړ د ټوپکو دوربینونه ښودل شوي چې د ۲۰۱۷ د سپتمبر په ۲۸ مه په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې له طالب اورپکو څخه نیول شوي دي. [د فراه د والي د رسنیو دفتر]‌

په دې بې نېټې عکس کې په روسیه کې جوړ د ټوپکو دوربینونه ښودل شوي چې د ۲۰۱۷ د سپتمبر په ۲۸ مه په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې له طالب اورپکو څخه نیول شوي دي. [د فراه د والي د رسنیو دفتر]‌

د افغانستان لوی درستېز ډګرجنرال محمد شریف یفتلياو نورو امنیتي سرچینو پخوا ویلي وو چې ایران او روسیه دواړه افغان طالبانو ته مالي او تسلیحاتي ملاتړ برابروي.

یو زهري ارتباط

افغان قانون جوړوونکي او امنیتي تحلیلګران وایي، له طالبانو سره د روسیې او ایران ارتباطات له هغه څه نه، چې پخوا افشا شوي وو، ډېر پراخ دي.‌

په ولسي جرګه کې د کوچي اقلیت استازې هیلۍ ارشاد سلام ټایمز ته وویل، «د مسکو او تهران له خوا له طالبانو سره په مالي او تسلیحاتي مرسته کې ډېرښت د دې سبب شویچې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د جنګ ساحه پراخه شي،»

هغې زیاته کړه، «د روسیې او ایران له خوا له طالبانو سره شوی ملاتړ له هغه څه نه، چې امنیتي سرچینو او د ملي امنیت رییس وخت په وخت پرې خبرې کړي،‌ ډېر زیات دی،»

مېرمن ارشاد وویل، «طالبانو ته د پوځي او مالي ملاتړ په برابرولو سره، اصلاً روسیې او ایران د افغانستان د خلکو، حکومت او نړیوالو ملاتړو پرضد جنګ اعلام کړی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د طالبانو ملاتړي ایسار کړي.»‌

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر میاګل وثیق هم د روسانو او ایرانیانو له خوا له طالبانو سره دکېدونکې مرستې د اندازې په هکله عین ډول اندېښنې څرګندې کړې.

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «اصلاً، کله چې طالبانو ته د دغو هېوادونو له خوا د ورکول شوې مرستې خبره شي، حکومتي چارواکي همېشه له احتیاط نه کار اخلي، خو د هرې ورځې په تېرېدلو سره به له ترهګرو ګروپونو سره د ایراني او روسي استخباراتي ادارو د ارتباطاتو په هکله حقیقتونه څرګند شي.»

وثیق وویل، «له دغو حقیقتونو څخه یو دا دی چې زمونږ په هېواد کې د جنګ میدانونه ګرم ساتل شوي دي، او د دغه ډول ګرموالي دلیل هغه پیسې دي چې له یادو هېوادونو څخه راځي،»‌

هغه زیاته کړه، «دا منطقي کار نه دی چې یو ترهګر ګروپ په دې پلمه حمایه کړای شي چې له بل ترهګر ګروپ سره جنګ کوي.که روسیه او ایران په ریښتیا غواړي چې د داعش مخه ونیسي، بیا تر ټولو ښه او ډېره منطقي لاره دا ده چې له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.»

د جګړې اور ته پکی وهل

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر عبدالمعین معین سلام ټایمز ته وویل، «پراخ شواهد موجود دي او ښیي چې ایران او روسیه د افغانستان په لویدیځو، جنوبي او شمالي سیمو کې طالبانو ته وسلې او مالي مرستې ورکوي،»

هغه وویل،‌«د طالبانو د حمایه کولو له لارې، روسان غواړي چې په افغانستان کې جنګ دوام وموميچې د دې جنګ لمبې روسیې یا هغو هېوادونو ته، چې روسیه یې ملاتړ کوي، ونه رسیږي،»‌

هغه وویل،‌ «روسیې او ایران د ترهګرو او افراطي ګروپونو د حمایه کولو له لارې زمونږ د هېواد او سیمې امنیت او نظم کمزوری کړی دی،»

معین، چې د هیلۍ ارشاد غږ یې غبرګ کړ، وویل، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا «باید دا هېوادونه ایسار کړي».‌

هغه وویل، «هر هېواد، چې غواړي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړي، باید افغان امنیتي ځواکونو ته مالي او تسلیحاتي ملاتړ برابر کړي، نه طالبانو یا نورو وسله والو مخالفو ګروپونو ته،»‌

په کابل پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو یوه محصل فاروق عظیمي وویل، له طالبانو سره د روسیې او ایران مرسته «د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بلل کیږي».

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ دغه ډول ملاتړ «په نړیواله سطحه د منل شویو اصولو او قواعدو څخه ښکاره سرغړونه ده».‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

محترم ساتنګ زی صیب سلام. بعد، په یقین سره زه غواړم ولیکم چې شخصاً تاسو او ستاسو د حکومت لوړ رتبه مقامات په مطلق ډول د وطن او د وطن د خلکو په مقابل کې صادق نه دي او له دې امله تاسو او ستاسو په څېر نور په یوه او بل وطن باندې ملامتیا ور اچوي. که تاسو په ریښتیا سره صادق او اصیل افغان یئ بیا نو په واقعیت سره چې دلته به هېڅ ستونزه نه وي.‌ هره ستونزه به یوه په یوه ختمه شي او په وطن کې به ثبات راشي. محترمه،‌ لطفاً د نورو ملامتول بند کړئ، نور هیڅ نه. لطفاً ما بېرته پوه کړئ.‌

ځواب ورکړئ

خوست، افغانستان

ځواب ورکړئ

دا منو چې ایران او روسان د طالبانو ملاتړ کوي لاکن د طالبانو او نورو ترهګرو مور (پاکستان) مه پرېږدئ چې د ارام ساه واخلي. فشار په پاکستان ور ولئ ځکه په دې سیمه کې د ترهګرو پالنه، روزنه او سمبالونه تر ډېره حده پنجابي جنرالان کوي.

ځواب ورکړئ