امنیت

افغان امنیتي ځواکونو له نیول شویو اورپکو څخه وپوښتل 'دلته څوک کافر دی؟'

د خالد زېري راپور

چارواکو د غبرګولي په ۲مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې رسنیو ته د نیول شویو کسانو د ورښودلو پر وخت وویل چې افغان مقاماتو څلور د داعش غړي او اوه تنه طالب جنګیالي مخکې له دې چې هغوی په دغه ولایت کې په ځایي حکومتي ادارو او ملکي خلکو باندې بریدونه ترسره کړي ونیول. [خالد زېری]

ننګرهار -- د ملي امنیت ریاست د غبرګولي په ۲مه په ننګرهار کې څلور د داعش غړي چې غوښتل یې ځانمرګي بمي بریدونه ترسره کړي او اوه تنه طالب اورپکي رسنیو ته وړاندې کړل.

د ملي امنیت ریاست د ولایت په مرکز کې په خپل سیمه ییز دفتر کې وویل، د داعش غړو پلان درلود چې په جلال اباد کې په یوه حکومتي ودانۍ برید وکړي خو افغان ځواکونو ونیول.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل چې په نیول شویو اورپکو کې یو کس داسې دی چې د ګروپ د غړو د روزنې مسؤلیت یې پر غاړه درلود.

هغه یادونه وکړه چې یو نیول شوی کس پاکستانی دی.‌

څلور تنه د داعش غړي او اوه تنه طالب جنګیالي د غبرګولي په ۲مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په سیمه ییز دفتر کې رسنیو ته وړاندې شول. [خالد زېری]

څلور تنه د داعش غړي او اوه تنه طالب جنګیالي د غبرګولي په ۲مه د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست په سیمه ییز دفتر کې رسنیو ته وړاندې شول. [خالد زېری]

په ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت رییس تورن جنرال نظرعلي واحدي اورپکو ته ګوته ونیوله چې پر بې ګناه افغانانو د بریدونو ترسره کولو لپاره پلانونه جوړوي.

هغه پوښتنه وکړه، «دلته کافر چېرې دی چې تاسو راغلي یئ چې ویې وژنئ؟ اسلام د سولې دین دی. هغه نه وایي‌ چې تاسو باید یو بل ووژنئ. خپل وطن پخپله مه ورانوئ.»

د طالب جنګیالیو نیول

د ملي امنیت ریاست همدارنګه ۷ تنه طالب جنګیالي چې امنیتي ځواکونو تېره اونۍ د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې نیولي وو، وړاندې کړل.

میاخېل وویل، دغه یاغیان په جلال اباد ښار او خوګیاڼو، غني خېلو، مومند دره او بهسودو ولسوالیو کې نیول شوي ول.

هغه زیاته کړه چې ځینې یاغیانو هڅه کوله چې ماینونه کېږدي چې عسکرو ونیول.‌

د نیول شویو طالبانو له ډلې څخه د عبدالمنان په نامه یوه کس اعتراف وکړ چې هغوی پر امنیتي ځواکونو د بریدونو تر څنګ د داعش له غړو سره هم جنګ کاوه.

دغه ۲۸ کلن سړي په یادو مراسمو کې وویل،‌ «د هغه ګروپ تر ډېره د داعش پر ضد جنګ کاوه او ځینې وختونه به یې په حکومتي پوستو باندې هم بریدونه کول.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ٹول دروغ دي دروغجنو په دروجن د الله جل جلاله لعنت وي

ځواب ورکړئ

دلته همدوی کافر دي کنه

ځواب ورکړئ

سلامونه ټولو هیواد والو ته نن مو ونیول خو سبا یی بیا خوشی کړی دولت بایــــــد یاد کسان د خلکو تر منځ اعدام کړی #حمزه جبارخیل

ځواب ورکړئ

توقیف شوي کسان باید د هغوی د کړو کارونو له امله راځوړند کړای شي چې د نورو یاغیانو لپاره د عبرت درس وګرځي. حکومت باید داسې ونه کړي چې هغوی په محبس کې واچوي او وروسته یې خوشې کړي.

ځواب ورکړئ