سياست

قانون جوړونکي وایي، روسیه هڅه کوي چې د افغانستان په سیاست کې قومي ترینګلتیاوې راوپاروي

د سلیمان راپور

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخارووا د ډسمبر په ۲۸مه د ۲۰۱۸ په جولای کې د ولسي جرګې او په ۲۰۱۹ کال کې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په اشارې سره وویل 'مونږ تمه لرو چې د افغانستان مشران به وکولی شي چې یوه متوازنه کورنۍ پالیسي وساتي او دې ته به اجازه ورنه کړي چې افغان ټولنه په قومي حساب سره ووېشل شي'. دا بیان د افغان قانون جوړونکیو د غوسې سبب وګرځېد. [د روسیې د بهرنیو چارو وزارت]

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخارووا د ډسمبر په ۲۸مه د ۲۰۱۸ په جولای کې د ولسي جرګې او په ۲۰۱۹ کال کې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په اشارې سره وویل 'مونږ تمه لرو چې د افغانستان مشران به وکولی شي چې یوه متوازنه کورنۍ پالیسي وساتي او دې ته به اجازه ورنه کړي چې افغان ټولنه په قومي حساب سره ووېشل شي'. دا بیان د افغان قانون جوړونکیو د غوسې سبب وګرځېد. [د روسیې د بهرنیو چارو وزارت]

کابل -- افغان قانون جوړوونکي «په قومي حساب د افغان ټولنې د وېش» په هکله د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت بیان ننګوي، او هغه د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په توګه غندي.

روسیې د تاوتریخوالي د زیاتولو په برخه کې وروستۍ هڅې د ډسمبر په ۱۸مه د بلخ د والي عطامحمد نور د استعفا په سر د رامنځته شوې شخړې په ترڅ کې پیل کړې.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخارووا د ډسمبر په ۲۸ مه وویل، «د بلخ د والي عطامحمد نور د استعفا په ارتباط، مونږ تمه لرو چې د افغانستان مشران به وکولی شي چې یوه متوازنه کورنۍ پالیسي وساتي او پرې به نه ږدي چې افغان ټولنه په قومي حساب سره ووېشل شي، او نه هم د ۲۰۱۸ په جولای کې د ولسي جرګې او په ۲۰۱۹ کال کې د ولسمشرۍ په را روانو انتخاباتو کې د قومي اقلیتونو له حقونو څخه سرغړونه وشي،»

'زیاتېدونکې قومي او سیاسي ترینګلتیاوې'

افغان قانون جوړوونکي وایي، په بلخ ولایت کې د سیاسي خوځښت په وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت عکس العمل وضعه د تخریب حد ته رسوي.

په روسیه کې جوړ د ټوپکو دوربینونه، چې په دې بې نېټې عکس کې ښودل شوي، د ۲۰۱۷ د سپتمبر په ۲۸مه په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې له طالب اورپکو څخه نیول شوي دي. [د فراه د والي د رسنیو د دفتر له خوا اخیستل شوی عکس]

په روسیه کې جوړ د ټوپکو دوربینونه، چې په دې بې نېټې عکس کې ښودل شوي، د ۲۰۱۷ د سپتمبر په ۲۸مه په فراه ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې له طالب اورپکو څخه نیول شوي دي. [د فراه د والي د رسنیو د دفتر له خوا اخیستل شوی عکس]

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف (ښی) او د هغه سرپرست افغان سیال صلاح الدین رباني د ۲۰۱۷ د فبرورۍ په ۷ مه په مسکو کې د یوې کتنې په ترڅ کې یوه سالون ته ننوځي. د افغانستان د داخلي سیاسي چارو په هکله د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت وروستۍ تبصرې د افغان قانون جوړوونکیو د انتقادونو سبب شوي دي. رباني د اسلامي جمعیت د ګوند، چې عطا نور هم په کې دی،‌ مشر دی.‌ [کیریل کودریاوسټېف/ای اېف پي]‌

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف (ښی) او د هغه سرپرست افغان سیال صلاح الدین رباني د ۲۰۱۷ د فبرورۍ په ۷ مه په مسکو کې د یوې کتنې په ترڅ کې یوه سالون ته ننوځي. د افغانستان د داخلي سیاسي چارو په هکله د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت وروستۍ تبصرې د افغان قانون جوړوونکیو د انتقادونو سبب شوي دي. رباني د اسلامي جمعیت د ګوند، چې عطا نور هم په کې دی،‌ مشر دی.‌ [کیریل کودریاوسټېف/ای اېف پي]‌

په ولسي جرګه کې د بلخ ولایت استازې ګلالۍ نور ساپي سلام ټایمز ته وویل، «د هغه څه پرعکس چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي، دا اصلاً د اکثریت یا اقلیت مسئله نه ده. د قانون په وړاندې ټول افغانان سره برابر حقونه او وجایب لري، خو د داسې موقفونو په نیولو سره، روسان هڅه کوي چې زمونږ په هېواد کې قومي او سیاسي ترینګلتیاوې زیاتې کړي.»

هغې وویل، «د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت او ... د روسي رسنیو ... له خوا د یوه ځانګړي شخص یا ګروپ په ملاتړ بیانونه ورکول د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې مثالونه دي. دا به زمونږ په هېواد کې د سیاسي او نظامي بې ثباتۍ سبب وګرځي، او دا ډېرې زیاتې ستونزې رامنځته کوي.»

هغې وویل، «افغان حکومت باید له دپلوماتیکو لارو څخه د روسانو له خوا نیول شوی موقف تعقیب کړي،»

د افغانستان د مشرانو جرګې مرستیال محمد آصف صدیقي سلام ټایمز ته وویل، «له افغان افرادو، ګوندونو یا نورو سیاسي حرکتونو څخه د روسانو مستقیم او غیرمستقیم ملاتړ د افغانستان له قوانینو او همدارنګه په نړیواله سطحه منل شویو اصولو او قواعدو سره په ټکر کې دی. هغه همدارنګه د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې یوه څرګنده قضیه ده.»

هغه وویل،مسکو په افغانستان کې د طالبانو او ځانګړیو سیاسي کړیو په ملاتړ کولو سره هڅه کوي چې د افغانستانسیاسي سیستم ویجاړ کړي،»

صدیقي وویل، «روسانو په خپل نظر تل داسې ښودلي چې هغوی به مرسته وکړي... چې په افغانستان کې سوله راشي،‌ خو په حقیقت کې هغوی ډېره هڅه کوي چې زمونږ په هېواد کې تاوتریخوالی او بحران رامنځته کړي.»

هغه وویل، د روسانو سیاسي او نظامي لاسوهنه د دې سبب شوه چې په ۲۰۱۵ کال کې کندوز د طالبانو لاس ته ولوېږي او مرسته یې وکړه چې دغه ډله د یاد ښار د بیا نیولو هڅې وکړي.

صدیقي وویل، «روسیه د افغانستان د ورانولو او بدبختیو یو له لویو عواملو څخه ده. زمونږ هېواد په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل راهیسې د جنګ او شخړو په لمبو کې سوزوي. روسان له دوه میلیونو څخه د ډېرو افغانانو د مړینې یا معیوبیت مسؤل دي.»

په افغانستان کې د روسیې 'ویجاړوونکی رول'

د کابل پوهنتون یوه ۲۵ کلن محصل محمد شفیق سلام ټایمز ته وویل، «روسیه له نژدې څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان کې یو منفي او ویجاړوونکی رول لوبوي،»

هغه وویل، «طالبانو ته د مالي او وسله وال ملاتړ د برابرولو له لارې، روسان غواړي چې له غرب څخه انتقام واخلي، او په عین حال کې د دې سبب کیږي چې د ترهګرۍ پر ضد د نړیوالې ټولنې مبارزه ناکامه شي.»

د سیاسي چارو یوه تحلیلګر او د پکتیکا ولایت پخواني والي امین الله شارق، چې اوس په کابل کې مېشت دی،‌ وویل، «روسانو خپلو هدفونو ته د رسېدلو لپاره، په افغانستان کې له یو شمېر بانفوذه سیاسي او قومي مشرانو سره، په ځانګړې توګه په شمالي ولایتونو کې نژدې اړیکې جوړې کړي دي. تر دې پورې چې هغوی له دغو افرادو سره په دې ولایتونو کې د وسلو او مهماتو مرسته کړې ده.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د افغان حکومت د سیاسي او نظامي مخالفینو د ملاتړ کولو له لارې، روسان غواړي چې افغانستان د نورو هېوادونو د نیابتي جګړو لپاره د جګړې په ډګر واړوي،»‌

هغه وویل، «د روسیې له خوا زمونږ په کورنیو چارو کې د لاسوهنې او همدارنګه د ترهګرو ډلو د ملاتړ له کبله زمونږ په هېواد کې جګړه پای ته نه ده رسېدلې. پر عکس یې، اوس د افغانستان نسبتاً امن شمالي ولایتونه هم نا امنه شوي دي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

بدبختانه، چې دا پخپله د حکومت د خامو، نامناسبو او په توپیري چلند ولاړو پالیسیو غلطي ده، چې د هرې ورځې په تېرېدلو سره د هېواد د بې ثباتۍ له ډېرېدلو سره مرسته کوي او د افغانستان د ورونو قومونو تر منځ اختلافات رامنځته کوي. حکومتي سیستم د خپلې واکمنۍ په بهیر کې، تل کوشش کړی چې په سیاست او قدرت کې د نورو قومونو برخه اخیستنه له پامه وغورځوي، حتی په داسې حساسو او بحراني شرایطو کې، د هېواد مشران په بېلابېلو بهانو له واکه لیرې کړای شول.‌ دا ښکاره خبره ده، چې د لیرې کولو او توپیري چلند داسې شرموونکې پالیسۍ منفي نتیجه لري، ځکه، کله چې تاسو کوکنار کرئ تاسو نشئ کولی چې د زعفرانو فصل ترې ټول کړئ! په دې توګه، د یوې ښې نتیجې د ترلاسه کولو پرځای، د حکومتولۍ داسې یو میتود به خلک سره ووېشي او خارجیانو ته به لا نور فرصتونه په لاس ورکړي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

ځواب ورکړئ