امنیت

د کونړ دیني عالمانو او امامانو د طالبانو تاوتریخوالی وغانده

د خالد زېري راپور

د کونړ په لسګونو دیني عالمان او امامان د چنګاښ په ۲۰مه د ولایت په مرکز اسد اباد کې راټول شول ترڅو له حکومت او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړي او د طالبانو له خوا روان تاوتریخوالی وغندي. [د کونړ ولایت د رسنیو دفتر]

د کونړ په لسګونو دیني عالمان او امامان د چنګاښ په ۲۰مه د ولایت په مرکز اسد اباد کې راټول شول ترڅو له حکومت او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړي او د طالبانو له خوا روان تاوتریخوالی وغندي. [د کونړ ولایت د رسنیو دفتر]

اسد اباد -- د کونړ ولایت دیني عالمان او امامان د یکشنبې په ورځ‌ /د چنګاښ ۲۰مه/ په اسد اباد کې راټول شول ترڅو له افغان حکومت او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ اعلان کړي او د طالبانو له خوا روان تاوتریخوالی وغندي.

د کونړ د علماوو شورا رییس مولوي ضیاءالرحمان الله یار وویل، علماوو او روحانیونو فیصله کړې چې، د دیني لارښوونو او د قران کریم د حکمونو په اساس، د طالبانو له خوا روان جنګ «جهاد» نه دی.‌

هغه غونډې ته په وینا کې وویل، «موږ افغان ولس ته روښانه کړې چې دا غیر مشروع جنګ یواځې ورور وژنه ده.»‌

د کونړ د علماوو شورا مرستیال نجیب الله حقیار وویل، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پرسونل د افغان ولس بچیان دي او د اسلام او مورني وطن ارزښتونه ساتي او خوندي کوي.

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل د چنګاش په ۲۰مه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون یوه غړي ته د نغدو پیسو انعام ورکوي. [د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر]

د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخېل د چنګاش په ۲۰مه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون یوه غړي ته د نغدو پیسو انعام ورکوي. [د ننګرهار د والي د رسنیو دفتر]

هغه وویل، د افغانستان له استقلال څخه دفاع یو ګډ مسؤلیت دی او یادونه یې وکړه چې هر څوک چې مشروع حکومت کمزوری کوي او ملت ورانوي هغه په حقیقت کې د ولس دښمن دی.‌

د کونړ د علماوو شورا منشي جمال الدین سیار وویل، «طالبان په قصدي توګه ښوونځي، کلینیکونه، د پولیسو پوستې او حتی عامه ودانۍ سوځوي.»

هغه وویل، هغوی ولس تباه کړ، او ټینګار یې وکړ چې داسې هېڅ شواهد نشته چې وښيي چې هغوی غواړي وطن اباد کړي یا یې په پرمختګ کې مرسته وکړي.

د نورستان د حج او اوقافو ریاست رییس مولوي محمد انور چې هغه هم په دغې غونډه کې برخه اخیستې وه، وویل، روان جنګ به هیڅوک هم ونه ګټي.‌

هغه زیاته کړه، د ګردې نړۍ دیني عالمانو دا جنګ غندلی او غیر مشروع یې بللی دی ځکه چې هېڅ حقوقي یا دیني اساس نه لري.

د طالبانو اېستل

د ننګرهار چارواکو چې د چنګاښ په ۲۰مه یې د خوګیاڼو ولسوالۍ له زاوې سیمې څخه لیدنه وکړه، افغان امنیتي ځواکونه او د ولسي پاڅون د حرکت غړي وستایل.‌

ځایي چارواکو وویل، طالبانو په تېرو څلورو میاشتو کې له ۵۰ ځلو څخه ډېر په خوګیاڼو ولسوالۍ باندې بریدونه کړي، خو افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو دغه هڅې شنډې کړي دي.‌

د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وویل، «طالبانو په هېڅ ځای کې هېڅ شی هم نه دی جوړ کړی؛ هغوی یواځې ورانول زده کړي دي،» او په یاغیانو باندې یې تور ولګاوه چې غواړي افغانستان ویجاړ کړي.

هغه وویل، «د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې، هغوی د بېخبناوو ویجاړولو ته دوام ورکړی، چې دا زموږ د هېواد، خلکو او دین پر وړاندې د هغوی دښمني په ګوته کوي،»

امرخېل د محلي ولسي پاڅون خوځښت وستایه، او یادونه یې وکړه چې دا خوځښت «د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو تر مشرتابه لاندې ژمنو عسکرو» څخه تشکیل شوی چې د خپل مورني وطن ساتل یو اخلاقي مسؤلیت ګڼي.‌

د خوګیاڼو ولسوال محمد ایوب بهار وویل، د ولسي پاڅون یوه ځایي مشر ملک مکي خپله نیم جریب ځمکه خرڅه کړه ترڅو وسلې پرې وپیري او خپل ملګري پرې سمبال کړي.‌

بهار د یکشنبې ورځې غونډې ته په وینا کې وویل، «موږ په خپلو امنیتي ځواکونو باندې فخر کوو ځکه چې هغوی زموږ له هېواد څخه په دفاع کې هېڅ ډول هڅې نه درېغوي.»

هغه وویل، یو وخت د خوګیاڼو ولسوالي ناامنه وه او طالب مشران به په دغې سیمه کې پټېدل، خو اوس امنیتي ځواکونو اورپکي له کلیو او بازارونه څخه اېستلي دي.‌

د هېواد خوندي کول

د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو یوه عسکر محمد قاسم روان چې هغه هم د یکشنبې ورځې په غونډه کې خبرې وکړې، په خپله پوسته باندې د طالبانو د یوه ورستي برید کیسه وکړه.‌

هغه وویل، طالبانو په ما او زما په ملګرو باندې غږ وکړ چې تسلیم شو، او زیاته یې کړه چې «د یوه زړور افغان په توګه» ما ځواب ورکړ چې زه به هېڅکله هم داسې کار ونه کړم.‌

روان وویل، «زما ښی لاس سخت زخمي شو،» نو هغه یواځې په چپ لاس باندې جنګ ته دوام ورکړ. د هغه ملګرو چې د هغه حالت ولید، هغوی خپلې هڅې دوه برابره کړې او د یو شمېر طالب اورپکو په وژلو سره په جنګ کې بریالي شول.‌

د غونډې په ترڅ کې، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په عسکرو باندې ګلان ووېشل شول او امرخېل په لسګونو امنیتي منسوبینو او د ولسي پاڅون غړو ته نغدي انعامونه ورکړل او هغوی یې وهڅول چې کلک ودرېږي.

په غونډه کې، د خوګیاڼو ولسوالۍ د ولسي پاڅون خوځښت یوه قومي مشر او قوماندان ملک مکي وویل، «تاسو وینئ، زه ډېر زوړ یم او ښایي سباته ومرم، خو زه به اجازه ورنه کړم چې زموږ لمسیان، زموږ زامن او راتلونکی نسل له ستونزو سره مخامخ شي.»

هغه زیاته کړه، «زه یو ویاړلی افغان یم، او دا زما پلرنی وطن دی. دا زما حق دی او دا زما وجیبه ده چې خوندي یې کړم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

څو چې د نړۍ بېلابېل هېوادونه فشار رانه ولي، طالبان به هېڅکله هم سوله ونه کړي. دا شونې ده، په ځانګړې توګه که امریکا او نړۍ واله ټولنه له پاکستان څخه وغواړي چې په طالبانو باندې فشار واچوي څو هغوی سوله وکړي، خو نړۍ واله ټولنه او امریکا دا کار نه کوي.‌ زه فکر کوم چې امریکا هم دې ته خوشحاله ده چې په افغانستان کې جنګ او وینه تویېدل روان وي. که خوشحاله نه وي، بیا ولې هغه په پاکستان باندې فشار نه اچوي یا اقتصادي بندیزونه پرې نه لګوي؟‌ که امریکا په پاکستان باندې لږ فشار هم واچوي، دا به په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدلو او سولې ته لاره هواره کړي. عرب هېوادونه هم باید د مسؤلیت احساس وکړي او د افغانستان د خونړي جنګ په هکله پرېکړه وکړي او په طالبانو باندې بندیزونه ولګوي. که عربان واقعاً مسلمانان وي او له خدای نه وېرېږي،‌ هغوی باید د افغانستان ستونزه حل کړي.‌ د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې، په افغانستان کې په زرګونو خلک ووژل شول، او په زرګونو نور معلول شول. په زرګونو ښځې کونډې او په زرګونو ماشومان یتیمان شول. دا ټول امریکا، پاکستان، ایران او عربي هېوادونو وکړل. دا هېوادونه ټول باید له خدای نه وډار شي او په افغانستان کې دا مسئله پای ته ورسوي.‌

ځواب ورکړئ

افغانستان د سیمې د هېوادونو لپاره د نیابتي جګړې په یوه ډګر باندې بدل شوی دی. ټول هېوادونه غواړي چې په افغانستان کې خپلې سیالۍ او رقابتونه ترسره کړي. د دې جنګ قربانیان د امریکا، روسیې، یا ایران خلک نه دي، بلکې د دې رقابتونو قربانیان د افغانستان مظلوم او بې وزلي خلک دي.‌ په افغانستان کې باید یو قوي حکومت جوړ شي چې د دغو نیابتي جنګونو مخه ونیسي او هیچا ته هم اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه په کوم هېواد یا خلکو باندې برید وکړي.

ځواب ورکړئ