اقتصاد

د نوي پله د رغونې کار د دوشي ولسوالۍ اوسېدونکي هیله من کړي دي

د محمد قاسم راپور

ځایي اوسېدونکي وایي، یو ۶۳ متره اوږد پل به چې د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په زهرابي سیمه کې د پلخمري سیند دپاسه جوړ شي، د ځايي اوسېدونکیو او بهرمېشتو افغانانو په مالي مرسته تمویل شي. [نورګل اندړوال/سلام ټایمز]

کندوز -- ځایي اوسېدونکي وایي، یو پل چې د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د پلخمري پله دپاسه تر رغونې لاندې دی، به مهمو خدمتونو ته لاسرسی برابر کړي او د زرګونو کورنیو لپاره به د سفر لاره لنډه کړي.

دغه پل چې د ځایي اوسېدونکیو او بهر مېشتو افغانانو له خوا تمویلیږي، به په زهرابي سیمه او ګاونډیو کلیو کې شاوخوا ۱۰۰۰۰ کورنۍ د دوشي ولسوالۍ له مرکز سره ونښلوي.

محمد ایوب حکیمي چې د رغونې د کار څارنه کوي، وویل، رغونه په رسمي توګه د کب په ۱۲مه پیل شوه.

هغه وویل، «د ۶۳ متره اوږده او ۵ متره پلن پله رغونه چې اټکل ۲۳.۷ میلیونه افغانۍ (۲۷۳۸۶۱ ډالر) لګښت پرې راځي، په راتلونکیو شپږو میاشتو کې بشپړه شي.»

د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ اوسېدونکي د کب په ۱۲مه د ځایي خلکو او بهر مېشتو افغانانو له خوا د یوه پله د رغونې د مراسمو پټۍ پرې کوي. [نورګل اندړوال/سلام ټایمز]

د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ اوسېدونکي د کب په ۱۲مه د ځایي خلکو او بهر مېشتو افغانانو له خوا د یوه پله د رغونې د مراسمو پټۍ پرې کوي. [نورګل اندړوال/سلام ټایمز]

تر اوسه پورې د پله د رغونې لپاره له ۱۰ میلیونو افغانیو (۱۱۵۵۵۳ ډالرو) او ۱۰۰۰ بوجۍ سیمنټو څخه ډېر ټول شوي دي.

هغه وویل، «زه باوري یم چې د پله، سړکونو، ښوونځیو او کلینیکونو رغونه به ترسره شي. له بده مرغه چې زموږ خلک له کالونو راهیسې له دولتي خدمتونو څخه محروم دي.»

یو خوب ریښتیا کیږي

د ځایي خلکو په وینا، د پله رغونه به په زهرابي سیمه او شاوخوا کلیو کې تقریبا ۱۰۰۰۰ کورنیو د سفر اړوند ستونزې حل کړي.‌

په زهرابي کې یوه قومي مشر محمد اسلم اتمانخېل وویل، «په دې کلي کې له ۲۵۰ کالونو راهیسې خلک ژوند کوي. هغوی هره ورځ له بازار څخه خپلو کورونو ته د خوراکي توکو د لېږدولو لپاره د سیند په اوبو کې تېرېږي.»

هغه وویل، د ماشومانو، سړیو او ښځو په ګډون ډېر ځایي خلک له سیند څخه د تېرېدلو پر وخت په سیند کې ډوب شوي دي.‌

نوموړي وویل، «اوس موږ خوښ یو چې زموږ خوب ریښتیا کیږي.»

هغه وویل، «که پخواني حکومت دلته یو پل جوړ کړی وای، موږ به ښوونځي، کلینیکونه او نورې اسانتیاوې لرلې وای. دا چې د موټرو لپاره سړک نشته، زموږ ماشومان له زده کړو څخه بې برخې دي.»

اتمانخېل وویل، «بالاخره ځایي خلک مجبور شول چې پخپله لاس په کار شي او رغونه یې پيل کړه.»

د سیمې یوه قومي مشر محب الله وردک وویل، دا پل مهم دی ځکه چې د زهرابي سیمې ۹ کلي د دوشي ولسوالۍ په مرکز کې له بازار سره نښلوي.

وردک وویل، «د دوشي مرکز ته د تګ لپاره، موږ مجبور یو چې لومړی ۲۵ کیلومتره لاره تر پلخمري پورې ووهو او له هغه ځای څخه دوشي ته لاړ شو، خو که پل جوړ شي دا لاره به یواځې ۱ کیلومتر شي.»

هغه وویل، «موږ د سړک له لارې له پلخمري سره نښتي یو خو د دوشي ولسوالۍ مرکز سره نه یو نښتي. کله چې پل جوړ شي بیا به موږ وکولی شو چې کلینکونو ته په اسانۍ سره لاسرسی ولرو او زموږ ماشومان به وکولی شي چې ښوونځي ته لاړ شي.»

هغه وویل، دغه پل به له بشپړېدلو څخه وروسته دوشي ته د سفر لګښت له ۳۰۰ افغانیو (۳.۴۷ ډالرو) څخه ۳۰ افغانیو (۰.۳۵ ډالرو) ته راکم کړي.

په زهرابي کې د معلم جان په نامه یوه ۵۷ کلن قومي مشر وویل، «موږ ټول سره راټول شوو او د خپلو سفري لګښتونو په اساس مو په خپلو کې پیسې سره واچولې او په بهر کې مېشتو افغانانو څخه مو وغوښتل چې د رغونې په کار کې مرسته وکړي.»

هغه وویل، «موږ خوښ یو چې دا پل به په دوشي ولسوالۍ کې زیات شمېر کلي له بغلان - کابل لویې لارې سره ونښلوي.»

د بېخبناوو خوندي کول

په داسې حال کې چې رغونه روانه ده، د بغلان اوسېدونکي وایي دا ځايي خلکو پورې تړاو لري چې دا پل خوندي کړي او مراقبت یې وکړي.‌

د پلخمري یوه اوسېدونکي محمد داود سلیماني وویل، «ځایي خلک باید په خپلو سیمو کې د پروژو تطبیق وڅاري څو د کار کیفیت او د پروژې دوام یا بقا یقیني کړي.»

د پلخمري یوه بل اوسېدونکي صبغت الله حمیدي وویل، «اوس هم ډېرې داسې ننګونې شته چې د بغلان د لیرې پرتو سیمو خلک ورسره مخامخ دي، او موږ په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوو چې دغه ستونزې حل کړي.»

هغه وویل، «په تاله او برفک، مرکزي بغلان، دهنه غوري، بورکه، نهرین او نورو ولسوالیو کې د لیرې پرتو سیمو اوسېدونکي چې د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې له ناامنۍ او شخړو څخه کړېدل، اساسي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.»

حمیدي وویل، «د افغانستان د خلکو د کنګل شویو شتمنیو له ازادېدلو څخه وروسته [چې تر اوسه لا نه دي ازادې شوي]، په کار دی چې مرستندویې ادارې هغه پیسې د کلینیکونو، ښوونځیو، مدرسو، پلونو، سړکونو، ژورو څاګانو او زراعتي پروژو په څېر د بېخبنا پروژو په رغونه باندې ولګوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د خوشحالۍ خبره ده چې داسې پول جوړیږي چې ولسونو ته فایده رسوي. دا د حیرانتیا خبره ده چې په تېرو شلو کالونو کې حکومت او نړۍ والو موسسو د دې سیمې د خلکو لپاره داسې پل نه دی جوړ کړی چې د دوی حیاتي اړتیاوې پرې ځواب شي. په افغانستان د پلونو، سرکونو، برق او فابریکو جوړول ډېر ضروري دي چې خلکو ته په وطن کې دننه کارونه پیدا شي او د پردیو بالخصوص د ایران او پاکستان له احتیاج نه خلاص شي.

ځواب ورکړئ

تاریخ ښودلې ده چې د یوې ټولنې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو ستونزو په هوارولو کې له خلکو پرته هیڅ یوې سرچینې پرېکنده رول نه دی لوبولی. یووالی کولی شي یوې ټاکلې ستراتیژۍ ته په رسیدو کې بریا تضمین کړي.

ځواب ورکړئ