تروريزم

په افغانستان کې د داعش 'ماتې حتمي' شوه

د زیار راپور

د افغان امنیتي ځواکونو یو کارمند په ننګرهار ولایت کې د داعش مشکوک نیول شوي جنګیالي د می په ۲۹ مه په جلال اباد کې بدرګه کوي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د افغان امنیتي ځواکونو یو کارمند په ننګرهار ولایت کې د داعش مشکوک نیول شوي جنګیالي د می په ۲۹ مه په جلال اباد کې بدرګه کوي.‌ [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- د داعش ډلې له تاوتریخوالي څخه په مستقیم ډول متاثر شوي کسان وایي، چې د داعش ایډیالوژي په افغان کلتور یا ټولنه کې هېڅ ځای نه لري.‌

که څه هم چې داعش هغه کسان چې د هغوی غوښتنې یې نه منلې وژل، خو افغانانو د افغانستان په ختیځ کې د تېرو دوه کالو په ترڅ کې د یادې ډلې فعالیتونه رد کړي دي.‌

خیبر سیاف چې ۲۵ کاله عمر لري او د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی او د کابل پوهنتون محصل دی، د داعش د اصلي ظلمونو په هکله خبر دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل،‌ «کله چې د داعش غړي زمونږ کلیو ته راځي، مونږ مجبور یو چې خپل لاسونه په سینه کېږدو او ځمکې ته وګورو. که مونږ داسې ونه کړو،‌ هغوی له خپلې خوښې سره سمې سزاګانې راکوي.»

هغه وویل، په سزاګانو کې د پیسو، فصلونو او مالونو لوټل -- یا تر دې بدتر شامل دي.

سیاف وویل، «هغوی ډېر وختونه بې ګناه ملکي خلک وژل. هغوی د انسانیت او اسلامي رواجونو خلاف دي.»‌

هغه وویل، «هغوی نه پوهېږي...‌ چې خدای پاک په قران کریم کې د رحم او مهربانۍ په هکله څه ویلي دي. هغوی د اسلام نوم بدوي او یوازې دا هڅه کوي ... چې د افغانانو ژوند نورهم خراب کړي.»‌

سیاف وویل، افغانان، له هغې «نا امنۍ او ګډوډۍ» څخه چې داعش جوړه کړې ده، سخت په تنګ شوي دي.‌ نوموړي وویل، «داعش، د هغوی ایډیالوژي او جنګیالي، داسې یو ناورین دی چې په عام ډول له افغانانو سره هېڅ شریک اړخ نه لري.»‌

هغه وویل،‌ «مونږ غواړو چې حکومت او نړیواله ټولنه د هغوی د ځپلو لپاره اوږه په اوږه ودرېږي او مرسته وکړي،»

د داعش تلفات زیات شول

د ۲۰۱۵ له جنورۍ راهیسې چې داعش د خپلې خراسان څانګې، چې په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي، جوړښت اعلان کړ،‌ دغې ډلې ته د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او د ایتلافي ځواکونو له خوا درانه تلفات وراوښتي دي.‌

د اپریل په میاشت کې، د امریکا پوځ د ننګرهار ولایت په یوه لیرې پرته سیمه کې د داعش په تونلونو باندې خپل تر ټولو غټ غیر اتومي بم ور وغورځاوه، چې د افغان حکومت په وینا د یادې ډلې لږ تر لږه ۹۰ کسان یې ووژل.

څو ورځې وروسته، د داعش د خراسان څانګې مشر عبدالحسیب هم په ننګرهار ولایت کې د ځانګړیو ځواکونو له خوا په یوه هدفي برید کې ووژل شو.

داعش ته ور اوښتي زیانونه په وروستیو میاشتو کې په دومدار ډول زیات شوي، چې وروستي هغه یې په توره بوړه کې پېښ شول.‌

د دفاع وزارت په وینا، د جون د ۱۷ - ۱۸ په عملیاتو کېافغان ځواکونو داعش د ننګرهار ولایت له تورې بوړې څخه پسې واخیست، او په دې توګه یې د هغوی دا پلانونه شنډ کړل چې د خپلې خراسان څانګې مرکز هلته جوړ کړي.‌

په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو یوه استازي فرهاد صدیقي سلام ټایمز ته وویل، «سږ کال، داعش په افغانستان کې سخت وځپل شو او دغه کار څو سببونه لرل، چې تر ټولو غټ یې دا وو چې داعش او د هغه ایډیالوژي د افغانستان له کلتور سره سر نه خوري،»‌

هغه وویل، «طالبان افغانان دي او کولی شي چې د سولې بهیر سره د یوځای کېدلو له لارې په افغان سیاسي سیستم کې برخه واخلي،‌ خو د داعش جنګیالي نه افغانان دي او نه هغوی له افغانانو سره کوم څه شریک لري او نه به زمونږ د حکومت برخه وګرځي.»

صدیقي وویل، «کله چې یو ځواک د یوې سیمې په کلتور او رواج برابر نه وي، دا یقیني خبره ده چې هغه به ماتې خوري او دا هغه برخلیک دی چې داعش به په افغانستان کې ورسره مخامخ کیږي. افغانستان به د هغوی لپاره په یوه هدیره بدل شي.»‌

په افغانستان کې د داعش له منځه وړل

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل، «داعش په افغانستان کې له منځه وړل کیږي،»‌

هغه وویل، داعش له بېخه د افغانستان د کلتور، خلکو، ټولنیزو ارزښتونو او رواجونو په اساس جوړ نه دی.

هغه وویل،‌ «دا تر ټولو لویه کمزوري ده او بله دا چې افغانان په یاده ډله کې د کسانو د استخدام په برخه کې مرسته نه کوي. افغانانو د داعش له خوا د خلکو په وژلو او د بې دلیله تاوتریخوالي په ترسره کولو کې د اسلام په وړاندې د داعش منافقت لیدلی دی.»

رادمنش د افغانستان په متحدانو باندې تاکید وکړ چې د افغان ملي دفاعي او امنیتي هوایي او ځمکنیو ځواکونو سره خپلې ژمنتیا ته دوام ورکړي، او په دې خبره یې زور واچاوه چې افغان هوایي ځواک «رادار سیستمونو او جنګي جیټانو» ته ضرورت لري.‌

هغه وویل،‌ «د افغانستان درانه خلک او حکومت او ایتلافیونو په ګډه داسې پرېکړه کړې چې د دغې بدمرغۍ ریښې وباسي،»

په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون یوه محصل حسیب الله اماني هم دې ته ورته احساسات څرګند کړل.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «داعش د دې خاورې په وړاندې پردی دی. زه په دې کې شک نه وینم چې افغانان به، چې په ټول تاریخ کې یې له خپلې خاورې څخه دفاع کړې ده، د حکومت او د حکومت د ایتلافیونو په مرسته دا ډله هم له منځه وېسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه تبصره نه حقیقت وایم قبلولو هیمت سته

ځواب ورکړئ