تروريزم

هغه افغانان چې له داعش سره یوځای کیږي هغوی له سختو عواقبو سره مخامخ کیږي

د سلیمان راپور

افغان امنیتي ځواکونه د می په ۱ د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګي بمي بریدګر جسد ته ګوري. دغې چاودنې بل څوک ونه واژه خو یوه زغره واله عراده یې ویجاړه کړه. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان امنیتي ځواکونه د می په ۱ د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د یوه ځانمرګي بمي بریدګر جسد ته ګوري. دغې چاودنې بل څوک ونه واژه خو یوه زغره واله عراده یې ویجاړه کړه. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- افغان سیاسي او دیني مشران په اتباعو باندې تاکید کوي چې له اورپکو ډلو، او په ځانګړې توګه داعش څخه، چې ایډیالوژي یې له افغان کلتور او دین سره په ټکر کې ده، فاصله ونیسي.

په ولسي جرګه کې د فاریاب ولایت یوه استازي بشیراحمد ته ینج سلام ټایمز ته وویل، «داعش په افغاني ټولنه کې یو منفورترهګر ګروپ دی،»

هغه وویل، «کله چې یو افغان له دغه ګروپ سره یوځای کیږي، نور خلک د هغه او د هغه د کورنۍ په وړاندې کرکه او نفرت ښیي. هغوی د خپلو خپلوانو په شمول د افغانانو په منځ کې په دایمي توګه خپل حیثیت له لاسه ورکوي،»

د ته ینج په وینا، ان وروسته له هغه چې د داعش غړي د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شي، د هغوی مېرمنې او ماشومان یې د پېغور له امله زورېږي.

افغان کمانډوز د اپریل په ۲۳مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د امریکا له خوا د ترسره شوي بمي برید په ساحه کې ګزمه کوي. افغان چارواکو د اپریل په ۱۵مه اعلان وکړ چې دغه بم د داعش ۹۰ تنه غړي ووژل. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

افغان کمانډوز د اپریل په ۲۳مه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د امریکا له خوا د ترسره شوي بمي برید په ساحه کې ګزمه کوي. افغان چارواکو د اپریل په ۱۵مه اعلان وکړ چې دغه بم د داعش ۹۰ تنه غړي ووژل. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

هغه وویل، «د هغوی مېرمنې او ماشومان په سخت ټولنیز او اقتصادي حالت کې ژوند کوي. په حقیقت کې، هغوی په کوڅو کې خیر غواړي.»

'په اسلام کې د افراطیت لپاره ځای نشته'

د علماوو د ملي شورا په وینا، داعش یوه راډیکاله او سخت دریځه ډله ده چې ایډیالوژي یې له اسلام څخه کږه شوې ده.

د افغانستان د علماوو د شورا ویاند محمد قاسم حلیمي سلام ټایمز ته وویل، «له داعش سره -- چې هېڅ اسلامي، انساني یا افغاني ارزښتونو ته ژمن نه دي، یوځای کېدا، په اسلامي دوکتورین، انساني وقار، بشري حقونو او افغاني دودونو باندې حملې سره برابره ده.»

هغه وویل، د مثال په توګه، د مارچ په ۸ مه په کابل کې په سردار داودخان روغتون باندې د داعش ظالمانه برید -- او د ګڼ شمېر ډاکترانو او ناروغانو وژل او د طبي وسایلو ویجاړول «په ښکاره توګه منع دي».

هغه وویل، «هغه افغانان چې هغوی له داعش سره یوځای کیږي او دغه ډول طبي او روغتیایي مرکزونه ویجاړوي باید پوه شي چې یوه ورځ به داسې راشي چې د هغوی خپلې کورنۍ او خپلوان به دغه ډول روغتیایي مرکزونو او ډاکټرانو او درملنې ته ضرورت ولري .»

حلیمی وویل، د «جنسي جهاد په موضوع کې، د ښځو نیول او بیا هغوی د جنسي وینځو په توګه کارول... په بشپړ ډول د اسلامی اساساتو او افغان کلتور پر ضد دي.»

هغه وویل، «دا د داعش له خوا د ښځو په مقابل کې د ترسره شویو جرمونو تر ټولو ډېر وحشتناک مثال دی،»

هغه وویل، «د قراني ایتونو په اساس، په اسلام کې افراطیت ته هېڅ ځای نشته. سربېره پر دې، هر هغه څوک چې د داعش یا کوم بل افراطي ګروپ اړخ نیسي، هغه نور نو د مسلمان ملت غړی نه ګڼل کیږي.»

د داعش تلفات 'په ډېرېدلو دي'

په عین حال کې، د دفاع وزارت وویل چې د داعش د خراسان څانګه د هرې ورځې په تېرېدلو سره د بشپړ له منځه تګ خوا ته ورنژدې کېږي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل، «د داعش د تلفاتو شمېر په بې مثاله ډول پورته روان دی،»

هغه د اپریل په ۲۸مه سلام ټایمز ته وویل، «افغان امنیتي ځواکونو په تېره اونۍ کې د داعش دوه سوه غړي ووژل. سربېره پر دې، د حمزه عملیاتو له پیل [د مارچ ۳۱ مې] راهیسې، یوازې په ننګرهار کې د داعش له ۵۰۰ څخه ډېر اورپکي وژل شوي دي.»

وزیري وویل، «د هغو افغانانو چې له داعش سره یې بیعت کړی وو قاطع اکثریت وژل شوي دي،» او زیاته یې کړه چې، «د داعش د خراسان څانګه په افغانستان کې د زوال پولې ته ور رسېدلې ده.»

په ولسي جرګه کې د هلمند ولایت یوه استازي عبدالجبار قهرمان وویل، «د داعش خراسان څانګه... نه یوازې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد بلکه همدارنګه د افغان ملکیانو پر ضد جګړه کوي. د خلکو په منځ کې د هغوی لپاره هېڅ ځای نشته.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، دغه جګړې ډېرو افغانانو ته «بدمرغي» راوړي او «احتمال لري چې په ذهني او اروایي ستونزو یې اخته او له اقتصادي ننګونو سره مخامخ کړي،»

هغه وویل، هغه افغانان چې له داعش سره یوځای کیږي هغوی به بې له شکه وژل کیږي، او بالاخره د هغوی مېرمنې او ماشومان به د ټولنې لپاره په بار باندې بدل شي،» او زیاته یې کړه چې، «ترهګرې ډلې، د نشه ییزو توکو مافیا او د انسانانو قاچاق وړونکي به له هغوی څخه ګټه واخلي.»

قهرمان اخطار ورکړ چې، «د دغه حالت دوام به افغاني ټولنه د یوه جدي بحران خواته بوځي.»

او دا به د داعش د غړو د اولادونو لپاره یو نه جبران وړ شرم رامنځته کړي.

د کونړ او هرات ولایتونو پخواني والي سید فضل الله وحیدي وویل، «داعش د خپلو ګومارل شویو کسانو د مغزونو د وینځلو لپاره بېلابېلې طریقې استعمالوي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا کسان له له وژلو، ځانمرګو، چاودنو، وحشت او ظلم څخه پرته نور څه نه پېژني. تر دې چې ما د داعش د غړو داسې قضیې لیدلي چې هغوی په هلمند او اروزګان ولایتونو کې خپل وروڼه وژلي دي.»

وحیدي وویل، «داعش د افغانستان د خلکو له رواجونو سره سر نه خوري، نو له داسې یوې ډلې سره یوځای کېدل په ټول هېواد کې شرم ګڼل کیږي. د هغو کسانو کورنۍ او خپلوان چې هغوی له داعش سره یوځای کیږي به د هغوی د ژوند په پاتې برخه کې له شرمه ډک وخت تېروي او دغه شرم به خپلو راتلونکو اولادونو ته هم پرېږدي.»

د افغان مدني ټولنې د جرګې اداري رییس عزیز رفیعي وویل، «داعش د ټولو افغانانو لپاره یوه وحشتناکه، بدرنګه او د نه منلو وړ پدیده ده. کله چې یو افغان له دغې ډلې سره یوځای کیږي، بې له شکه چې نور هغه ته د یوه ترهګر، قاتل او وحشي په سترګه ګوري.»

رفیعي سلام ټایمز ته وویل، وروسته له هغه چې یو څوک له داعش سره یوځای شي، «هغه به بیا ونشي کولی چې خپل عادي ژوند ته بېرته راوګرځي. حتی که هغه په جګړه کې بچ هم شي... هغه به بیا داسې لاره ونه لري چې بېرته خپل کاله ته ستون شي.»

هغه وویل، «دلیل دا دی چې خلک به داسې یو څوک چې له داعش سره یې بیعت کړی وي... او د هغه لاسونه په وینو سره وي -- پرې نه ږدي چې خپل کور ته بېرته ورستون شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500