امنیت

افغان ځواکونه د طالبانو پر ضد د لویو متقابلو بریدونو لپاره تیاری نیسي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د افغان ملي اردو یو سرتیری د چنګاښ په ۱۴مه له کابل ښار څخه شاوخوا ۷۰ کیلومتره لیرې په بګرام کې د متحده ایالاتو د پخواني هوایي ډګر دننه د یوه روغتون په دروازه کې په پيره ولاړ دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغان ملي اردو یو سرتیری د چنګاښ په ۱۴مه له کابل ښار څخه شاوخوا ۷۰ کیلومتره لیرې په بګرام کې د متحده ایالاتو د پخواني هوایي ډګر دننه د یوه روغتون په دروازه کې په پيره ولاړ دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- په داسې حال کې چې طالبان د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خپل یرغل ته دوام ورکوي، افغان چارواکو د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۵مه/ ژمنه وکړه چې ټولې هغه ولسوالۍ به چې په وروستیو ورځو کې یې طالبانو ته بایللي دي، بېرته ونیسي.

افغان چارواکو په سلګونو کومانډو او د حکومت پلوه ګروپ غړي د افغانستان په شمال کې ځای پر ځای کړل ترڅود طالبانو د هغه یرغل مقابله وکړي چې په نتیجه کې یې په سلګونو افغان عسکر مجبور شوي وو ترڅو ګاونډي هېواد تاجکستان ته واوړي.

جنګ په څو ولایتونو کې زیات شوی دی، خو یاغیانو تر نورو مخکې د هېواد په شمال کې په کلیوالو سیمو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي دي.‌

د افغانستان د دفاع وزارت یوه ویاند فواد امان ای اېف پي ته وویل، «موږ پلان لرو چې یو ستر یرغل پيل کړو او له دښمن څخه هغه سیمې چې له لاسه مو ورکړي دي بېرته ونیسو.»

د تاجکستان د چټک غبرګون ځواکونه په تاجکستان کې د چوروخدارون د روزنې په ډګرونو کې. [نعمت الله میر سیدوف]

د تاجکستان د چټک غبرګون ځواکونه په تاجکستان کې د چوروخدارون د روزنې په ډګرونو کې. [نعمت الله میر سیدوف]

امان وویل، « زموږ ځواکونه د دغو عملیاتو لپاره په میدان کې تنظیمیږي.»

په تخار او بدخشان ولایتونو کې په سلګونو سرتیرو او د حکومت پلوه ګروپ غړي ځای پر ځای شوي دي.‌

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو ویلي چې هغوی اراده لري ترڅو د طالبانو د یرغل پر وړاندې، چې د غوایي په نیمایي کې په داسې حال کې پیل شو چې د متحده ایالاتو او ناټو عسکرو د وږي تر ۲۰مې پورې د بشپړ وتو د پلان سره سم مخ ته ځي، د غټو ښارونو، سړکونو او سرحدي ښارګوټو په خوندي کولو باندې تمرکز وکړي.‌

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د هېواد په ښارونو باندې خپل کنټرول ساتي په داسې حال کې چې کومې سیمې یې چې له لاسه ورکړې هغه په لږ نفوس لرونکیو کلیوالو سیمو کې دي.

د افغانستان په چارو کې د بحران د نړۍ وال ګروپ یوه جګپوړي شنونکي انډریو واټکینس وویل،‌ «ډېرې هغه ولسوالۍ چې له لاسه وتلي دي د هغو نیول ډیر آسانه وه -- لیرې پرتې وې، د تقویتي ځواکونو ور رسول سخت او ستراتیژیک پوځي ارزښت یې کم وو.»

د سولې او یوه سیاسي حل لپاره په مذاکراتو کې د مخلصانه ګډون پرځای، داسې ښکاري چې طالبان په دې تمرکز کوي چې سرتېري یې له نظامي لارې څخه بریا ترلاسه کړي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن تېره جمعه په سپینه ماڼۍ کې هڅه وکړه چې اندېښنې کمې کړي.

هغه وویل، د متحده ایالاتو پوځ هڅه کوي چې له لیرې ظرفیت باندې تمرکز وکړي او داسې وسلې ورکړي چې له حکومت او ځواکونو سره یې د اړتیا پر وخت مرسته وکړي.

د رسنیو راپورونه وایي چې ښایي پنتاګون په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰ عسکر وساتي ترڅو په کابل کې د متحده ایالاتو دپلوماتیک کمپاونډ ساتنه وکړي.

په کابل کې د متحده ایالاتو جګپوړي استازي راس وېلسن د یاغیانو عملیات وغندل.

هغه د شنبې په ورځ په یوه ټویټ‌ کې ولیکل، «تاوتریخوالی او ترهګري سوله نشي راوستلی.»

منځنۍ اسیا د تیارسۍ په حال کې

د تاجکستان دولت د ملي امنیت کمېټې د دوشنبې په ورځ‌ تایید کړه چې افغان سرتېري تېره شپه له طالبانو سره له نښتو څخه وروسته د هغوی هېواد ته ور اوښتي دي.

د تاجکستان د دولتي معلوماتي ادارې له خوا خپره شوې اعلامیه وایي، «د ښه ګاونډیتوب او د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاس وهنې د موقف اصل ته په پام سره، د افغان حکومتي ځواکونو پوځي منسوبینو ته اجازه ورکړل شوه ترڅو د تاجکستان خاورې ته داخل شي.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا خپره شوې یوه اعلامیه وایي،‌ په ځواب کې تاجک ولسمشر امام علي رحمان «د ۲۰ زرو احتیاطي سرتېرو د توظیف حکم وکړ چې د تاجکستان او افغانستان تر منځ پوله لا نوره ټینګه کړي.»

ای کی آی پرېس راپور ورکړ چې، رحمان د امنیت شورا غړو او دفاعي او قانون نافذوونکیو ادارو ته حکم وکړ چې د تاجکستان او افغانستان تر منځ د سرحد د خوندی کولو لپاره کلک ګامونه واخلي.

دغه راز د ازبک ولسمشر د رسنیو دفتر په یوه اعلامیه کې وویل چې رحمان د دوشنبې په ورځ د ټیلیفون له لارې له ازبک ولسمشر شوکت میرزایویېف سره خبرې کړې.

دواړو مشرانو د تاجک - افغان اړیکو د اړوندو مسایلو او سیمه ییزې همکارۍ او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د زیاتېدونکي تاوتریخوالي او په سیمه باندې د هغه د ممکن اغېز په هکله بحث وکړ.

موږ به تسلیم نشو

افغان قوماندان جنرال میر اسدالله کوهستاني چې اوس د بګرام د هغه هوایي ډګر مسؤل دی چې له هغه نه امریکایي جنګي الوتکو په تېرو ۲۰ کالونو کې د طالبانو پټنځایونه بمبارول، وویل، افغان ځواکونه تیار دي چې د اورپکو پر ضد دفاع وکړي.‌

کوهستاني وویل هغه ته سر له اوسه داسې راپورونه ور رسېدلي چې طالبان د دغې هوایي اډې شاوخوا «کلیو کې خوځښتونه» کوي.

په بګرام کې یوه مؤظف سرتېري رفیع الله وویل، «دښمنان قاطع دي او دا ښکاره خبره ده چې دلته به برید وکړي.»

هغه په داسې حال کې چې شاته یې دوه افغاني پوځي چورلکې پورته شوې، وویل، «خو موږ به هغوی ته فرصت ورنه کړو.»

رفیع الله ټینګار وکړ چې، «موږ دلته د خوب کولو لپاره نه یو راغلي. دلته هر کس دې ته تیار دی چې بګرام خوندي کړي. زموږ مورال لوړ دی.»

یوه بل سرتیري هم په پوره زړورتیا سره وویل چې هغه چمتو دی چې د طالبانو پر ضد جنګ وکړي.‌

هغه وویل، «موږ به تسلیم نشو، خو موږ وسلو او د خپلو مشرانو قوي ملاتړ ته اړتیا لرو.»

د دفاع وزارت د شنبې په ورځ وویل، د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې له افغان حکومتي ځواکونو سره په جګړه کې له ۳۰۰ څخه ډېر طالب جنګیالي وژل شوي دي.

په لسګونو کسان د شنبې په ورځ په هلمند ولایت کې، چې یاغیان او حکومتي سرتېري په کې په مکرر ډول نښتې کوي، د سهار وختي یوه برید په ګډون، په هوایي بریدونو کې ووژل شول.

د هلمند د ولایتي شورا یوه غړي عطاءالله افغان ای اېف پي ته وویل، «افغان هوایي ځواک په وروستیو ورځو کې د طالبانو د پټنځایونو پر ضد خپل هوایي بریدونه زیات کړي او یاغیانو ته سخت تلفات ور اوښتي دي.»

د دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه بله اعلامیه کې وویل چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې په لغمان، ننګرهار، پکتیکا، کندهار، زابل، بادغیس، بلخ، جوزجان، هلمند، بدخشان، کندوز او کاپیسا ولایتونو کې کې ۲۶۱ تنه طالب اورپکي ووژل شول او ۲۰۶ تنه نور ټپیان شول.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ وویل چې په یوه بله پېښه کې افغان هوایي ځواک د دوشنبې په ورځ د معراج په نامه یو طالب اورپکی چې د افغانستان په جنوب لوېدیځو ولایتونو کې د ځانمرګو بریدونو د چمتو کولو مسؤل وو، له پنځو کسانو سره چې د ځانمرګو بریدونو لپاره چمتو شوي ول، یو ځای په نښه کړ او ویې واژه.‌

اعلامیه وایي، «معراج د جنوبي ولایتونو لپاره د طالبانو د نظامي قوماندان صدر ابراهیم د تره زوی وو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغان ملي اردو او ملي امنیت ریاست ځواکونه د افغانستان اتلان او زمریان دي.‌

ځواب ورکړئ

د افغان ملي اردو عسکر د افغانستان د تاریخ او هویت اتلان دي. هغوی زمونږ د هېواد لپاره ویاړ دي، ځکه چې هغوی تل د بریا بیرغ پورته کوي او د ترهګرو او وحشي طالبانو، چې د ماشومانو او بې ګناه ملکي خلکو په شمول زمونږ په زرګونو هېوادوال یې وژلي دي، پر ضد جنګ کوي.‌ څو چې دا ریښتني او هېوادپال افغانان ژوندي وي، هغوی به دا د پاکستان مزدوران ونه بخښي. مونږ د خپلې ملي اردو ملاتړ کوو.

ځواب ورکړئ

طالبان او د هغوی ملاتړي، که هغه مدني فعالان دي، سیاستوال دي، ژورنالستان دي،‌ کوم بل څوک دی یا د خلکو بل داسې ګروپ دی چې د طالبانو ملاتړ کوي هغوی باید معلوم او له منځه وېوړل شي، بله لاره نشته.

ځواب ورکړئ

افغان امنیتي ځواکونه باید د طالبانو د بریدونو پر وړاندې پوره چمتو واوسي، او حکومت باید د دغو ځواکونو د مسلکي کولو لپاره کار وکړي.‌ د افغانستان د خوندي کولو یوازنۍ لاره دا ده چې د هېواد امنیتي ځواکونه قوي او مسلکي کړای شي.‌ افغان ځواکونه ډېرې ستونزې لري.‌ افغان ځواکونو ته د ډېرو تلفاتو د ور رسېدلو اصلي دلیل دا دی چې هغوی مسلکي نه دي. که دا ځواکونه مسلکي وای، په تېرو کلونو کې به دومره تلفات نه وای ور رسېدلي، ځکه چې طالبان او نور ګروپونه دومره پرمختللي پوځي تجهیزات نه لري لکه افغان امنیتي ځواکونه یې چې لري، لاکن د افغان ځواکونو تلفات د حکومت ضد ډلو د تلفاتو په نسبت ډېر دي. دا له دې امله چې هغوی غیر مسلکي دي او ډېر پوځي تمرینونه یې نه دي ترلاسه کړي. حکومت باید هڅه وکړي چې هغوی ته روزنه ورکړي.‌

ځواب ورکړئ

خبره ښکاره ده، جنګ اصلا د دوه کمپونو تر منځ دی. په یوه کمپ کې (طالبان، پاکستان او ایران) شامل دي چې غواړي افغانان ووژني او په افغانستان کې د ښوونځيو، روغتونونو، د اوبو او برېښنا بندونو، ... په شمول تاسیسات ویجاړ کړي او په بل کمپ کې د افغانستان حکومت (که څه هم چې پراخ اداري فساد په کې موجود دی)، ملي اردو او نړۍ واله ټولنه موجود دي چې غواړي افغانستان په نړۍ کې د عزت مقام ولري، له نړۍ سره سیاسي، اجتماعي، تخنیکي او علمي اړیکې ولري. د دې لپاره چې په ترهګرو او د ترهګرۍ په ملاتړو باندې غلبه ترلاسه شي، په کار ده چې د افغانستان د ملي اردو کومانډو او ځانګړي ځواکونه زیات شي او لا ښه روزنه ورکول شي. ویل کیږي چې دا وخت افغانستان څلوېښت زره کومانډو سرتېري لري، که دا څلوېښت وي‌ باید اتیا زره شي که شپېته زره وي دا دې ۱۲۰ زره شي او دغسې په کار دی چې سپیشل فورسز چې ویل کیږي اوس درې زره یا پنځه زره دي هغه باید له لسو زرو نه واوړي. لنډه خبره دا ده چې مونږ د پاکستان له مجهز او سخت تربیه شوي ترورست پوځ سره په مقابله کې یو چې اوس هم د خپل پخواني جنرال اختر عبدالرحمان لاره او شعار تعقیبوي وي چې ویل به یې کابل باید وسوزي.‌ تل دې وي د افغانستان او نړۍ والې ټولنې دوستي، مرګ په پاکستان، ایران او نورو ترهګرو.

ځواب ورکړئ

زما په نظر د ولسوالیو د سقوط او د طالبانو له خوا د یرغلونو د زیاتېدلو سبب د امنیتي ادارو د چارواکو بې کفایتي ده. د امنیتي ادارو تر منځ همغږي نشته. سربېره پر دې، د امنیتي ځواکونو سیاسي کېدل د امنیتي ځواکونو د سقوط او ماتې سبب ګرځېدلی دی. د پوستو او ولسوالیو چارواکي او قوماندانان د رشوت او واسطې په اساس ټاکل کیږي. هغوی داسې د اړتیاوړ ظرفیت نه لري چې دا جنګ مدیریت کړي. افغان حکومت باید هڅه وکړي چې په امنیتي ادارو کې باکفایته او مجرب کسان وګوماري.

ځواب ورکړئ

زه ستاسو له نظر سره موافق یم، او د ولسوالیو د سقوط له اسبابو څخه یو په هغو سیمو کې چې امنیتي ځواکونه تر محاصرې لاندې وو د امنیتي ځواکونو د جنګي مورال له لاسه ورکول وو، لاکن امنیتي ادارې لاس په کار نشوې او هغوی یې له محاصرې څخه خلاص نه کړل. دغه ډول شیان د دې سبب کیږي چې امنیتي سرتېري ووژل شي یا طالبانو ته تسلیم شي. اوس د امنیتي ځواکونو تر منځ داسې یو فکر موجود دی چې د هغوی خبرو ته څوک غوږ نه نیسي او هیڅوک به هم له هغوی سره مرسته ونه کړي. هغوی په دې باور دي چې هغوی باید تر هغه وخته چې شونې وي جنګ وکړي، که نه، هغوی باید یا خدمت ترک کړي یا تسلیم شي. د عسکرو وینه حکومت ته ارزښت نه لري. اوس وضعیت په داسې حال کې دی چې کله په یوه ځای کې یوه پوسته یا یو بېس سقوط کوي، هیڅوک هم پرې نه خبرېږي. دغو فکتورونو مرسته کړې چې د افغان امنیتي ځواکونو مورال کمزوری شي.

ځواب ورکړئ