امنیت

له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو په وتلو سره افغانانو د هغوی وروستی قوماندان وستایه

د سلیمان راپور

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۲۶مه اخیستل شوی، په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال استین سکاټ مېلر (چپ) د میدان وردک ولایت د نرخ ولسوالۍ د لیدلو پر وخت د افغان ملي اردو سرتیرو ته لاس ورکوي. [توماس واټکینس/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۸ د غبرګولي په ۲۶مه اخیستل شوی، په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال استین سکاټ مېلر (چپ) د میدان وردک ولایت د نرخ ولسوالۍ د لیدلو پر وخت د افغان ملي اردو سرتیرو ته لاس ورکوي. [توماس واټکینس/ای اېف پي]

کابل -- افغان چارواکي او ملکي خلک په افغانستان کې د متحده ایالاتو د جګپوړي جنرال استین سکاټ مېلر، چې د چنګاښ په ۲۱مه یې دنده پای ته ورسیدله، ستاینه کوي.

مېلر په کابل کې په یو لړ مراسمو کې چې ګڼ شمېر حکومتي چارواکو په کې برخه اخیستې وه، وویل، «د دې ائتلاف قومانداني زما د پوځي وظیفې ځلانده برخه وه.»

هغه وویل، «د افغانستان خلک به زما په پاتې ژوند کې زما په زړه او ذهن کې وي.»

مېلر په ۱۳۹۷ کې په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت قومانداني پر غاړه واخیستله، چې هغه یې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د دوه لسیزو د پوځي ښکېلتیا په ترڅ کې تر ټولو اوږد خدمت کوونکی قوماندان جوړ کړ.

په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو تلونکی جګپوړی قوماندان او د متحده ایالاتو د اردو جنرال استین سکاټ مېلر (چپ) د چنګاښ په ۲۱مه په کابل کې د قاطع ملاتړ ماموریت په مرکز کې د واک سپارلو د مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د سولې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله (ښی) سره خبرې کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو تلونکی جګپوړی قوماندان او د متحده ایالاتو د اردو جنرال استین سکاټ مېلر (چپ) د چنګاښ په ۲۱مه په کابل کې د قاطع ملاتړ ماموریت په مرکز کې د واک سپارلو د مراسمو په ترڅ کې د افغانستان د سولې د عالي شورا رییس عبدالله عبدالله (ښی) سره خبرې کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

مقاماتو د هغه قومانداني د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینیت مکینزي ته وسپارله.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال نقیب الله فایق سلام ټایمز ته وویل، مېلر د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره په افغانستان کې د یوه افغان جنرال په څېر سفرونه وکړل.

فایق وویل، «مېلر به د خپلو ولایتي سفرونو په ترڅ کې تر ډېره له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو او حتی له ملکي خلکو سره کتل. هغه وخت چې زه د فاریاب والي وم او هغه ولایت تر ګواښ لاندې او ان د سقوط پر غاړه وو، جنرال مېلر په یوه کال کې دننه فاریاب ته څلور سفرونه وکړل.»

جنرال په ۱۳۹۷ کې د طالبانو له خوا د وژنې له یوې هڅې څخه چې یو جګپوړی افغان چارواکی یې چې ده ورسره لیدل، وواژه، روغ ووت.

هغه زیاته کړه، «مېلر پوهېده چې د هېواد کومې برخې تر ګواښ لاندې وې او تل به یې په وخت سره اقدام کاوه.»

نوموړي وویل، «هغه په چټکۍ سره په عمل او د فاریاب ولایت مرکز میمنې ته د قاطع ملاتړ ماموریت د ۱۵۰ عسکرو په لېږلو سره، د طالبانو په لاس د دغه ولایت د سقوط مخه ونیوله.»

د فایق په وینا، مېلر په افغان ملي اردو کې د وسله والو ډلو په ادغام سره د افغان محلي اردو په جوړولو کې یو مهم رول ولوباوه.‌

دغه راز، مېلر د افغانستان کومانډو ځواک تنظیم او پیاوړی کړ، په داسې حال کې چې د هغه له راتګ څخه مخکې هغوی په تیت او پرک ډول عملیات کول او د تلاشۍ پوستو د ساتونکیو په توګه یې کار کاوه. هغه د هغوی د جنګي وړتیاوو په پياوړي کولو کې یو مهم رول ولوباوه.‌

فایق وویل، «جنرال مېلر د طالبانو له خوا د یرغل پر ضد د افغانستان له ټولو برخو څخه دفاع وکړه. افغانان د هغه خاطرې په یاد لري،‌ د داسې یو چا په توګه چې غوښتل یې افغانان له ترهګرۍ او طالبانو څخه وژغوري، د هغه ستاینه کوي.»

فایق وویل، «افغانان له افغانستان څخه د مېلر په تګ خوښ نه دي. هغوی فکر کوي چې د هغه په تګ سره هغوی یو افغان جنرال له لاسه ورکوي، خپل مټ له لاسه ورکوي.»

افغاني ارزښتونو ته درناوی

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال جنرال ایوب سالنګي وویل، مېلر یو با تدبیره جنرال وو چې د افغانانو د دودونو او ارزښتونو درناوی یې کاوه.

سالنګي سلام ټایمز ته وویل «زه له کابو ۲۰ کالونو راهیسې جنرال سکاټ مېلر پېژنم. مېلر یو ښه عسکر او یو با تدبیره جنرال دی. هغه د افغانانو د دودونو او ارزښتونو درناوی کاوه او خپلو افغان دوستانو ته یې ډېر احترام درلود.»

سالنګي وویل، «هغه د ترهګرۍ پر ضد جنګ کې قاطع وو. هغه خپلو عسکرو او همکارانو ته نږدې وو.‌ هغه تر خپلې قوماندې لاندې عسکرو سره له نږدې څخه کار کاوه او د افغان ځواکونو په پیاوړي کولو او وده ورکولو کې یې یو مهم رول لوباوه.»

سالنګي مېلر د یوه تمام عیار جنرال په نامه یاد کړ چې په سیاست یې هم ښه سر خلاص وو.‌

په کابل کې د پوځي چارو یوه شنونکي سکندر اصغري وویل، «مېلر ښه شخصیت لري او د افغانانو پر وړاندې یې همدردي لرله. هغه ډېر وختونه تلو او په ښارونو کې یې له عادي خلکو سره لیدل.»

اصغري وویل، «جنرال مېلر تل د امنیتي ځواکونو ستونزې او اړتیاوې حلولې، او که افغان ځواکونو هوایی ملاتړ ته اړتیا لرله، هغه به په چټکۍ سره ملاتړ ورته برابراوه.»

هغه وویل، «مېلر د وروستیو کالونو په ترڅ کې د ترهګرۍ پر وړاندې جنګ کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په لاسته راوړنو او بریالیتوبونو کې مهم رول لري. افغانان باید د هغه د ملاتړ درناوی وکړي.»

د کابل یوه اوسېدونکي او د بره کي سیمې دوکاندار محمد عليزاده چې ۳۶ کاله عمر لري، وویل، افغانانو په ۲۰ کالونو کې چې بهرني ځواکونه دلته وو، ډېرې لاسته راوړنې لرلې. د ملي‌ پولیسو، افغان ملي اردو او د ملي امنیت ریاست په څېر امنیتي بنسټونه په دې وخت کې جوړ شول.‌

علیزاده زیاته کړه، «وده او پرمختګ وشو، زموږ اقتصاد وده وکړه او افغانان په نېکمرغۍ کې شپې ورځې تېروي. دا ټول په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د همکارۍ او ملاتړ او د بهرنیو ځواکونو د قوماندانانو په ځانګړې توګه د جنرال مېلر د مشرتابه له برکته وشول.»

هغه وویل، «موږ د افغانانو په توګه د هغوی د همکارۍ او ملاتړ درناوی کوو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغان کومانډو ځواک ماته ډېر ګران دی، زه مېلر ډېر نه پیژنم یوازې د هغه نوم مې په رسنیو کې لوستلی دی. که چېرې جنرال میلر په ریښتیا د افغان کومانډو ځواک په جوړولو او غښتلي کولو کې رول لوبولی وي زه ورته ښه او خوشحاله وخت غواړم. د افغان کومانډو ځواک په هکله زما نظر دا دی چې باید لا نوره روزنه ورکول شي چې تر دې هم تکړه شي او بله دا چې شمېر یې باید ډېر شي. نړۍ واله ټولنه او په ځانګړې توګه امریکا که په ریښتیا سره غواړي چې له سیمې نه د ترهګرۍ ریښې ورکې شي په کار دی چې د افغانستان ملي اردو او په ځانګړې توګه کومانډو ځواک دومره پیاوړی کړي چې د پاکستان او ایران د ترهګرو پوځونو مقابله وکړای شي. تل دې وي د افغانستان او امریکا دوستي، مرګ په پاکستاني او ایراني ترهګرو پوځونو او استخباراتو.

ځواب ورکړئ