امنیت

چارواکي: افغان ځواکونو په ننګرهار کې په ۳ میاشتو کې نژدې ۲۰۰ اورپکي نیولي دي

د خالد زېري راپور

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه په دې برخه کې خپلې هڅې زیاتوي چې هغه اورپکي، چې په ننګرهار ولایت کې عملیات کوي یا پټيږي، ونیسي. د ننګرهار د والي ویاند، عطاءالله خوګیاڼي، د وږي په ۲۷ مه خبریالانو ته وویل، چې امنیتي ځواکونو د تېرو درې میاشتو په ترڅ کې خواوشا ۲۰۰ تنه د داعش غړي او طالبان نیولي دي.‌ [خالد زېری]

جلال اباد -- د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هغو اورپکو د نیولو لپاره هڅې زیاتې کړي چې په ننګرهار ولایت کې عملیات کوي یا پټیږي.

د ننګرهار د والي ویاند، عطاءالله خوګیاڼي، د سې شنبې په ورځ /د وږي ۲۷ مه/ خبریالانو ته وویل، چې افغان ځواکونو د تېرو درې میاشتو په ترڅ کې د داعش او د طالبانو د ډلې نژدې ۲۰۰ غړي نیولي دي.

هغه په داسې حال کې، چې د نیول شویو کسانو یو ګروپ یې په جلال اباد کې د ملي امنیت د ولایتي ادارې په انګړ کې رسنیو ته ښوده، وویل، «په تېره یوه اونۍ کې ۷ د داعش او یو د طالبانو د ډلې غړي نیول شوي دي. د داعش یو غړی ډېر کم عمره وو او مونږ د ماشومانو روزنځي ته ولېږه. دوه نور ناروغان ول او نه یې شوای کولی چې دلته راشي.»

هغه وویل، مشکوک کسان د ولایت په بېلابېلو برخو کې نیول شوي دي.‌

افغان امنیتي ځواکونو په یوه اونۍ کې دننه د ننګرهار ولایت په بېلابېلو برخو کې ۷ تنه مشکوک اورپکي نیولي دي.‌ محلي مقاماتو د وږي په ۲۷ مه په جلال اباد کې پنځه توقیف شوي کسان رسنیو ته ور وښودل.‌ [خالد زېری]

افغان امنیتي ځواکونو په یوه اونۍ کې دننه د ننګرهار ولایت په بېلابېلو برخو کې ۷ تنه مشکوک اورپکي نیولي دي.‌ محلي مقاماتو د وږي په ۲۷ مه په جلال اباد کې پنځه توقیف شوي کسان رسنیو ته ور وښودل.‌ [خالد زېری]

خوګیاڼي وویل، «د داعش د نیول شویو اورپکو په ډله کې، درې کسان د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي، دوه د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکي، یو د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی او یو د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکي دي. د طالبانو د ډلې غړی یو وخت د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې اوسېده، خو اصلاً د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی.»‌

مشکوکو کسانو اعتراف وکړ

د خوګیاڼي په وینا، نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او له نورې څېړنې او قانوني تعقیب سره مخامخ کیږي.‌

افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسلو یوه ډیپو او د سړک د غاړې بمونه او همدارنګه د افغان ملي اردو یونیفورمونه ونیول. مقاماتو دغه توکي په ننګرهار کې د ملي امنیت د ریاست په انګړ کې رسنیو ته وښودل.‌

د ننګرهار اوسېدونکیو د داعش د ماتولو لپاره د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوډ ستاینه وکړه.‌

د هسکې مېنې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، عبیدالله چې ۳۲ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «پخوا، د داعش جنګیالیو افغانان وژل او هغوی ډېر قوي ول،‌ خو اوس د هغوی ځواکونه له منځه وړل شوي دي. ښایي چې په غرونو کې ځینې جنګیالي پاتې وي، خو نور یې یا تللي، تښتېدلي یا بمبار شوي دي.»

د ننګرهار والي حیات الله حیات د وږي په ۲۴ مه په جلال اباد کې یوې قومي جرګې ته وویل، مشکوک داعشیان او طالبان به په یوه محکمه کې محاکمه کړای شي، چې هغوی یوه نمونه وګرځي او عام خلک د داسې ډلو حقیقي مخونه وپېژني.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500