افغان ځانګړیو ځواکونو په ننګرهار کې د داعش ۵ خواخوږي ووژل

سلام ټایمز

ننګرهار ولایت -- خامه پرېس د جمعې په ورځ‌ /د غوایي ۶ مه/ د ننګرهار د والي د ویاند عطاءالله خوګیاڼي له قوله راپور ورکړ چې د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو د چارشنبې په ورځ /د غوايي ۴ مه/ په ننګرهار ولایت کې د داعش لږ تر لږه ۵ خواخوږي ووژل.‌

خوګیاڼي وویل چې د ملي امنیت ځواکونو په مومند دره ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل او زیاته یې کړه چې په عسکرو هغه وخت ډزې پیل شوې چې هڅه یې کوله چې د داعش د خواخوږو یو ګروپ ونیسي.

خوګیاڼي وویل، د ملي امنیت ځواکونو د داعش د پنځو ملاتړو د وژلو تر څنګ ځینې وسلې او مهمات ویجاړ کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500