افغانانو ۳۴ اورپکي ووژل، ۲ تنه شکمن ځانمرګي بریدګر یې ونیول

د سټاف راپور

کابل -- په افغانستان کې په وروستیو نښتو کې لږ تر لږه ۳۴ تنه افغان اورپکي او یو ملکي کس ووژل شول او مقاماتو دوه داسې کسان چې د ځانمرګو بریدونو ترسره کولو اراده یې لرله ونیول، په داسې حال کې چې طالبانو د کابل - کندهار او کابل - بامیان لویې لارې بندې کړې.

د خامه پرېس د راپور له مخې، د دفاع وزارت د اکتوبر په ۲۷مه وویل چې افغان ځواکونو په وروستیو وختونو کې د شاهین ۲۰ عملیاتو په ترڅ کې د داعش لږ تر لږه ۳۴ تنه غړي ووژل. د دفاع وزارت وویل، په وژل شویو اورپکو کې د ځمکې د ماینونو یو کرونکی شامل وو. هغوی د شاهین ۲۰ د موقعیت په هکله څه ونه ویل.

طلوع نیوز راپور ورکړ چې د اکتوبر په ۲۶مه د پکتیکا ولایت په ښرنه کې په جوړه چاودنو کې یو ملکي کس ووژل شو.

محلي چارواکو وویل، یوه ناپېژاندي کس څو دقیقې مخکې له هغه چې یوه چاودنه وشي یو لاسي بم واچاوه.

طلوع نیوز راپور ورکړ چې طالبانو په وروستیو وختونو کې د کابل - کندهار او کابل - بامیان لویې لارې وتړلې په داسې حال کې چې عسکر راغلل او هغوی یې پسې واخیستل.

په عین حال کې، افغانستان ټایمز د اکتوبر په ۲۶مه راپور ورکړ چې د ملي امنیت ریاست په وروستیو کې دوه کسان چې په جلال اباد کې د هند په کونسلګرۍ د ځانمرګو بمي بریدونو د ترسره کولو شک پرې کېده ونیول.

د ملي امنیت ریاست وویل، ملي امنیت د چاودونکو موادو، ۹ بمونو او یوه ماین په شمول بېلابېل ترهګریز تجهیزات ترلاسه کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500