امنیت

د روسیې له خوا د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې ردول د کرېملېن اصلي هدفونه را لوڅوي

د سلیمان راپور

د روسیې تشریفاتي ګارډ د وږي په ۲ مه په مسکو کې د 'سپاسکایا برج' د نړیوال پوځي او موزیک فسټیوال په ترڅ کې اجرا کوي. افغان تحلیلګران وایي، د مسکو دا هڅې، چې د افغانستان په هکله د سولې د یوه کانفرانس کوربه توب کوي، د ځان په ګټه کارونه دي. [الیګزاندر نیمینوف/ای اېف پي]‌

د روسیې تشریفاتي ګارډ د وږي په ۲ مه په مسکو کې د 'سپاسکایا برج' د نړیوال پوځي او موزیک فسټیوال په ترڅ کې اجرا کوي. افغان تحلیلګران وایي، د مسکو دا هڅې، چې د افغانستان په هکله د سولې د یوه کانفرانس کوربه توب کوي، د ځان په ګټه کارونه دي. [الیګزاندر نیمینوف/ای اېف پي]‌

کابل -- د افغان حکومت او روسیې تر منځ په مسکو کې د سولې د یوه کانفرانس په هکله وروستۍ خبرې یوې هوکړې ته په رسېدلو کې ناکامې شوې، ځکه روسي مقامات د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې د په رسمیت پېژندلو مخالفت کوي.

د مسکو په مشرۍ یو کانفرانس، چې اصلاً د وږي ۱۳مه یې نېټه ټاکل شوې وه، وروسته له هغه ناکام شو،‌چې افغانستان او متحده ایالاتو په کې له برخه اخیستنې څخه انکار وکړ.

یوه افغان پلاوي د وږي په ۲۸مه له مسکو څخه د دې لپاره لیدنه وکړه چې د یوې نوې غونډې د جزیاتو په هکله خبرې اترې وکړي.‌

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند، صبغت الله احمدي، د تلې په ۳ مه سلام ټایمز ته وویل، «د بهرنیو چارو د وزارت پلاوي، چې تېره اونۍ روسیې ته تللی وو، له روسي چارواکو سره د دې جزیاتو په هکله خبرې وکړې چې د مسکو غونډه باید په څه ډول ترسره شي، خو دغه کتنه په ښکاره یوه ناکامه کتنه وه،»

افغان ولسمشر اشرف غني د ۱۳۹۴ د چنګاښ په میاشت کې د روسیې په اوفه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ګوري. [کرېملېن]

افغان ولسمشر اشرف غني د ۱۳۹۴ د چنګاښ په میاشت کې د روسیې په اوفه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ګوري. [کرېملېن]

په روسیه کې جوړ رایفل سکوپونه، چې په دې بې نېټې عکس کې ښودل شوي، د تلې په ۶ مه په فراه ولایت کې د افغانانو د عملیاتو په ترڅ کې له طالب اورپکو څخه نیول شوي دي. چارواکي وایي، چې عسکرو څو ځلې په دغه ولایت کې له اورپکو څخه دا ډول تجهیزات نیولي دي. [آرشیف]‌

په روسیه کې جوړ رایفل سکوپونه، چې په دې بې نېټې عکس کې ښودل شوي، د تلې په ۶ مه په فراه ولایت کې د افغانانو د عملیاتو په ترڅ کې له طالب اورپکو څخه نیول شوي دي. چارواکي وایي، چې عسکرو څو ځلې په دغه ولایت کې له اورپکو څخه دا ډول تجهیزات نیولي دي. [آرشیف]‌

احمدي وویل، «افغان پلاوي خپلې غوښتنې او نظریې له روسي مقاماتو سره شریکې کړې، او روسانو خپل نظرونه له مونږ سره شریک کړل. البته، زمونږ پلاوی له روسانو سره یوې واضح نتیجې ته ونه رسېد،»

هغه وویل، «مسکو ته زمونږ له شرطونو څخه یو دا وو چې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د پروسې مالکیت او مشري په رسمیت وپېژني،»

هغه زیاته کړه، د یوې غونډې له رامنځته کېدلو څخه مخکې، «دا لازمه ده چې له روسانو سره یوه پوهاوي ته ورسېږو. ځینې پاتې او نه حل شوې مسئلې لا اوس هم موجودې دي،‌ او دا روښانه نه ده چې د مسکو غونډه به کله او څنګه ترسره شي،»

احمدي وویل، «مونږ هر هغه هېواد ته، چې غواړي له افغانستان سره د سولې په رامنځته کولو کې مرسته وکړي، ښه راغلاست وایو،‌ خو په دې شرط چې مذاکرات د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت ترسره شي.‌ هر هېواد، چې له دې سره علاقه مندي لري چې له افغانستان سره د سولې په پروسه کې مرسته وکړي، باید خپل مرسته او ملاتړ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مشروع حکومت له لارې وړاندې کړي.»

هغه وویل، د کابل او مسکو تر منځ اختلافاتو کې داسې مسایل موجود ول لکه دا چې «د غونډې مشري به څوک کوي، کله به ترسره کیږي، او په کومو مسایلو باندې به بحث کیږي. په نتیجه کې، غونډه ونشوه،»

نه حل شوي اختلافات

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر، توریالي غیاثي، سلام ټایمز ته وویل، «کابل او مسکو د مهمو مسایلو په سر اساسي اختلافات لري،»

هغه وویل، «افغان مشران غواړي چې د روسیې په شمول هېوادونه طالبان دې ته ورټېل وهي چې له افغان حکومت سره په مستقیمو مذاکراتو کې ښکېل شي او دغه هېوادونه د سولې د پروسې مشري په لاس کې وانه خلي. د افغان حکومت بله غوښتنه دا ده چې طالبانو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې په نړیوالو کانفرانسونو کې برخه واخلي ځکه چې دا کار هغوی ته مشروعیت ورکوي.»

غیاثي وویل، «د جروبحث بل ټکی دا دی چې کابل غواړي چې په دې غونډه کې د خپلو سولې اړوند مسایلو په هکله خبرې اترې وکړي، بلکې همدارنګه د غونډې مشري او مدیریت هم وکړي،‌ خو روسان له دې شرایطو سره موافق نه دي.»

افغان سیاسي تحلیلګران استدلال کوي، چې د «سولې» د غونډې له جوړولو څخه د روسانو هدف دا نه دی چې افغانستان ته سوله راشي بلکې هدف یې دا دی چې خپل مقصدونه وپالي.‌

په کابل کې د سیاسي علومو تحلیلګر، سید حامد انوري، سلام ټایمز ته وویل، «د روسانو اراده دا نه ده چې د دې غونډې په ترسره کولو سره د افغانستان د سولې پروسه کې مرسته وکړي،»

هغه وویل،‌ «پرځای یې، روسیه غواړي چې خپله اجندا پر مخ بوځي -- او یوه یې دا ده چې د مسکو پر ضد له طالبانو څخه د ملاتړ موجود انتقادونه کم کړي،»

انوري وویل، «روسان د مسکو د غونډې په ترسره کولو د دې لپاره تاکید کوي چې هغوی غواړي چې د افغان حکومت او متحده ایالاتو له خوا کېدونکې د سولې هڅې تر پوښتنې لاندې راولي،»

هغه زیاته کړه، «د سولې مذاکرات د افغانانو ملي پروسه ده. د روسانو له خوا د دغو خبرو په ترسره کولو او مشرۍ کولو باندې تاکید د افغانستان د ملي او بهرنیو تګلارو پر ضد کار دی،»

د افغانستان د ګټو پر ضد

د ولسمشرغني د ویاند یوه پخواني مرستیال، نجیب الله ازاد، سلام ټایمز ته وویل، «روسانو داسې یو بلاک، چې ایران او پاکستان په کې شامل دي، جوړ کړی چې وکولی شي چې له هغه ملاتړ او همکارۍ څخه په استفادې سره، چې هغوی یې له طالبانو څخه ترلاسه کوي، په افغانستان کې د افغان حکومت او...د متحده ایالاتو هڅې کمزورې کړي،»

هغه وویل،‌«دا د لمر په څېر روښانه شوې چې روسان د طالبانو ملاتړ کوي. د غونډو ترسره کولو په څېر داسې غولوونکیو هڅو ... له لارې، هغوی غواړي د نړۍ نورو هېوادونو ته وښیي چې مسکو په افغانستان کې د سولې په لټه کې دی، نه د جګړې، او له همدې امله هغوی له طالبانو سره تقلبي اړیکې لري،»

ازاد وویل، «خو حقیقت بېخي سرچپه دی. نه له طالبانو سره د مسکو د ارتباط او نه د داسې غونډو د ترسره کولو هدف دا دی چې سولې ته لاره هواره کړي،»

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل،‌ «د افغانستان نړیوالو شریکانو، چې له تېرو ۱۷ کالو راهیسې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې د افغانستان ملاتړ کړی دی، تل ویلي دي چې د سولې خبرې باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره شي،»

ازاد وویل، «اوس، روسان، چې د ترهګرۍ پر ضد د افغانستان د جګړې په ملاتړ کولو کې یې هېڅ رول نه دی لوبولی،‌ غواړي چې دا غونډه ترسره کړي او مشري یې وکړي.‌ دا نه د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ ده او نه د حکومت لپاره.»

ازاد استدلال وکړ، «روسان دا حق نه لري چې د افغانستان د سولې غونډه ترسره کړي یا یې مشري وکړي.‌ که چېرې داسې یوه غونډه ترسره شي، هغه به د افغان حکومت له برخه اخیستنې څخه پرته بې نتیجې وي،»

هغه وویل، «هره هغه غونډه یا کانفرانس، چې د افغان حکومت او د نړیوالو شریکانو غوښتنې په پام کې نه نیسي، هغه به د سولې په پروسه کې مرسته ونه کړي، پرعکس یې،‌ هغه به د افغانستان د جګړې د نویو اړخونو او بعدونو په رامنځته کولو سره دغه پروسه لا نوره پېچلې کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

یو طرفه لیکنه نه یواځې دا چې ارزښت نه لري، بلکي د ویونکي وخت ضایع کوي او د پاڼې ارزښت کموي.

ځواب ورکړئ