امنیت

په ننګرهار کې د داعش اورپکو په خپلو جرمونو اعتراف وکړ

د خالد زېري راپور

چارواکو د تلې په ۱۶مه خبریالانو ته وویل، چې د ملي امنیت ریاست ځواکونو د تېرو اونیو په ترڅ کې د داعش شپږ تورن غړي او د طالبانو څلور تورن غړي د ننګرهار ولایت په بېلابېلو برخو کې په عملیاتو کې نیولي دي. [خالد زېری]

جلال اباد -- د داعش شپږو اورپکو، چې د ملي امنیت ریاست په ننګرهار ولایت کې نیولي دي، په ښکاره په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

ځایي چارواکو نیول شوي کسان، د دوشنبې په ورځ /د تلې ۱۶مه/ د طالبانو د ډلې له څلورو غړو سره یوځای، په جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په ولایتي څانګه کې رسنیو ته ور وښودل.

د ننګرهار د والي ویاند، عطاءالله خوګیاڼي، خبریالانو ته وویل، «د داعش شپږ غړي، چې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو، اچین، چپرهار او رودات ولسوالۍ اوسېدونکي او یو د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکی وو، د تېرو دوه اونیو په ترڅ کې په جلال اباد او یو شمېر ولسوالیو کې ونیول شول،»‌

خوګياڼي وویل، «د داعش د نیول شویو غړو له منځه دوه تنه، چې د یوه نوم جواد او د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی دی او په جلال اباد کې په یوه خصوصي پوهنتون کې یې زده کړې کولې، ډېر مهم دي،»

افغان امنیتي ځواکونو په تېرو څو اونیو کې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو برخو کې شپږ داعشي او څلور طالب اورپکي ونیول. ځايي مقاماتو نیول شوي کسان د تلې په ۱۶مه په جلال اباد کې رسنیو ته ور وښودل.‌ [خالد زېری]

افغان امنیتي ځواکونو په تېرو څو اونیو کې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو برخو کې شپږ داعشي او څلور طالب اورپکي ونیول. ځايي مقاماتو نیول شوي کسان د تلې په ۱۶مه په جلال اباد کې رسنیو ته ور وښودل.‌ [خالد زېری]

افغان امنیتي ځواکونو د تېرو څلورو میاشتو په ترڅ کې له ۲۰۰ څخه ډېر د داعش او طالبانو د ډلې مشکوک غړي نیولي دي. [د ننګرهار والي/فیسبوک]

افغان امنیتي ځواکونو د تېرو څلورو میاشتو په ترڅ کې له ۲۰۰ څخه ډېر د داعش او طالبانو د ډلې مشکوک غړي نیولي دي. [د ننګرهار والي/فیسبوک]

هغه وویل، د داعش یو بل مشکوک غړی، «چې صرافان به یې ګواښل او له هغوی څخه به یې پیسې غوښتلې» هم د امنیتي ځواکونو لپاره ډېر ارزښت لري.

اعترافونه

خوګیاڼي وویل، د داعش ټولو نیول شویو غړو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

په یوه ویډیو کې، چې د ملي امنیت ریاست سلام ټایمز ته ورکړې، اورپکي اعتراف کوي چې هغوی د ترهګریزو فعالیتونو په پلانولو او تنظیمولو کې برخه لرله.

د داعش یوه اعتراف کوونکي اورپکي جواد وویل، «هو، زه له اسلامي خلافت [داعش] سره وم. زه او زما ملګري په بېلابېلو ولسوالیو کې په فعالیتونو کې ښکېل وو. حکومت او طالبان دواړه زمونږ دښمنان وو،‌ او مونږ د هغوی پر ضد جنګ کاوه.»‌

هغه د خپلو خبرو په دوام وویل، «ما له څو کالو راهیسې له اسلامي خلافت سره کار کاوه. ما په ډېرو جنګونو کې برخه اخیستې، او بیا حکومت کمین ونیو او زه یې ونیولم.»

خوګياڼي وویل، «د ملي امنیت ریاست ځواکونو د تېروه دوه اونیو په ترڅ کې په جلال اباد او یو شمېر ولسوالیو کې څلور طالب اورپکي هم نیولي دي. په هغوی کې یو پاکستانی او درې د ننګرهار اوسېدونکي دي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500