د ملي امنیت ریاست د ځانمرګي بریدګر په شمول ۴ تنه اورپکي ونیول

د سټاف راپور

کابل -- رسنیو راپور ورکړ چې افغان امنیتي ادارو د یوه داسې کس په شمول چې غوښتل یې ځانمرګی بمي برید وکړي ۴ تنه اورپکي ونیول،‌ او په جلا چاپو کې یې د وسلو او چاودونکو توکو یوه لویه زېرمه ونیوله.‌

خامه پرېس د اګست په ۳۰مه راپور ورکړ چې د ملي امنیت ریاست په کاپیسا ولایت کې د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې د وسلو او چاودونکو توکو یوه لویه زېرمه ونیوله.‌ د ملي امنیت ریاست په یوه بیانیه کې راغلي چې په دغې چاپه کې ۴ د ځانمرګو واسکټونه،‌ ۹ بمونه،‌ ۲۰۰ کیلوګرامه چاودونکي مواد او نورې وسلې او مهمات ضبط کړای شول.‌

په جلا ډول،‌ د بغلان ولایت والي عبدالستار بارز د اګست په ۳۰ مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ملي امنیت ریاست د یاد ولایت په دوشي ولسوالۍ او مرکز پلخمري کې د چاپو په ترڅ کې د یوه ځانمرګي بمي برید نیت لرونکي او د نشه ییزو موادو د یوه قاچاقچي په شمول ۴ تنه اورپکي ونیول‌.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500