دین

هراتی ملا پر افغان ځواکونو د انتقاد له امله له سخت غبرګون سره مخامخ شو

د عمر راپور

د بادغیس ولایت دیني عالمان د کب په ۳مه د دې لپاره راټول شول چې په هرات کې د ګاذرګاه جومات د خطیب مجیب الرحمان انصاري خبرې وغندي.‌ انصاري افغان امنیتي ځواکونه د افغان حکومت د ملاتړ له امله ګناهکار بللي ول.‌

هرات -- دیني عالمان، افغان چارواکي او د بادغیس او هرات اوسېدونکي د یکشنبې په ورځ‌ /د کب ۳مه/ د دې لپاره راټول شول ترڅو په هرات ښار کې د ګاذرګاه جومات د خطیب مجیب الرحمان انصاري خبرې وغندي. نوموړي په افغان حکومت باندې نقد کړی وو.

انصاري د جمعې په خطبه کې ادعا وکړه چې هغه کسان چې د افغان حکومت لپاره کار کوي او د دغه حکومت ملاتړ کوي هغوی ګناهکار دي.‌

هغه وویل، «هغه کسان چې په نظام کې کار کوي، که ملکیان دي که نظامیان، پولیس یا اردو، یا هغه چې د دغه نظام ملاتړ کوي هغوی کبیره ګناه کوي.» نوموړي تور ولګاوه چې هغوی «د دې حکومت په ټولو جنایتونو کې برخه لري.»

د بادغیس ولایت په لسګونو دیني عالمانو چې د یکشنبې په ورځ د قلعه نو د حج او اوقافو ریاست کې راټول شوي ول په ښکاره او ډله ییز ډول د انصاري خبرې وغندلې.

په لسګونو دیني عالمان د کب په ۳مه د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې راټولېږي ترڅو د هرات د ګاذرګاه جومات د خطیب مجیب الرحمان انصاري خبرې وغندي. [شمیل مشال/سلام ټایمز]‌

په لسګونو دیني عالمان د کب په ۳مه د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې راټولېږي ترڅو د هرات د ګاذرګاه جومات د خطیب مجیب الرحمان انصاري خبرې وغندي. [شمیل مشال/سلام ټایمز]‌

په قلعه نو کې یوه دیني عالم مولوي عبدالباسط صارم وویل، «د امنیتي ځواکونو په هکله د مجیب الرحمان خبرې بالکل چټیات او غلطې دي. د هغه بیان له شریعت سره په ټکر کې دی.»

په قلعه نو کې یوه بل دیني عالم مولوي عبداللطیف صدیقي وویل، انصاري یو د شرم لوښی دی.

هغه وویل، «انصاري یو دیني عالم نه دی او هغه اجازه نه لري چې مذهبي فتواګانې صادرې کړي،» او د دغه ملا کړنې یې غیرمسؤلانه او غیراسلامي وبللې.

صدیقي وویل، «موږ له حکومت او د افغانستان له روحاني ټولنې څخه غواړو چې مجیب الرحمان عدالت ته راکش کړي او سزا ورکړي. هغه داسې یو افراطي دی چې دیني عالمان او اسلام سپکوي.»

دا څنګه ګناه ده؟‌

د دوشنبې په ورځ، د هرات له ۵۰۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو د هریوا د لوړو زده کړو انسټیټیوټ کې د یوې غونډې په ترڅ کې د انصاري خبرې وغندلې.

د هرات ښار یوې اوسېدونکې بصیرې صفا طاهري وویل، «زه د امنیتي ځواکونو او افغان حکومت په هکله د مجیب الرحمان انصاري خبرې په کلکه غندم.»

هغې وویل، «انصاري موږ ته د یوه دیني عالم حیثیت نه لري، او هغه تل کرکې او نفاق ته لمن وهلې ده.»

هغې زیاته کړه، «امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د افغانستان د خوندي کولو لپاره وینه تویوي، او خپله دنده په ایماندارۍ سره ترسره کوي. دا څنګه ګناه ده؟»

طاهري وویل، «مجیب الرحمان ناست دی،‌ هېڅ نه کوي، او مفتې وظیفې ورته راځي. هغه د دغو اتلانو په هکله یو احساساتي او ناخبره قضاوت کړی دی.»

د هرات ښار یوه بل اوسېدونکي سراج الدین شېرزي هم د انصاري خبرې وغندلې.

هغه وویل، «دا زموږ لپاره د منلو وړ نه ده، او موږ به هیچاته هم چاته اجازه ورنه کړو چې راشي او د امنیتي ځواکونو پر ضد چټیات ووایي.»

هغه زیاته کړه،‌ «زموږ امنیتي ځواکونو د دې هېواد د ساتنې په لاره کې په زرګونه شهیدان ورکړي دي. د شهید شویو امنیتي ځواکونو وینه موږ ته ارزښتناکه ده، او موږ به هیچاته هم اجازه ورنه کړو چې د هغوی په هکله خرابې خبرې وکړي.»

شېرزي وویل،‌«موږ د افغانستان د اسلامي جمهوریت او متعهدو امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو.‌ موږ به تل د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ ولاړ اوسو او هر چېرې چې اړتیا وي د هغوی ملاتړ به وکړو.»

له بهرنیو هیوادونو سره اړیکې

هغو افغان چارواکو چې له سلام ټایمز سره یې خبرې وکړې انصاري داسې یو راډیکال عالم یاد کړ چې له بهرنیو استخباراتي ادارو سره اړیکې لري.‌

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د شنبې په ورځ د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې وویل، د هغه خبرې د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره د یوې بهرنۍ توطیې برخه دي.

هغه وویل، انصاري د سیمې له استخباراتي ادارو څخه ملاتړ ترلاسه کوي، او د ملي امنیت ریاست ته لارښوونه شوې ترڅو دغه موضوع وڅېړي.‌

د ملي امنیت ریاست رییس احمد ضیأ سراج وویل، له انصاري سره به د قانون مطابق چلند وشي.

د هرات والي سید عبدالوحید قتالي وویل، په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونه شپه او ورځ له افغانستان څخه د دفاع په لاره کې قربانۍ ورکوي، یو افراطي د بهرنیانو په حکم راپورته کیږي او د دغو ځواکونو پر ضد خبرې کوي.

قتالي د نوم له یادولو څخه پرته په انصاري باندې تور ولګاوه چې افراطیت ته وده ورکوي او د داعش ملاتړ کوي.

هغه وویل، «زه تاسو د هرات خلکو ته اطمینان درکوم چې نه داعش او نه د هغوی ظلم او استبداد راځي مګر دا چې موږ به مړه یو. هغوی به ونشي کولی چې په دې ښار کې خپل شرمېدلی تور بیرغ پورته کړي.»

هغه وویل، «هغه وختونه تللي چې یو افراطي به راغی او په هرات ښار کې به یې افراطي نظریاتو ته وده ورکړه.‌ خلک له جنګ او ترهګرۍ څخه ستړي شوي دي.»

د امنیتي ځواکونو ملاتړ

د بادغیس د حج او اوقافو رییس مولوي عبدالحلیم شیخ الاسلامي وویل، امنیتي ځواکونه مسلمانان او د افغانستان بچیان دي. هغه وویل، «هغوی د افغانستان واقعي مجاهدین دي چې د اسلام ارزښتونه خوندي کوي.»

هغه وویل، «زموږ بچیان شپه او ورځ قربانۍ ورکوي ترڅو خلک، وطن او ملي نوامیس خوندي کړي. امنیتي ځواکونه د دې هېواد حقیقي بچیان دي، او ټول خلک باید د هغوی ملاتړ وکړي.»

په هرات ښار کې د یوه خصوصي پوهنتون د سیاسي علومو محصلې یګانه احمدي وویل، افغانان د افغان سرتېرو د هغو قربانیو قدر کوي چې د وطن د ساتنې په لاره کې یې ورکوي.‌

هغې وویل، «موږ له خپلو امنیتي ځواکونو څخه دفاع کوو ځکه چې هغوی شپه او ورځ کار کوي ترڅو موږ په سوله کې زده کړه او ژوند وکړو.»

هغې وویل، «هغه کسان چې د امنیتي ځواکونو پر ضد پروپاګند کوي هغوی له طالبانو او نورو دښمنانو سره همکاري کوي.‌ هغوی غواړي چې د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو تر منځ فاصله رامنځته کړي.»

هغې وویل، خو هغوی به په دې کار کې بریالي نشي، ځکه چې «خلک به د هغوی پر ضد ودرېږي.»

په قلعه نو کې یوه دیني عالم مولوي عبدالواحد صابري وویل، «له شرعي پلوه، په بادغیس ولایت کې ټولو دیني عالمانو داسې نظر څرګند کړی چې د پولیسو، ملي اردو او د ملي امنیت ملاتړ باید وشي.»

هغه وویل، «موږ د هغوی ملاتړ کړی او په راتلونکي کې یې هم ملاتړ کوو. موږ تل د خپل نظام ملاتړ کړی، ځکه چې دا یو مشروع نظام دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د مجیب الرحمن انصاري څرګندونې ناسمې تعبیر شوي دي. هغه هیڅکله نه دي ویلي چې په دې حکومت کې کار کول ګناه ده. هغه وویل چې د دې فاسد حکومت ملاتړ کول ګناه ده. خلک باید په دې حکومت کې کار وکړي، مګر دوی باید دا حکومت په زړونو کې تایید نه کړي، ځکه چې دا حکومت نشي کولی د خپلو اتباعو ژوند او ملکیتونه خوندي کړي. هره ورځ، دیني عالمان، پروفیسران او ژورنالیستان شهیدان کیږي، خو حکومت د امنیت د تامین لپاره هیڅ نشي کولی. که حکومت وغواړي د دیني عالمانو او خلکو ملاتړ ترلاسه کړي، نو خلکو ته باید ښه خدمتونه وړاندې کړي، خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، او د خلکو امنیت تامین کړي. که چیرې وضعیت همداسې دوام وکړي، نو له دغه حکومت سره به د خلکو ملاتړ ورو ورو کم شي، او په نهایت کې به یوه ورځ خلک د طالبانو ملاتړ اعلان کړي، ځکه چې لږ تر لږه په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي امنیت شته، د خلکو ژوند او ملکیت هلته خوندي دي، د خلکو په وړاندې هیڅ ډول ظلم نه کیږي، او خلک د یوه موبایل تلیفون لپاره نه وژل کیږي.

ځواب ورکړئ

عجیبه حکومت دی، نه د خلکو دفاع کولی شي نه د خپل ځان. دا ملا او ده ته ورته نور چې د پاکستان او ایران له خوا حمایه کیږي او د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد خلک پاروي دوی باید ونیسي، تحقیق ترې وکړي چې د چا په اشاره داسې خبرې کوي؟ ولې یې کوي؟ هم یې د عمل مطابق په حبس محکوم کړي او هم ترې نغده جریمه واخلي چې بیا بل کس داسې کار ونه کړي. د پاکستان د پوځ ۶۰٪ کسان قران کریم له مخې نشي ویلی خو ملایان یې ټول د خپل وطن د پوځ ملاتړ کوي او تل ورته دعاګانې کوي. د ایران د پوځ یو جنرال امریکایانو په عراق کې وواژه، د ایران ټولو ملایانو او ان مشر ملا یې خامنه اي ورته ژړل، خو زمونږ ملایان داسې په څلوري ځناور دي چې د خپل وطن د پوځیانو او پولیسو پر ضد فتواوې ورکوي. دا صحیح ده چې په حکومت کې به فساد وي، اخلاقي فساد به هم وي، لاکن قران کریم وایي چې تاسو خلک په حکمت او ښه طریقه دین ته وبلئ. دا خو داسې نه کیږي چې خلک بیا توپکونه واخلي او یو بل ووژنی. ۴۵ کاله مو یو بل د ایران او پاکستان په خوله ووژل، نور بس دی.

ځواب ورکړئ