امنیت

دیني عالمانو او ملکي خلکو د طالبانو پر ضد د افغان ځواکونو په دفاع کې لاریون وکړ

د خالد زېري راپور

تر ۲۰۰ پورې دیني عالمان او د مدرسو زده کوونکي د زمري په ۱۶مه په ننګرهار ولایت کې راټول شول ترڅو د وینې ورکولو د کمپاین له لارې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي. [خالد زېری/سلام ټایمز]

ننګرهار -- تېره اونۍ په کونړ او ننګرهار کې دیني عالمانو له افغان ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړ او هغه څه یې چې هغوی د طالبانو «فتنه» وبلله، وغندله.

تر ۲۰۰ پورې دیني عالمان او د مدرسو زده کوونکي د زمري په ۱۶مه په ننګرهار ولایت کې راټول شول ترڅو د وینې ورکولو د کمپاین له لارې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

ریښتني مجاهدین

مولوي مشتاق احمد غونډې ته د وینا پر وخت وویل، «زموږ حکومت یو اسلامي نظام دی او زموږ عسکر چې دا وخت جنګیږي ریښتني مجاهدین دي.»

هغه وویل، «طالبان د بهرنیانو غلامان دي او هڅه کوي چې افغانستان ویجاړ کړي او بیا یې د ۱۳۷۰مو کالونو حالت ته وېسي، لاکن موږ به هیچا ته هم اجازه ورنه کړو چې داسې کار وکړي.»

یو افغان دیني عالم د زمري په ۱۶مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې افغان ځواکونو ته وینه ورکوي. [خالد زېری/سلام ټایمز]

یو افغان دیني عالم د زمري په ۱۶مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې افغان ځواکونو ته وینه ورکوي. [خالد زېری/سلام ټایمز]

احمد وویل، «موږ به د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږو او د اړتیا په صورت کې د بهرنیانو د غلامانو پر ضد به جهاد کې برخه واخلو. نن موږ په ډېر افتخار سره دغو سرتیرو ته وینه ورکړه، او که اړتیا پېښه شي، موږ به هم توپک راواخلو.»

یوه بل دیني عالم مولوي فریدون حنفي چې خپله وینه یې اهدا کړه، په غونډه کې موجودو افغان سرتیرو ته په وینا کې وویل، «هر ګام چې تاسو یې د هغه چا پر ضد چې افغانستان ورانوي او د دین په نوم فتنه خپروي، اخلئ، هغه جهاد دی.»

حنفي وویل، «زه د یوه دیني عالم په توګه تاسو ته ډاډ درکوم چې که اړتیا شي، زه به له تاسو سره د دغو غلامانو پر ضد چې ځانونه طالبان بولي ودرېږم ځکه چې تاسو د حقې لارې مجاهدین یئ.»

افغان پوځي چارواکو چې په غونډه کې یې برخه اخیستې وه له هغوی څخه مننه وکړه.

په سړکونو لاریونونه

تېره اونۍ په هرات، کابل او د هېواد په نورو برخو کې افغانان لارو او کوڅو ته راووتل او د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره یې د الله اکبر چیغې ووهلې.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د فرهنګي او عقیدوي چارو د ریاست رییس ډګروال عجب ګل ساپي وویل، «کله چې له هرات نه د الله اکبر نارې پیل شوې او تر کونړ او نورستان پورې ورسېدلې،‌ موږ ډاډه شوو چې ځوان او زاړه دیني عالمان زموږ تر شا ولاړ دي.»

هغه وویل، «اوس چې دیني عالمان موږ ته وینه راکوي او زموږ ملاتړ کوي، موږ لا ډېر تشویق شوي یو.»

هغه یوې ډلې ته چې د اسلام د لومړۍ پېړۍ په ترڅ کې د مسلمانانو پر ضد د خپلو ناوړه فعالیتونو له امله له عقیدې څخه وتلي ول، په اشارې سره وویل، «زه په ډېر ویاړ سره تاسو ته ډاډ درکوم چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به دښمن ته ماتې ورکړي او هېواد به له خوارجو او جواسیسو څخه وژغوري.»

ساپي زیاته کړه، «ستاسو ځواکونه په پوره صداقت او هېوادپالنې سره له خپلې خاورې څخه دفاع کوي. موږ دا هېواد خپله مور ګڼو، او خپله مور به خوندي کړو.»

په ورته وخت کې، د ختیځو ولایتونو دیني عالمان تېره پنجشنبه د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې راټول شول او د ځینو پاکستاني ملایانو له خوا صادرې شوې فتواګانې چې د طالبانو جنګ یې جهاد بللی وو، رد کړې.

د کونړ د علماوو د شورا مرستیال مولوي ضیاءالرحمان الله یار وویل، «زموږ سرتیري چې جنګیږي غازیان دي، او هغه چې وژل کیږي واقعي شهیدان دي ځکه چې دوی د هېواد او د خلکو دفاع کوي.»

د الله اکبر ناره یرغمل نیول

یوه بل دیني عالم مولوي محمد انور انور وویل، «موږ د الله اکبر له نارې سره ملګري شوو او بیا طالب خوارجو وویل چې الله اکبر د هغوی دی،»

انور وویل، د حیرانتیا خبره دا ده چې طالبان حتی الله اکبر هم یرغمل نیسي، او زیاته یې کړه چې الله د ټولو مسلمانانو، او په ځانګړې توګه د هغو مسلمانانو دی چې له خپل هېواد سره مینه لري.‌

نوموړي وویل، «طالبان د بهرنیانو غلامان دي چې د نورو په حکم خپل هېواد ورانوي،‌ له دې امله، موږ نشو کولی چې د هغوی جنګ ته جهاد ووایو بلکې فتنه یې بولو.»

هغه وویل، «دا زموږ سرتیري دي چې د هغوی پر ضد جنګیږي او خپل هېواد خوندي کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

فاتح او بریالي اوسئ.

ځواب ورکړئ

د خلیلزاد پلان: لومړی، د قدرت توازن دویم، د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو په هکله مذاکرات --------------- شواهد ښیي چې خلیلزاد پلان لري چې یوه سیاسي حل ته د رسېدلو لپاره د حکومت او طالبانو تر منځ د قدرت توازن رامنځته کړي. دا چې اشرف غني چمتو نه وو چې واک وسپاري، خلیلزاد غواړي چې د طالبانو لاس ته د ولسوالیو او ښارونو په لوېدلو سره د قدرت توازن رامنځته کړي او حکومت مجبور شي چې د هغه پلان قبول کړي. تمه ده چې د ۳۴ ولایتونو له جملې څخه په ۱۶ یې ژر طالبان ولکه ټینګه کړي. په راتلونکي پړاو کې به د قدرت د وېش او د یوه انتقالي حکومت د جوړولو په سر بحث پراخ شي. دا هغه شواهد دي چې ښیي خلیلزاد غواړي چې د قدرت توازن رامنځته شي: ۱. په یوه اونۍ کې د ۴۲۰ ولسوالیو له جملې څخه ۲۱۰ (۵۰٪) له نښتو څخه پرته او د تکتیکي په شاتګ په نامه طالبانو ته په لاس ورکول شوې. انس حقاني هغه وخت وویل، «مونږ حیران شو، ځینې ولسوالۍ د حکومت له وتلو څخه وروسته او د طالبانو له ور رسېدلو نه مخکې له دوه څخه تر درې ورځو پورې تشې پرتې وې.» حمدالله محب هم په یوه مرکه کې وویل چې مونږ حیران شو او ټکان مې وخوړ.‌ ۲. د شمال ټلوالې مشرانو وویل چې د ولسوالیو د سقوط په پیل کې، مونږ غوښتل چې یو عام مقاومت وکړو، لاکن خلیلزاد مونږ ته د هغه پر ضد خبرداری راکړ او ویې ویل چې د ټکر په زیاتېدلو سره د سولې پروسه په منفي ډول اغېزمنه کیږي. ۳. نیمروز لومړنی ولایت وو چې طالبانو له نښتو څخه پرته پرې ولکه ټینګه کړه. ۴. د متحده ایالاتو له دې پرېکړې څخه وروسته چې بي ۵۲ استعمال کړي،‌ خلیلزاد ټویټ وکړ چې، «دا پرېکړه د سولې مخه ډپ کوي، ډېر مرګونه به سولې ته لاره ونه باسي.» د افغانستان په شمال کې د څلورو ورځو په ترڅ کې تر اوسه پورې اته ولایتونو

ځواب ورکړئ