افغان ځواکونو په لسګونو طالبان او د داعش اورپکي ووژل

د سټاف راپور

کابل -- افغان سرتېرو په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې په بېلابېلو ځایونو کې په لسګونو طالبان او د داعش اورپکي ووژل.

د خامه پرېس د راپور له مخې، د دفاع وزارت د اکتوبر په ۲۸مه وویل چې عسکرو د ۲۴ ساعتونو په دورن کې په ۱۷ ولایتونو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۶۶ اورپکي ووژل.

نورو راپورونو چې ښایي د یادو مړینو یو شمېر یې په مکرر ډول ذکر کړي وي په ننګرهار ولایت کې د داعش او طالبانو د ۲۱ اورپکو، په هلمند ولایت کې د ۵۲ طالبانو او په لغمان ولایت کې د ۴ طالبانو د مړینې په هکله راپور ورکړی دی.

پژواک خبري اژانس د اکتوبر په ۲۷مه راپور ورکړ چې د اکتوبر په ۲۶مه په ننګرهار ولایت کې د داعش ۳۳ تنه غړي ووژل شول.

خامه پرېس د اکتوبر په ۲۷مه راپور ورکړ چې د ملي امنیت ریاست په بلخ ولایت کې یو یرغمل نیول شوی کس راخلاص کړ.

ملي امنیت په دې هکله جزیات نه دي ورکړي چې هغوی تښتول شوی کس څنګه راخلاص کړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500