امنیت

چارواکي: افغانستان داسې پروګرام لري چې تر راتلونکي کاله پورې داعش له منځه وېسي

د سلیمان راپور

د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو یو یونټ د فبرورۍ په ۱۶مه د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عملیات ترسره کوي. [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]

د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو یو یونټ د فبرورۍ په ۱۶مه د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عملیات ترسره کوي. [نورالله شېرزاده/ ای اېف پي]

کابل -- چارواکي وایي، افغان ځواکونه په ننګرهار ولایت کې د داعش پر اورپکو کړۍ ورتنګوي، او وړاندوینه کوي چې د را روانو ۱۲ میاشتو په ترڅ کې به دغه ډله له منځه وېسي.

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو چې د ایتلافي الوتکو مرسته ورسره وه، د فبرورۍ په ۱۲مه په دغه ولایت کې شاهین ۲۵ عملیات پيل کړل چې هلته د داعش فعالیتونه ودروي.

د افغان ملي اردو لوی درستېز جنرال قدم شاه شهیم د فبرورۍ په ۱۸مه په کابل کې وویل، تر راتلونکي پسرلي پورې به په افغانستان کې داعش له منځه وېوړل شي.

هغه وویل، «د تېر یوه کال په ترڅ کې، امنیتي ځواکونو وکولی شوای چې د داعش د جګړې ماشین سخت ویجاړ کړي. هغوی د ۱۱ جیګپوړو قوماندانانو په ګډون د داعش ۱۹۵۵ غړي ووژل، او د داعش حضور یې له ۹ ولسوالیو څخه یوازې دوه ولسوالیو ته راکم کړ.»

هغه وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو زابل، فراه او هلمند ولایتونه له داعش څخه پاک کړل، او دا چې اوس دغه ګروپ د ننګرهار په ځینې لیرې پرتو سیمو کې فعالیت کوي.

داعش تر حملې لاندې

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري سلام ټایمز ته وویل، «افغان امنیتي ځواکونو داعش ته ویجاړوونکي زیانونه او تلفات وراړولي دي.»

د داعش په هغو ۱۱ قوماندانانو کې چې په افغانستان کې په جنګ کې وژل شوي دي د طالبانو پخوانی قوماندان او په افغانستان کې د داعش مؤسس عبدالرؤف خادم چې د ۲۰۱۵ په فبرورۍ کې په هلمند کې ووژل شو؛ د پاکستان، افغانستان او خواوشا سیمو په شمول د خراسان څانګې مشر حافظ سعیدخان؛ او د خراسان د څانګې پخوانی مرستیال مشر ګل زمان، چې د ۲۰۱۵ په جولای کې ووژل شو، شامل دي.

وزیري وویل، «د داعش په وژل شویو غړو کې ځینې بهرني اتباع شامل دي چې ۴ کسان په کې تاجکستاني، ۱۱ کسان ازبکستاني، ۷ کسان چیچنیایي، ۴ اوېغور او ۸ عربان دي.»

هغه وویل، هغه سیاسي او نظامي ملاتړ چې افغانستان یې له نړیوالې ټولنې څخه ترلاسه کوي د داعش په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

د داعش د له منځه وړلو تر شا نور فکټورونه په افغان هوایي ځواک کې نوي پیلوټان، د پوځي وړتیاوو زیاتېدا، د عصري تجهیزاتو رارسېدا او د متحدینو د روزونکو او مشاورینو کار دی.

وزیري وویل، «د افغانستان نړیوالو ستراتیژیکو متحدانو ژمنه کړې چې د ترهګرۍ، او په ځانګړې توګه د داعش پر ضد جګړه کې قاطع مرسته او همکاري وکړي. مونږ پلان لرو چې د داعش ټول ستراتیژیک او اداري مرکزونه او نظامي او روزنیز کمپونه، او همدارنګه د داعش مرکزي اداره له منځه وېسو.»

د داعش د ویجاړولو مرکزي ټکی

ولایتي چارواکي وایي، ولسي پاڅونونو او امنیتي ځواکونو په ننګرهار ولایت کې، چې د هغوی وروستی سنګر دی، دغه ګروپ سخت کمزوری کړی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼي سلام ټایمز ته وویل، «امنیتي ځواکونو د ولسي پاڅونونو د غړو په همکارۍ سره په نازیان او پچیراګام ولسوالیو کې داعش ویجاړ کړی دی، او د هغوی حضور اچین او هسکې مېنې ولسوالیو پورې محدود کړای شوی دی.»

هغه وویل، «افغان ځمکنیو ځواکونو د داعش د له منځه وړلو لپاره د شاهین ۲۵ عملیات پيل کړل. د ایتلاف هوایي ځواکونه د داعش په مخنیوي کې برخه اخلي.»

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي به د داعش له منځه تلل وستایي.

په ننګرهار ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال غفور جاوېد وویل، «داعش په ننګرهار کې تر ټولو ډېر فجیع ظلمونه ترسره کړي دي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی مذهبي عالمان او قومي مشران ووژل، د خلکو کورونه یې وسوزول، د ښځو او ماشومانو په شمول ملکي خلک یې ووژل، ښوونځي یې بند کړل او کلینیکونو ته یې اور ورته کړ.»

هغه وویل، «د ننګرهار خلک به نور دغه ډول بشرضد او اسلام ضد کارونه ونه زغمي. هغوی به د پخوا په څېر د دغه ترهګر ګروپ په مقابل کې ولسي پاڅونونه ترسره کړي، او د امنیتي ځواکونو سره به اوږه په اوږه د داعش له منځه تلل ولمانځي.»

د افراطیت په وړاندې نه زغم

په افغانستان کې د داعش د زوال یو بل فکټور د دغې ډلې افراطي ایډیالوژي ده.

په کابل پوهنتون کې د ټولنپوهنې یوه استاد داود راوش سلام ټایمز ته وویل، «د داعش فکر او ایډیالوژي د افغانستان له اصلي عقایدو او عنعناتو سره په تضاد کې دي. له دې امله، دغه افراطي ډله نه یوازې د کلک ولسي ملاتړ په ترلاسه کولو کې پاتې راغله؛ بلکه همدارنګه له پاڅونونو سره هم مخامخ شوه.»

هغه وویل، هر هغه حرکت چې په افغانستان کې له ولسي فکر سره په ټکر کې واقع کیږي هغه به ونشي کولی چې بري ته ورسېږي.

هغه وویل، «یو وخت داسې وو چې طالبانو پراخې سیمې ونیولې.‌ خو د هغوی افراطیت او بنسټپالنې افغاني ټولنه دې ته جوړه کړه چې د هغوی مخالفت وکړي،‌ او د طالبانو حکومت [۱۹۹۶ - ۲۰۰۱] ژر مات کړای شو.»

په کابل کې د امنیتي چارو کارپوه حشمت امرخېل سلام ټایمز ته وویل، حکومت اراده او پلان لري چې داعش وځپي.‌

هغه وویل،‌ «ډېر وخت نه کیږي چې،‌ حکومت د افغانستان د ملي امنیت ستراتیژي جوړه کړې ده، چې په هغې کې د داعش له منځه وړل د یوه غټ لومړیتوب په توګه یاد شوي دي.‌ د داعش د جیګپوړو مشرانو وژنه او ورسره د هغوی د فعالیت د سیمو محدودول ښیي چې د یادې ډلې د ماتولو په لور حرکت پیل شوی دی.»

هغه وویل،‌ «د افغانستان د متحدانو له خوا له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو سره پوځي ملاتړ او همکارۍ له بل هر پخواني وخت څخه د داعش ویجاړول ډېر محتمل ګرځولي دي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500