ديپلوماسي

په جلال اباد کې له ۱۳۰۰ څخه ډېرو دیني عالمانو او زده کوونکیو د سولې لپاره غونډه وکړه

د خالد زېري راپور

له ۱۳۰۰ څخه ډېر دیني عالمان او د مدرسو طالبان د لړم په ۱۵مه د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد په شېرزي لوبغالي کې راټول شول ترڅو د سولې پروسې څخه ملاتړ څرګند کړي او اورپکي د اوربند منلو ته وهڅوي. [د ننګرهار د والي دفتر]‌

له ۱۳۰۰ څخه ډېر دیني عالمان او د مدرسو طالبان د لړم په ۱۵مه د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد په شېرزي لوبغالي کې راټول شول ترڅو د سولې پروسې څخه ملاتړ څرګند کړي او اورپکي د اوربند منلو ته وهڅوي. [د ننګرهار د والي دفتر]‌

جلال اباد -- له ۱۳۰۰ څخه ډېر دیني عالمان او د مدرسو طالبان د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې راټول شول ترڅو د سولې له روانې پروسې څخه ملاتړ څرګند کړي او په ښکېلو لوریو باندې غږ وکړي چې اوربند ومني.

ډیری برخه وال د ننګرهار ولایت دیني عالمان او د کلیوالو سیمو ملا امامان ول.

د کونړ ولایت یوه دیني عالم مولوي ضیاءالرحمان الله یار د لړم په ۱۵مه غونډې ته په وینا کې وویل، «خلک نشي کولی چې نور دا جنګ وزغمي. حکومت او طالبان باید د سولې خبرې چټکې کړي او یوه سوله ییز حل ته د رسېدلو لپاره ګټور ګامونه واخلي.»

الله یار وویل، د بین الافغاني خبرو د دوام لپاره اوربند ضروري دی.

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د لړم په ۱۵مه د ښځینه دیني عالمانو په ګډون په لسګونو ښځو د سولې د غوښتنې په غونډه کې برخه واخیستله. [د ننګرهار د والي دفتر‌]

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د لړم په ۱۵مه د ښځینه دیني عالمانو په ګډون په لسګونو ښځو د سولې د غوښتنې په غونډه کې برخه واخیستله. [د ننګرهار د والي دفتر‌]

هغه وویل، «دا وخت په ولایتونو کې جنګ روان دی. طالبان ادعا کوي چې دوی غواړي سوله وکړي خو تاوتريخوالي ته دوام ورکوي. دا د حل لاره نه ده.»

هغه وویل، «طالبان باید لومړی په اوربند باندې توافق وکړي او بیا د یوې تلپاتې سولې لپاره خبرې وکړي. دا جنګ زموږد دیني عالمانو لپاره د منلو وړ نه دی. دا د وروروژنې جنګ طالبانو پیل کړی دی.»

دیني عالم سید باهر د غونډې برخه والو ته وویل، «طالب مشران په قطر کې ناست دي او د سولې په هکله خبرې کوي، په داسې حال کې چې خپلو جنګیالیو ته امر کوي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات کړي. دا څه ډول سوله او مذهب دی؟ دا د منلو وړ نه ده.»

په تعلیمي مرکزونو باندې بریدونه د اسلام خلاف دي

همدارنګه، دیني عالمانو په کابل کې په تعلیمي مرکزونو باندې وروستي بریدونه وغندل، او ویې ویل، چې دغه عمل له اسلامي احکامو څخه سرغړونه ده.

د فخریې په نامه یوې دیني عالمې چې په غونډه کې یې برخه اخیستې وه، رسنیو ته وویل، «موږ غواړو چې ښارونه مو خوندي وي، او افغانان وکولی شي چې ښوونځيو او مدرسو ته لاړ شي، هر څوک وکولی شي چې ژوند او کار وکړي، خوښ اوسي او جنګ پای ته ورسیږي.»

هغې وویل، «که موږ ګاونډیو هېوادونو ته وګورو، هلته هېڅ وروروژنه نشته؛ هغوی هم په اسلام باندې عمل کوي. اسلام د وژنې دین نه دی بلکې د سولې دین دی.»

فخریې په کابل پوهنتون باندې د لړم په ۱۲مه د داعش له خوا شوي برید ته اشاره وکړه چې ۲۲ کسان په کې ووژل شول او ۲۷ نور ټپیان شول. د دغو قربانیانو ډېر شمېر محصلان ول.

هغې وویل، «هغوی هلته کوم غیر اسلامي موضوعات نه تدریسول؛ هغوی نوي نسل ته د افغانستان د ښېرازۍ روزنه ورکوله. دا روښانه ده چې دا جنګ د اسلام لپاره نه دی.»

د سید ولی الله په نامه یوه بل دیني عالم په غونډه کې وویل، «هر څوک چې د اسلام په هکله ابتدایي معلومات هم ولري او جاهل نه وي هغه به خپل ښوونځي ویجاړ نه کړي او نه به په تعلیمي مرکزونو باندې برید وکړي.»

هغه وویل، «لاکن دا د داسې خلکو کار دی چې بهرنیو استخباراتي ادارو یې مغزونه وینځلي ترڅو خپل وطن ویجاړ کړي. موږ باید په خپلو پوهنتونونو او مدرسو کې د وطنپالنې د تدریس له لارې دا ذهنیت بدل کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پخوا یو وخت یوه حاکم ځینې پلونه او پلچکونه جوړ کړي وو. حاکم بدل شو او پرځای یې نوی حاکم راغی، چې تل به یې د پخواني والي بد ویل او ویل به یې چې هغه یوازې یو څو واړه پلچکونه جوړ کړي دي. که په ژمي کې به سېلاوونو یو څه خس خاشاک راوړل، هغو به د پلچک لاندې برخه بنده کړه او اوبه به د پله او سرک په سر واوښتلې او پول به یې په اسانۍ سره خراب کړ. وروسته له هغه چې والي به دا خبرې وکړې، ټولو خلکو به د هغه خبرې تکرارولې او همدا خبرې به یې کولې چې پول او پلچک په صحیح توګه نه دی جوړ شوی، او هغه به ویجاړ شي. د حاکم له خبرو نه مخکې، هیچا هم حتی دا ګومان نه کاوه او نه یې فکر کاوه او نه پوهېدل چې څنګه یو پولچک جوړ کړي. اوس مونږ هم له خارجیانو نه دا غونډې او سیمینارونه زده کړل او خپلې پیسې پرې ضایع کوو او د ورځې په پای کې وایو چې د حکومت پر ضد جنګ ناروا دی. زما وروره، طالبان خپل د جهاد حکم له پاکستان او نورو هېوادونو څخه ترلاسه کوي، نه له مونږ څخه. که چېرې تاسو او حکومت په ریښتیا له دې ملت سره خواخوږي لرئ، دا خبرې د حج او اوقافو وزارت په حکم د جمعې په خطبو کې خلکو ته ور ورسوئ. آیا داسې مولوي یا ملا به پیدا شي چې دا خبرې د جومات له منبر څخه د خلکو په حضور کې وکړي؟ یوازې ۱۰ یا ۲۰ کسان سره یوځای کیږي او دا خبرې د دې لپاره کوي چې ځانونه مشهور کړي یا د حکومت پر وړاندې یو څه لاسته راوړنه ولري. تاسو څوک یئ ‌چې دا ردول یا غندل کوئ؟‌ د غندلو ګټه څه ده؟ له سلګونو کالو راهیسې وینې تویېږي او هر څوک یې غندي. که تاسو په ریښتیا له ملت سره خواخوږي لرئ او د ملت خدمتګار یئ، لطفاً د جمعې په خطبو کې د جوماتونو له لارې خپل احکام صادر کړئ، ځکه چې اکثر خلک تلویزیون، رادېو، او انټرنټ ته لاسرسی نه لري. که تاسو ریښتیا وایئ

ځواب ورکړئ

په تعلیمي مرکزونو باندې حملې یو د نه منلو وړ جرم دی. حکومت باید لږ تر لږه هغه افراد یا ګروپونه چې د کابل پوهنتون په شمول په تعلیمي مرکزونو باندې په تېرو څو پېښو کې ښکېل ول، په ګوته کړي، او خلکو ته ووایي چې د دغو بریدونو تر شا چا لاس درلود او هدف یې څه وو.‌ د دغه ګروپ له په ګوته کولو څخه وروسته، په کار دی چې حکومت د هغوی پر ضد اقدام وکړي، ځکه چې دغه ډله د افغانستان د راتلونکي لپاره ډېره خطرناکه ده. پرون هغوی په کابل پوهنتون او نورو تعلیمي موسساتو باندې برید وکړ، سبا به په یوه بله تعلیمي موسسه باندې برید وکړي. له دې امله،‌ په کار دی چې حکومت د داسې بریدونو پر ضد احتیاطي ګامونه واخلي او دغه ډله د استخباراتي ادارو له لارې ونیسي او سزا ورکړي.

ځواب ورکړئ