جلال اباد -- د افغانستان ټایمز د راپور په اساس، په ننګرهار ولایت کې یوې ځایي قومي ملېشې د دوشنبې په ورځ /د سپتمبر ۱۱ مه/ د داعش ډلې ۴ غړي ووژل او یو کس چې یرغمل نیول شوی وو، یې راخوشې کړ.
د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، چې دغه جګړه په نازیان ولسوالۍ کې پېښه شوه.
خوګیاڼي وویل، چې وژل شوي اورپکي پاکستانیان ول.