امنیت

په ننګرهار کې ولسي پاڅونونه هڅه کوي چې داعش له منځه وېسي

د سلیمان راپور

افغان امنیتي ځواکونه د اګست په ۱۲مه د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د متحده ایالاتو د یوې هوایي حملې له ساحې سره نژدې ولاړ دي.‌ د ننګرهار چارواکي او ځايي جنګیالي وایي، چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو، نړیوالو هوایي بریدونو او ولسي پاڅونونو د داعش د اورپکو د پرمختګ مخه نیولې ده. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

افغان امنیتي ځواکونه د اګست په ۱۲مه د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د متحده ایالاتو د یوې هوایي حملې له ساحې سره نژدې ولاړ دي.‌ د ننګرهار چارواکي او ځايي جنګیالي وایي، چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو، نړیوالو هوایي بریدونو او ولسي پاڅونونو د داعش د اورپکو د پرمختګ مخه نیولې ده. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]‌

کابل -- د پاڅون غړي او ځایي چارواکي وایي، چې په ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد ولسي پاڅونونو د دغو اورپکو د پرمختګ مخه نیولې ده.

داعش پلان درلود چې د خپلې خراسان (افغانستان او پاکستان) څانګې مرکز په ننګرهار ولایت کې جوړ کړي، خو پوځي عملیاتو او ولسي پاڅونونو د هغوی دغو هیلو ته د پای ټکی کېښود.‌

د نازیانو ولسوالۍ یوه ۲۹ کلن اوسېدونکي او د ولسي پاڅون غړي عبدالعظیم سلام ټایمز ته وول، «مونږ به هېڅکله هغه جنایتونه او ظلمونه هېر نه کړو چې داعش زمونږ د خلکو پر ضد ترسره کړل،»

هغه وویل، «یادې ډلې په ننګرهار کې د خپل دوه کلن حضور په ترڅ کې زمونږ کورونو او فصلونو ته اور ورواچاوه، زمونږ دیني عالمان او قومي مشران یې ووژل، زمونږ ښځې یې وزورولې او لسګونه نور جنایتونه یې ترسره کړل،»‌

په دغه ولایت کې د داعش د جنګیالیو د ظلمونو او وحشتونو له لیدلو څخه وروسته، ځایي اوسېدونکیو پرېکړه وکړه چې وسلو ته لاس کړي او د هغوی پر ضد جګړه وکړي.‌

هغه وویل، یو کال کیږي چې عظیم او د نازیانو ولسوالۍ لسګونو نورو اوسېدونکیو د ولسي پاڅونونو په چوکاټ کې وسلې راپورته کړي دي.‌

د سپتمبر په ۱۰ مه، د اورپکو او پاڅونوالو تر منځ د نښتو په ترڅ کې، د ولسي پاڅون غړو د داعش ۴ غړي ووژل او ۲ نور یې ژوندي ونیول.

عظیم وویل، «که څه هم چې د ولسي پاڅونونو په همکارۍ په ننګرهار کې داعش ویجاړ کړای شوی دی، او نور مونږ د هغوی د ورانکارو فعالیتونو په هکله څه جدي اندېښنه نه لرو، خو مونږ به تر هغه وخته چې د داعش وروستی اورپکی له منځه وېوړل شي، خپلې وسلې پر ځمکه کېنږدو،»

هغه وویل، پاڅونونو د داعش ټول پاتې جنګیالي دې ته مجبور کړي چې غرونو ته وتښتي.‌

داعش په تېښته دی

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي تایید کړه،‌ چې د ولسي پاڅون غړو د داعش ۴ غړي وژلي دي.‌

هغه وویل، پاڅونوالو همدارنګه له اورپکو څخه ۳ کلاشینکوفونه او یو د ځانمرګي واسکټ ترلاسه کړي دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌«داعش په ننګرهار ولایت کې، چې یو وخت په افغانستان کې د هغوی مرکز وو،مات کړای شوی دی،»

هغه وویل، «داعش نور نشي کولی چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه او مقاومت وکړي.‌ د هغوی شمېر له زرګونو څخه سلګونو ته راکم شوی دی، او کوم کسان چې پاتې دي، هغوی د ننګرهار په لیرې پرتو غرونو کې پناه اخیستې ده.»‌

خوګیاڼي وویل، «داعش خپل دا ظرفیت چې بریدونه او ترهګریز فعالیتونه ترسره کړي، په بشپړ ډول له لاسه ورکړی دی،»‌ او زیاته یې کړه چې د دې ډلې غړي «ډېر کم له غرونو نه راښکته کېږي چې ورانکاري عملونه ترسره کړي.»

هغه وویل، د مثال په توګه، د سپتمبر په ۱۲مه د داعش اورپکو د چپرهار ولسوالۍ په کنډیباغ کلي کې په یوه جومات کې یو مذهبي عالم وواژه.‌

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، «د دوه کلونو په ترڅ کې، امنیتي ځواکونو، ولسي پاڅونونو او د نړیوالو ځواکونو هوایي بریدونو په ننګرهار ولایت کې له ۳۰۰۰ څخه ډېر داعشیان وژلي دي،»‌

هغه وویل، «په وروستیو عملیاتو کې، د سپتمبر له ۷ مې څخه د سپتمبر تر ۱۲مې پورې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ۵۱ تنه اورپکي وژل شوی او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي،»

وزیري وویل، «د افغان امنیتي ځواکونو او نړیوالو ځواکونو د هوایي بریدونو په واسطه د ترسره شویو پرله پسې عملیاتو سربېره، ولسي پاڅونونو هم په ننګرهار ولایت کې داعش ته په ماتې ورکولو کې یو لوی رول لوبولی دی،»

د داعش د ملا د تیر ماتول

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو یوه استازي عصمت الله شینواري وویل، ولسي پاڅونونو داعش ته ویجاړوونکي ګوزارونه ورکړي دي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «امنیتي ځواکونو دا هوډ کړی وو چې په ننګرهار کې داعش ته ماتې ورکړي. په کوټ، شینوارو، اچین، نازیان او پچیراګام ولسوالیو کې د تېر یو نیم کال په ترڅ کې راپورته شویو ولسي پاڅونونو د داعش د ملا تیر ورمات کړ.»

شینواري وویل، «ځایي اوسېدونکي په خپلو سیمو کې بلد دي...‌او په دې توګه،‌ هغوی وکولی شوای چې د داعش پر ضد په اسانۍ سره جګړه وکړي،»‌

هغه وویل، «ما پخپله ډېرې داسې پېښې ولیدلې چې په کې به د داعش اورپکو غوښتل چې له یوه کلي څخه د بل کلي د په نښه کولو لپاره عملیات وکړي، چې د لومړي کلي اوسېدونکیو به د دویم کلي اوسېدونکي د موبایل فونونو له لارې خبرول... چې د خپلو ځانونو دفاع ته تیار واوسي،»‌

شینواري وویل، د ځایي اوسېدونکیو تر منځ همکارۍ او همغږۍ د ولسي پاڅون برخه وال دې ته جوړ کړل چې د داعش د ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسي او د دغې ډلې پر ضد یو منظم جنګ ترسره کړي.‌

هغه وویل، «د داعش د اورپکو هدفونه او عملونه نه یوازې د افغاني ارزښتونو او کلتور پر ضد دي؛‌ بلکې په بشپړ ډول د اسلام د اصولو او عقایدو سره هم مخالفت لري.‌ دغې ډلې په ننګرهار کې داسې جنایتونه ترسره کړي چې پخوا نه وو لیدل شوي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500