امنیت

د ننګرهار اوسېدونکیو له افغان ځواکونو سره یوځای د داعش پر ضد وسلې پورته کړې

د خالد زېري راپور

د ننګرهار ولایت د پچیر اګام ولسوالۍ له ۱۵۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو د دې لپاره وسلې پورته کړي چې د داعش پر ضد د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي. [خالد زېری]

ننګرهار-- د ننګرهار ولایت د پچیر اګام ولسوالۍ له ۱۵۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو د دې لپاره وسلې پورته کړي چې د داعش پر ضد د افغان حکومت ملاتړ وکړي. [خالد زېری]

د دغې ولسوالۍ د تورې بوړې سیمې اوسېدونکو د ډسمبر په ۲۵ مه دې ته تیاری ونیو چې د داعش د له منځه وړلو لپاره په ترسره کېدونکو عملیاتو کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي او سیمه له نورو ترهګریزو بریدونو څخه خوندي کړي.

په توره بوړه کې د ولسي پاڅون د یوه ۲۰ کسیز ګروپ مشر خان محمد چې ۴۰ کاله عمر لري، وویل، «مونږ تل د حکومت ملاتړ کړی او کوو یې ځکه چې دا حکومت زمونږ دی او مونږ د حکومت یو، خو داعش او نور دښمنان راغلي چې زمونږ په سیمو کې ستونزې جوړې کړي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «له دې امله، مونږ پرېکړه وکړه چې متحد اوسو... او د خپلو سیمو خوندي کول پیل کړو. که اردو د وطن په خاطر ځانونه قرباني کوي، مونږ هم باید دا کار وکړو. هغوی مونږ خوندي کوي، او مونږ هم باید د هغوی د ملاتړ له لارې خپل غیرت وښیو.»

ځايي اوسېدونکي د ډسمبر په ۲۵ مه د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې تیاری کوي چې د افغان ځواکونو تر څنګ د داعش پر ضد وجنګېږي. [خالد زېری]

ځايي اوسېدونکي د ډسمبر په ۲۵ مه د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې تیاری کوي چې د افغان ځواکونو تر څنګ د داعش پر ضد وجنګېږي. [خالد زېری]

هغه په داسې حال کې چې له حکومت نه یې غوښتل، چې ولسي پاڅونونو ته مهمات ورکړي، وویل، «له دې امله، مونږ راغلو او خپلې زړې وسلې مو راپورته کړې چې د خپلو ځواکونو ملاتړ وکړو او د هغوی تر څنګ د دښمن پر ضد ودرېږو،»

خان محمد وویل، «مونږ ژمنه کړې چې د داعش پر ضد تر هغه وخته پورې جنګ وکړو چې مونږ ژوندي یو،»

د یوه ګډ دښمن پر وړاندې جنګ کول

د ولسي پاڅون عمومي مشر ملک لوندرخان وویل، «مونږ هوډ کړی چې هېڅ دښمنانو ته اجازه ورنه کړو چې زمونږ کلیو او سیمو ته راداخل شي. له دې امله، مونږ وسلې راپورته کړي او د ګډ دښمن په مقابل کې جنګېږو.»

خان وویل،‌ «په مونږ کې یو شمېر داسې کسان شته چې پخوا یې د حکومت پر ضد جګړه کوله او یاغیان ول،‌خو اوس هغوی پوه شوي چې هغوی د خارجیانو د ګټو لپاره جنګېدل،»

هغه وویل، «هغوی وطن وراناوه، او خپل ورونه یې وژل. له دې امله، هغوی د سولې بهیر سره یوځای شول، او اوس هغوی بېرته د دښمن پر ضد جنګ کوي او دا زمونږ لپاره د افتخار خبره ده.»

هغه وویل، «مونږ مؤمنان یو او په کلکه د اسلام په لاره روان یو،»

هغه زیاته کړه،‌ «حکومت باید مونږ تجهیز کړي،»

چارواکي ولسي پاڅون ته ښه راغلاست وایي

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي وویل، د ولسي پاڅون د غړو شمېر په ډېرېدلو دی او حکومت له هغوی سره پوره ملاتړ کوي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په ټول ولایت کې د ولسي پاڅونونو ۱۵۰۰ غړو له مونږ سره مرسته کړې چې داعش وځپو او په شا یې وتمبوو،»

هغه وړاندوینه وکړه، «داعش اوس هم د ځینې ولسوالیو په یو شمېر محدودو کلیو کې موجود دی، خو هغوی به ژر له منځه وېوړل شي. له یوې خوا نه، افغان او د قاطع ملاتړ د ماموریت ځواکونه د هغوی پر ضد هوایي بریدونه کوي، او بلې خوا ته ځمکني ځواکونه او د ولسي پاڅون غړي د داعش پر ضد جنګ کوي.»

خوګیاڼي وویل، «له دې امله،‌ مونږ ډاډه یو چې داعش نور نشي کولی چې په ننګرهار کې مقاومت وکړي،»‌

په ننګرهار کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د ۴ مې لوا قوماندان برید جنرال محمد نسیم سنګین د ډسمبر په ۲۵ مه خبریالانو ته وویل،‌ «په ډېرو سیمو کې،‌ د ځایي پاڅون غړو له مونږ سره مرسته کړې ده. هغوی مونږ ته هغه سیمې راښودلي چې هلته دښمن موجود دی. مونږ سمدلاسه لاس په کار شوي یو، او داعش، طالبان او نور ترهګر ګروپونه مو ځپلي دي.»

هغه وویل، «مونږ به نورې سیمې نیسو،‌ او د ولسي پاڅون غړي به ترهګرو ته اجازه ورنه کړي چې بیا بریدونه وکړي،»

هغه وویل، «مونږ به نیول شوې سیمې د ولسي پاڅون غړو ته پرېږدو چې هغوی پخپله خپل کلي وساتي. مونږ به هغوی ته درنې وسلې هم ورکړو،‌ او زمونږ نظامیان به پاتې سیمې هم له داعش او نورو ترهګرو څخه پاکې کړي چې عوامو ته امنیت راولي.»‌

سنګین وویل،‌ «مونږ به ښوونځي بیا پرانیزو،‌ او ناروغان به په روغتیایي مرکزونو کې تداوي کیږي،»

هغه وویل،‌«داعش وار له مخې مات شوی دی،»او زیاته یې کړه چې د دغه ګروپ د غړو شمېر له ۱۰۰۰ کسانو نه هم راکم شوی دی په داسې حال کې چې څو کاله مخکې له ۳۰۰۰ نه هم ډېر وو.

هغه وویل،‌ د داعش د رهبرۍ په له منځه تللو سره به پاتې جنګیالي یا له ترهګرۍ څخه لاس واخلي یا به له منځه وېوړل شي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500