امنیت

امریکایي جنرال خبرداری ورکړ چې طالبان باید خپل یرغلیز عملیات ودروي یا دې هوایي بریدونو ته تیار شي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک یو جنګي جیټ د ۱۳۹۸ د سلواغې په ۳مه د افغانستان په فضا کې الوت کوي. [ائتلافي ځواکونه]

د متحده ایالاتو د سمندري ځواک یو جنګي جیټ د ۱۳۹۸ د سلواغې په ۳مه د افغانستان په فضا کې الوت کوي. [ائتلافي ځواکونه]

کابل -- په افغانستان کې د متحده ایالاتو جګپوړي قوماندان د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۸مه/ دا خبره رد نه کړه چې که طالبان په هېواد کې د نویو سیمو د لاندې کولو لپاره خپل کمپاین ته دوام ورکړي د هغوی پر ضد به هوایي بریدونه ترسره شي.

د غوایي له نیمایي راهیسې چې د متحده ایالاتو پوځ د خپلو عسکرو وتل پيل کړل، د هېواد په ناهوارو اطرافي سیمو کې جنګ زیات شوی دی.‌

په افغانستان د متحده ایالاتو پوځي قوماندان امریکایي جنرال سکاټ مېلر د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د متحده ایالاتو پوځ له دې سره سره چې وتلو ته دوام ورکوي، لاکن اوس هم دا جنګي ځواک لري چې د یاغیانو پر ضد هوایي بریدونه ترسره کړي.

هغه وویل، «زه اوس هم دا صلاحیت لرم چې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ او دفاع وکړم او بې له شکه چې د خپلو ځانونو دفاع هم کوو.»

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر (ښی) د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۶مه د افغانستان د وخت د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد (منځ) سره د کابل په لوېدیځ کې د افغان ملي اردو یوه د تلاشۍ پوسته ګوري. [توماس واټکېنس/ای اېف پي]

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر (ښی) د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۱۶مه د افغانستان د وخت د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد (منځ) سره د کابل په لوېدیځ کې د افغان ملي اردو یوه د تلاشۍ پوسته ګوري. [توماس واټکېنس/ای اېف پي]

مېلر وویل، «زه غواړم ووینم چې نور هوایي بریدونه ونشي، خو د دې لپاره چې نور هوایي بریدونه ونشي، تاسو ټول تاوتریخوالی ودروئ،» او زیاته یې کړه چې طالبانو ته یې ویلي چې یرغلیز عملیات ودروي.

په هغه ویډیو کې چې ای اېف پي له ازادۍ راډېو څخه ترلاسه کړی دی، دغه جنرال طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د زور له لارې د هېواد د کنټرول د ترلاسه کولو هڅه دې نه کوي.

امریکاغږ د مېلر دا وینا را نقل کړې چې ویلي دي، «د زور له لارې قدرت ترلاسه کول د هیچا، او په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو، په ګټه نه دي.»

مېلر وویل، «هغه څه چې د افغانانو په ګټه تمامېږي هغه د سیاسي حل په لور څرخېږي. که تاسو تاوتریخوالی کم نه کړئ، سیاسي حل نور او لا نور سختېږي.»

هغه ټینګار وکړ چې د افغان حکومت او طالبانو مرکچیان باید په دوحه کې د مذاکراتو مېز ته ور وګرځي او د دښمنیو لپاره د سیاسي حل لاره راوباسي.

مېلر زیاته کړه، «زموږ د وتو په تړاو د پرمختګ سره سم افغان امنیتي ځواکونه په مناسب ډول ځای پرځای کیږي.»

دغه راز، د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې دغه وزارت یو ۴۰۰۰ کسیز «چټک منتظره ځواک» رامنځته کړی چې د اردو د متقاعدو جنرالانو له خوا یې لارښوونه کېږي او د منظمو امنیتي ځواکونو تر څنګ به د طالبانو پر ضد جنګیږي.

د افغان امنیتي سکتور ویاند جنرال اجمل عمر شینوري وویل، د دغه ځواک منسوبین ټول افغان وګړي دي چې د طالبانو پر ضد د خپل هېواد د دفاع لپاره راوتلي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه فکر کوم چې طالبان به یو ځل بیا په افغانستان کې ژر قدرت ترلاسه کړي. اوس دغه ډله داخلي او خارجي ملاتړ لري. کله چې تاسو د افغانستان شمال او شمال ختیځ ته، او دغه راز د تخار، بدخشان، کندوز او بغلان ولسوالیو ته لاړ شئ، تاسو به وګورئ چې خلک د طالبانو ملاتړ کوي.‌ د یادو ولسوالیو په ټولو دیني مدرسو کې د حکومت ضد درسونه ورکول کیږي. دا وخت وضعیت په ځانګړې توګه په تخار او بدخشان کې ډېر بد دی. خلک د اربکیانو (افغان محلي پولیس) له ظلمونو څخه ستړي شوي دي، له دې امله، هغوی د طالبانو ملاتړ کوي.‌ هغه سوداګر چې ژوند او پانګې یې د دغو لوټمارانو د موجودیت له امله په خطر کې دي، هغوی د طالبانو ملاتړ کوی. د حکومت ملاتړ یوازې هغه خلک کوي چې تنخاګانې ورکول کیږي او په حکومت کې وظیفې لري. د هېواد نور ټول اتباع د طالبانو ملاتړ کوي. د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې، تاسو ولیدل چې د ۲۰ میلیونو مستحقو رایه ورکوونکیو له ډلې څخه له ۲ میلیونو څخه لږو کسانو په انتخاباتو کې برخه واخیستله. له دې نه څرګندېږي چې خلک له موجود حکومت څخه ناخوښه دي. افغان دولتي چارواکي د قدرت په سر په خپلو کې سره سیالۍ کوي.‌ خلک پوهېږي چې له هغوی سره د خلکو غم نشته، بلکې دا غم ورسره دی چې څنګه خپل جېبونه ډک کړي. فقر او بېکاري اوج ته رسېدلي دي. اوس د سیمې هېوادونه هم د طالبانو ملاتړ کوي. روسیه، ایران او متحده عرب امارات اوس دغه ډله په رسمیت پېژني، نو که په سیمه کې د امریکا په شمول لوی قدرتونه مداخله ونه کړي، زما عقیده دا ده چې طالبان به په افغانستان کې له خونړیو جنګونو څخه وروسته موجود رژیم نسکور کړي. زه په نړۍ واله ټولنه او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو باندې غږ کوم چې د دغو ښکاره وژنو او وینو تویېدلو مخه ونیسي.‌ افغانستان دا و

ځواب ورکړئ

اوس طالبان خپل جنګي قوت ارزوي او په هغو ځایونو باندې برید کوي چې د هغوی لپاره یې نیول اسان وي. په جنګ کې د عسکرو اېستل طبیعي کار دی، او حکومت باید له کم وسو سیمو څخه خپل امنیتي ځواکونه وباسي. امنیتي ادارې باید یوه عمومي سروې ترسره کړي او له هغو سیمو څخه خپل ځواکونه وباسي چې هلته د مرستو رسول سخت وي. د دغو ځواکونو په را اېستلو سره، دفاعي کرښې غښتلې کېږي او له ځواکونو څخه باید د طالبانو د یرغلیزو بریدونو پر ضد کار واخیستل شي. حکومت باید د طالبانو د یرغلیزو بریدونو پر ضد یوه مشخصه ستراتیژي جوړه کړي او امنیتي ځواکونه له دفاعي څخه یرغلیزو موقفونو ته واړوي. کله چې په امنیتي ځواکونو یا په یوه ولسوالۍ باندې برید کیږي، د وضعیت د بدلون لپاره باید چټک عمل ترسره شي. دفاعي کرښې باید په داسې طریقه سره همغږي ولري چې ولسوالۍ سقوط ونه کړي او تجهیزات د طالبانو لاسونو ته ونه لوېږي څو وسله والو مخالفینو ته د پروپاګند چانس په لاس ور نشي.

ځواب ورکړئ

طالبان نړۍ وال ترهګر دي او که هغوی د افغانستان کنټرول په لاس کې واخلي، مطمئن اوسئ چې امریکا به هم خوندي پاتې نشي.

ځواب ورکړئ