امنیت

افغان ځواکونه په شمال کې د داعش پر ضد لوی عملیات پیلوي

د سلیمان راپور

په دې عکس کې، چې د ۲۰۱۷ د اګست په ۱۰ مه اخیستل شوی، افغان کمانډوز د کابل په لمنه کې په مورهیډ کمپ کې د ډزو کولو په ژوندیو مشقونو کې خپل نوبت ته انتظار کوي. [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

په دې عکس کې، چې د ۲۰۱۷ د اګست په ۱۰ مه اخیستل شوی، افغان کمانډوز د کابل په لمنه کې په مورهیډ کمپ کې د ډزو کولو په ژوندیو مشقونو کې خپل نوبت ته انتظار کوي. [شاه مراعي/ای اېف پي]‌

کابل -- چارواکو د سې شنبې په ورځ /د ډسمبر ۱۲ مه/ وویل، چې د افغانستان اردو پلان لري چې یو لوی عملیات پیل کړي او د هېواد شمالي ولایتونو ته د داعش د بهرنیو جنګیالیو د ورتګ مخه ډپ کړي.

دغه اعلان وروسته له هغه کیږي چې ای اېف پي د افغانستان په شمال کې د فرانسوي اتباعو په شمول د بهرنیو جنګیاليو د حضور په هکله راپور ورکړ.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ای اېف پي ته وویل، «د دفاع وزارت پلان لري چې د سرپل، فاریاب او جوزجان په شمالي ولایتونو کې د داعش پر ضد عملیات پیل کړي،»‌

هغه د نورو جزیاتو له ورکولو څخه پرته وویل، «مونږ پوهېږو چې د هغوی په منځ کې بهرني جنګیالي موجود دي، خو مونږ به د هغوی د تابعیت له پام کې نیولو څخه پرته ټول له منځه وېسو،»

افغان امنیتي پرسونل د جون په ۲۰ مه د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې له داعش څخه د تورې بوړې د بېرته نیولو لپاره د عملیاتو په ترڅ کې په څار ولاړ دي.‌ افغان چارواکي وایي چې داعش په افغانستان کې مات کړای شوی دی. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان امنیتي پرسونل د جون په ۲۰ مه د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې له داعش څخه د تورې بوړې د بېرته نیولو لپاره د عملیاتو په ترڅ کې په څار ولاړ دي.‌ افغان چارواکي وایي چې داعش په افغانستان کې مات کړای شوی دی. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان ولسمشر اشرف غني د ډسمبر په ۱ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اسیا زړه - استانبول بهیر د وزیرانو په سطحه ۷م کانفرانس کې خبرې کوي.‌ [د افغان ولسمشر ماڼۍ]

افغان ولسمشر اشرف غني د ډسمبر په ۱ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اسیا زړه - استانبول بهیر د وزیرانو په سطحه ۷م کانفرانس کې خبرې کوي.‌ [د افغان ولسمشر ماڼۍ]

له سوریې څخه راغلي

د یکشنبې په ورځ، ای اېف پي راپور ورکړ چې فرانسوي او الجیریایي جنګیالي، چې یو شمېر یې له سوریې څخه راغلي،‌ د افغانستان په شمال کې د داعش د لیکو سره یوځای شوي دي.‌

اروپایي او افغان ځایي سرچینو تایید کړه چې د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ د جنګیالیو په منځ کې فرانسوي اتباع موجود ول، او داسې ښکارېده چې ښایي هغوی په افغانستان او پاکستان کې د داعش له خراسان څانګې سره ارتباطات ولري.‌

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د داعش د فرانسوي جنګیالیو د موجودیت خبره ثبتېږي، او دا پېښه وروسته له هغه منځته راځي چې تحلیلګرانو وویل چې ښایي بهرنیو جنګیالیو له سوریې او عراق څخه له را اېستل کېدلو څخه وروسته دغه هېواد ته مخه کړې وي.‌

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري ای اېف پي ته وویل،‌ «مونږ ته داسې راپورونه راغلي چې له ۴۰ نه ډېر داعشي جنګیالي، چې اکثر یې ازبکان دي،‌ په درزاب او قوش تېپه ولسوالیو کې موجود دي،»

داعش 'په منډه دی'

افغان ولسمشر اشرف غني د ډسمبر په ۱ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د اسیا زړه - استانبول بهیر د وزیرانو په سطحه ۷م کانفرانس کې وویل،‌ «داعش په دې کې پاتې راغی چې په افغانستان کې د خپل تش په نامه خلافت لپاره یو بنسټ جوړ کړي،»‌

غني وویل، داعش د ننګرهار له اچین، تورې بوړې او کونړ څخه «په تېښته دی»او زیاته یې کړه چې داعشیان وژل کیږي او افغانستان ترې پاکول کیږي.

هغه وویل، «مونږ په دوامدار ډول د داعش وړتیاوې له منځه وړو او قلمرو ترې نیسو. په تېر کال کې، مونږ د هغوی پر ضد له ۱۵۰۰ څخه ډېر ګډ ځمکني عملیات او ۳۰۰ هوایي بریدونه ترسره کړل.مونږ د هغوی درې مشران او له ۲۵۰۰ څخه ډېر یاغیان ووژل او له ۲۰۰ څخه ډېر داعشي جنګیالي مو ونیول.»‌

غني وویل، له نیول شویو داعشي جنګیالیو څخه پوښتنو ګروېږنو او استخباراتي عملیاتو افغان ځواکونو ته د دې لاره خلاصه کړه چې د ترهګرو په مالي تمویلوونکو، پلانوونکیو او استخداموونکیو باندې بریدونه وکړي او ویې نیسي.

نوموړي وویل، «تېر کال هغوی ۹ ولسوالۍ کنټرولولې؛ اوس د داعشي جنګیالیو څه برخې پاتې دي،»‌

هغه وویل، «داعش له بهرني ملاتړ څخه محروم کړای شوی دی.‌ له هغوی سره وسلې، تأمینات او جنګیالي په ختمېدلو دي. له داعش سره یوازې دا پاتې دي چې په غرونو کې ایسار پاتې شي او له لوږې نه مړه شي.»

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، «د هغوی د زرګونو جنګیالیو او درې مشرانو په وژل کېدلو سره، دغې ډلې همدارنګه په ننګرهار کې د خپل 'خلافت' مرکز له لاسه ورکړ،»‌

وزیري وویل، «یوازې دوه کاله مخکې، داعش د ننګرهار په ګڼ شمېر ولسوالیو باندې واکمني لرله او کولی یې شوای چې لوی بریدونه ترسره کړي،»

هغه وویل، «اوس دې ډلې په دغه ولایت کې خپل ټول قلمرو له لاسه ورکړی، او غرونو ته تښتېدلې ده،»

ژوند عادي حالت ته راګرځي

په ننګرهار کې ځایي چارواکي وایي،په داسې حال کې چې داعش په دغه ولایت کې د بشپړ له منځه تګ د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی،بې ځایه شوي اوسېدونکي بېرته خپلو کورونو ته ورستنېږي.‌

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي سلام ټایمز ته وویل، «داعش په ننګرهار ولایت کې حتی یو دایمي مرکز هم نه لري،»

د اچین ولسوال اسماعیل شینواري سلام ټایمز ته وویل، «دوه کاله مخکې، د اچین ولسوالي د داعش د خراسان څانګې د 'خلافت' تر ټولو لوی مرکز ګڼل کېده.‌ یوازې په اچین ولسوالۍ کې یې له ۲۰ نه ډېر کلي تر واکمنۍ لاندې ول، خو نن ورځ دغه ډله حتی په یوه کلي کې هم حضور نه لري.»‌

هغه وویل، «د اچین زرګونه اوسېدونکي، چې دوه کاله مخکې د داعش د ظلمونو او جنګ له امله بې ځایه شوي ول، اوس بېرته خپلو کورونو ته راستانه شوي دي. ژوند بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی. خلک په خپلو کاروبارونو باندې بوخت دي -- بزګران خپل فصلونه کري، بازارونه پرانستي دي او دوکانداران په پېر او پلور باندې بوخت دي.»‌

افغانانو د داعش 'خلافت' رد کړ

د ننګرهار ولایت یوه قومي مشر ملک محمد خان سلام ټایمز ته وویل، «داعش ادعا کوله چې اسلامي خلافت یې جوړ کړی دی، خو په ننګرهار کې د هغوی د فعالیتونو له پیل څخه د داعش اورپکو تر ټولو سخت جنایتونه، لکه د دیني عالمانو وژل، د بانفوذه قومي مشرانو وژل، د ښځو جبري ودول،‌ د کورونو او باغونو سوزول او لسګونه نور جنایتونه ترسره کړل.»‌

هغه وویل، «دغه عملونه د دې تر څنګ چې د اسلامي خلافت په اساس نه ول، د اسلامي قوانینو پر ضد هم ول،»

ملک محمد خان وویل، «په افغان امنیتي ځواکونو سربېره، د ننګرهار ځایي اوسېدونکیو د داعش د اسلام ضد عملونو،‌ ظلمونو او تحریفونو په غبرګون کې د داعش پر ضد ولسي پاڅونونه وکړل،»

د کابل پوهنتون یوه استاد داود راوش وویل، داعش هڅه وکړه چې د دې ادعا له لارې، چې ګوا اسلامي خلافت یې جوړ کړی دی، افغان عوامو ته دوکه ورکړي.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «خو د دغه ګروپ ایډیالوژي له اسلامي عقایدو او د افغانانو له کلتور سره په بشپړ ډول په ټکر کې وه او له همدې امله د دې ګروپ دا هڅې، چې په افغانستان کې یو دایمي مرکز جوړ کړي، ناکامې شوې.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانان احسان نه منونکي خلک دي. پاکستان څو کاله د هغوی کوربه توب وکړ. د هغوی ماشومان هلته رالوی شول، هغوی په پاکستان کې زده کړې او حتی ودونه وکړل، دقیقا ۲.۵ میلیونو افغانانو. بیا هم د هغوی د کوربه مسلمان ګاونډي اتوم لرونکي هېواد یعنې پاکستان په وړاندې د هغوی چلند بد دی. افغانان باید فکر وکړي. هغوی باید د پاکستان او هندوستان تر منځ یو غوره کړي.

ځواب ورکړئ

زه په دې خوشحالیږم چې هندي اخبارونه ګورم، هغوی له افغانانو سره ښه ملګرتیا لري، زمونږ په وړاندې مخلص او صادق دي.

ځواب ورکړئ