امنیت

د بغلان اوسېدونکي په خپلو کې سره یو لاس شوي ترڅو د طالبانو بریدونه ودروي

د محمد قاسم راپور

د بغلان په سلګونو اوسېدونکي د غوایي په ۱۸مه په پلخمري کې راټول شول ترڅو د طالب اورپکو پر ضد وسلې واخلي. [د بغلان د ملي امنیت ریاست دفتر]

د بغلان په سلګونو اوسېدونکي د غوایي په ۱۸مه په پلخمري کې راټول شول ترڅو د طالب اورپکو پر ضد وسلې واخلي. [د بغلان د ملي امنیت ریاست دفتر]

کندوز -- د بغلان په سلګونو اوسېدونکیو، چې په وروستیو کې د ولایت په مرکز پلخمري او نورو ولسوالیو باندې د طالبانو له زیاتېدونکیو بریدونو څخه ستړي شوي ول، وسلې اخیستي او ژمنه کوي چې د امنیتي ځواکونو تر څنګ به د اورپکو پر ضد جنګ وکړي.‌

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوېد بشارت د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۲۰مه/ وویل، «د بغلان د بېلابېلو برخو اوسېدونکي سره خوځېدلي او د افغانستان د خلکو د دښمنانو پر ضد یې ولسي پاڅون اعلان کړی دی.»

هغه وویل، «هغه یو ولسي خوځښت وو چې د طالبانو د جنایتونو پر ضد راپورته شو. هغوی ژمنه وکړه چې د یادې ډلې پر ضد د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي.»

یوه ویډیو چې تېره جمعه په ټولنیزو رسنیو خپره شوې، طالبان د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې په داسې حال کې ښیي چې د خلکو له کورونو څخه په امنیتي ځواکونو باندې ډزې کوي، چې د هغوی دغه کار د خلکو پاڅون ته لاره هواره کړه.

له افغانستان څخه دفاع ته چمتو

تېره شنبه، د نهرین، بورکې، مرکزي بغلان، خنجان، دوشي او خوست و فرنګ شاوخوا ۲۰۰ اوسېدونکي سره راټول شول او د پاڅون اعلان یې وکړ.

هغوی وویل، افغانان باید طالبان وباسي اواجازه ور نه کړي چې د خلکو برخلیک وټاکي.‌

د ولسي پاڅون د ګروپ قوماندان فریدون وویل، «موږ ولیدل چې طالبانو د ملکي خلکو له کورونو څخه په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کول او زموږ کورنیو ته یې زیان رساوه، نو موږ چمتو شوو او وسلې مو واخیستلې.»

هغه وویل، «طالبان هره ورځ زموږ بې ګناه ملکي خلک وژني. موږ نشو کولی چې نور دغه ډول بې انصافي وزغمو.»

هغه وویل، «زموږ امنیتي ځواکونه د جنګ په میدان کې خپل ځانونه قرباني کوي. موږ هم چمتو یو چې له خپل هېواد او خلکو څخه دفاع وکړو او د طالبانو د هر ډول ناولې اجندا مخه ونیسو.»

د خوست و فرنګ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي او د ولسي پاڅون غړي میر حیدر وویل، دغه ګروپ به په خپل ټول قوت سره د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودرېږي.

هغه وویل، «د ولسي پاڅون اکثر غړي په بغلان کې په دفاعي موقفونو باندې توظیف شوي دي. موږ له دښمن څخه نه ډارېږو. موږ به د خپلو خلکو او وطن د خدمت په لاره کې تر خپلې وروستۍ سلګۍ پورې وجنګېږو.»

د ولسي پاڅون یوه غړي دوست محمد وویل، «موږ نن د دې لپاره دلته راټول شوي یو چې له خپل ناموس او نظام څخه دفاع وکړو.»

هغه وویل، «طالبان به د دې نظام د ویجاړولو ارمان خپل ګور ته وېسي.»

په بغلان ولایت کې یوه قومي مشر عزت الله امرخېل وویل، «د ولسي پاڅون په غړو کې تاجکان، ازبکان، پښتانه او هزاره ګان شامل دي چې ټولو د طالبانو پر ضد درېدلو کې خپل اتحاد او پیوستون وښود.»

هغه وویل، «څلوېښت کاله کېږي چې موږ قربانۍ ورکوو. که طالب اورپکي افغانان او مسلمانان وي، هغوی باید جنګ او تاوتریخوالي ته نه ووایي او نور زموږ بې دفاع خلک قرباني نه کړي.»

امرخېل وویل، «د طالبانو یواځینۍ بهانه د بهرنیانو حضور وو. اوس هغوی ولې جنګ کوي؟»

د پلخمري ښار یوه اوسېدونکي عبدالله بهادري وویل، «که طالبان سوله یا اوربند نه مني، بیا نو په کار دی چې موږ له خپل هېواد څخه د هغوی پر ضد دفاع وکړو.»

هغه وویل، افغانانو د سولې لپاره غټه قرباني ورکړه.‌ اوس په شخړه کې د ښکېلو لوریو لپاره د دې وخت دی چې جوړجاړی وکړي او د قدرت ترلاسه کولو لپاره روان جنګ ودروي.

په طالبانو باندې مرګوني بریدونه

د تېرې اونۍ (د غوایي ۱۵-۲۲مې) په ترڅ کې، طالبانو په پلخمري ښار او نهرین، بورکه، دهنه غوري او مرکزي بغلان ولسوالیو باندې بریدونه سخت کړل، خو ځایي چارواکي وایي چې امنیتي ځواکونو د هغوی بریدونو په شا وتمبول.

په مزارشریف کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مرستیال قوماندان جنرال عباس توکلي د دوشنبې په ورځ د بغلان ولایتي‌ چارواکو سره په یوه خبري کانفرانس کې وویل، د افغان ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ریاست ګډو ځواکونو د پامیر ۳۲۲ په نامه عملیات پيل کړل او ډېرې سیمې یې له طالب ځواکونو څخه پاکې کړې.

هغه وویل، افغان ملي اردو دغه عملیات په ډېر احتیاط سره ترسره کړل ترڅو ملکي خلکو ته د زیان رسېدلو مخه ونیسي ځکه چې طالبان د ملکي خلکو په کورونو کې پټ شوي ول.

هغه وویل، د افغان ځواکونو له خوا په وژل شویو کې ځینې مخکښ طالب قوماندانان شامل ول.‌

د بغلان والي محمد اکبر بارکزي د دوشنبې د ورځې په خبري کانفرانس کې وویل، د تېرې اونۍ په ترڅ کې په دغه ولایت کې له ۱۳۰ څخه ډېر طالب اورپکي ټپي یا وژل شوي دي.

هغه وویل، «زموږ زړور ځواکونه وتوانېدل چې د ولسي پاڅون ځواکونو سره یوځای دښمن ته مرګوني ټکانونه ورکړي. راپورونه ښیي چې په مرکزي بغلان کې له ۶۰ څخه ډېر او په نهرین ولسوالۍ کې له ۷۰ څخه ډېر طالب جنګیالي وژل شوي یا ټپي شوي دي.

هغه زیاته کړه، د طالبانو مورال کمزوری شوی او دا وړتیا نه لري چې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جنګ وکړي.

په دفاع وزارت کې د پوځي عملیاتو لوی رییس ډګر جنرال حبیب الله حصاري په خبري کانفرانس کې وویل، «طالبانو غوښتل چې دهنه غوري ولسوالي او د ولایتي مرکز ډنډ غوري سیمه ونیسي، خو له نېکه مرغه چې هغوی زموږ د امنیتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول او بې ساري تلفات ور واوښتل.»

هغه وویل، «موږ په خپل ټول ځواک سره، هغوی ته اجازه ورنه کړه چې د هغو سیمو حتی یو متر ځمکه ونیسي. پرعکس یې، هغوی ته بې ساري تلفات ور واوښتل چې د هغوی لپاره د عبرت یو غټ درس وو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبانو ته چې افغان امنیتي ځواکونه ماتې ورنه کړي،‌ دغه ډول خلک نشي کولی چې د طالبانو د راتګ مخه ونیسي، ځکه چې پخوا دا ثابته شوې ده چې نه ملي پولیسو نه محلي پولیسو او نه هم ولسي پاڅونونو د طالبانو مخه نیولې ده، بلکې افغان ملي اردو او افغان کومانډویان ول چې د طالبانو پر ضد ودرېدل او د هغوی مخه یې ونیوله، ځکه چې افغان ملي اردو ډېره مسلکي او ډېره پاکه ده.‌ هغوی په ټولو پوځي معیارونو باندې مجهز دي او پوهېږي چې دښمن ته څنګه ماتې ورکړي. خلک هم په افغان ملي امنیتي ځواکونو باندې باور کوي او هغوی داسې روزل شوي او پوهېږي چې د کلیو او اطرافي سیمو له خلکو سره څه ډول چلند وکړي، د عملیاتو په ترڅ کې، هغوی هېڅ غلطۍ نه کوي او تل هڅه کوي چې ملکي خلکو ته د تلفاتو د ور رسېدلو مخه ونیسي. د هغوی تمرکز یوازې په دې وي چې دښمن له منځه وېسي.

ځواب ورکړئ

د طالبانو پر ضد د خلکو مسلح کول د هیواد په ګټه نه دي، بلکې دا به د یوه بل کورني جنګ د پیل سبب شي.‌ که خلک په ریښتیا د نظام ملاتړ کوي،‌ هغوی باید د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له لیکو سره یوځای شي.‌ حکومت هم باید هڅه ونه کړي چې خلک د طالبانو پر ضد په وسلو سمبال کړي ځکه چې یوه ورځ به دا پخپله د حکومت لپاره په سردرد باندې بدل شي، او بیا به د دغو خلکو بې وسلې کول ډېر سخت وي، او په راتلونکي کې به دا غیر مسؤل وسله وال خلک حکومت وننګوي او خلک به تښتوي او وژني‌.‌ حکومت باید هغه خلک چې غواړي د طالبانو پر ضد ودرېږي، استخدام کړي او هغوی باید د حکومت د یوه منظم پلان له مخې د هغوی پر ضد جنګ وکړي، حکومت باید هغوی ته پوځي او اخلاقي روزنې ورکړي څو هغوی، د نورو افغان امنیتي ځواکونو په څېر، په پوځي تجربو او نظامي اخلاقو باندې سمبال شي.‌

ځواب ورکړئ