امنیت

په عکسونو کې:‌ د افغانستان ریښتنو اتلانو د کابل په نندارتون کې خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل

د نجیب الله راپور

د افغان کومانډو یوه عسکره د کب په ۱۱مه په کابل کې د یوې پوځي نندارې په ترڅ کې له یوې څرخکې څخه دیسانت کوي. [نجیب الله/سلام ټایمز]‌

د افغان کومانډو یوه عسکره د کب په ۱۱مه په کابل کې د یوې پوځي نندارې په ترڅ کې له یوې څرخکې څخه دیسانت کوي. [نجیب الله/سلام ټایمز]‌

کومانډو ځواکونه د کب په ۱۱مه په کابل کې د افغانستان د سرتېري د ورځې په لمانځلو کې برخه اخلي. [نجیب الله/سلام ټایمز]‌

کومانډو ځواکونه د کب په ۱۱مه په کابل کې د افغانستان د سرتېري د ورځې په لمانځلو کې برخه اخلي. [نجیب الله/سلام ټایمز]‌

د افغان ملي پولیسو منسوبین د کب په ۱۱مه په کابل کې د یوې نندارې په ترڅ کې هغه وسایل ښیي چې د بمونو د شنډولو لپاره ترې کار اخیستل کیږي. [نجیب الله/سلام ټایمز]

د افغان ملي پولیسو منسوبین د کب په ۱۱مه په کابل کې د یوې نندارې په ترڅ کې هغه وسایل ښیي چې د بمونو د شنډولو لپاره ترې کار اخیستل کیږي. [نجیب الله/سلام ټایمز]

د افغان ملي اردو یو غړی د کب په ۱۱مه په کابل کې د یوې پوځي نندارې په ترڅ کې د لومړنیو مرستو تخنیکونه ښیي. [نجیب الله/سلام ټایمز]‌

د افغان ملي اردو یو غړی د کب په ۱۱مه په کابل کې د یوې پوځي نندارې په ترڅ کې د لومړنیو مرستو تخنیکونه ښیي. [نجیب الله/سلام ټایمز]‌

افغان هوایي ځواک د کب په ۱۱مه په کابل کې په دارالامان ماڼۍ کې د یوې نندارې په ترڅ‌ کې له هوا څخه ځمکې ته وارېدونکي توغندي ښیي. [نجیب الله/سلام ټایمز]‌

افغان هوایي ځواک د کب په ۱۱مه په کابل کې په دارالامان ماڼۍ کې د یوې نندارې په ترڅ‌ کې له هوا څخه ځمکې ته وارېدونکي توغندي ښیي. [نجیب الله/سلام ټایمز]‌

د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو عکسونه چې د دندې ترسره کولو پر مهال یې اخیستل شوي دي د کب په ۱۱ - ۱۳مه په کابل کې د یوې نندارې په ترڅ کې خلکو ته ښودل کیږي. [نجیب الله/سلام ټایمز]‌

د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو عکسونه چې د دندې ترسره کولو پر مهال یې اخیستل شوي دي د کب په ۱۱ - ۱۳مه په کابل کې د یوې نندارې په ترڅ کې خلکو ته ښودل کیږي. [نجیب الله/سلام ټایمز]‌

د کابل یو اوسېدونکی د کب په ۱۱مه په کابل کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د عکسونو له یوه نندارتون څخه لیدنه کوي. [نجیب الله/سلام ټایمز]‌

د کابل یو اوسېدونکی د کب په ۱۱مه په کابل کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو د عکسونو له یوه نندارتون څخه لیدنه کوي. [نجیب الله/سلام ټایمز]‌

د افغان ځانګړیو ځواکونو د یوه نښه ویشتونکي یا سنایپر عکس د کب په ۱۱-۱۳مه په کابل کې د یوې نندارې په ترڅ کې ښودل شوی دی. [نجیب الله/سلام ټایمز]‌

د افغان ځانګړیو ځواکونو د یوه نښه ویشتونکي یا سنایپر عکس د کب په ۱۱-۱۳مه په کابل کې د یوې نندارې په ترڅ کې ښودل شوی دی. [نجیب الله/سلام ټایمز]‌

د افغان ملي پولیسو د ځانګړي واحد یو غړی د کب په ۱۱مه په کابل کې د یوې نندارې په ترڅ کې هغه وسایل ښیي چې دغه ځواک ترې استفاده کوي.‌ [نجیب الله/سلام ټایمز]‌

د افغان ملي پولیسو د ځانګړي واحد یو غړی د کب په ۱۱مه په کابل کې د یوې نندارې په ترڅ کې هغه وسایل ښیي چې دغه ځواک ترې استفاده کوي.‌ [نجیب الله/سلام ټایمز]‌

کابل -- په افغانستان کې د سرتېري د ورځې /د کب ۹مې/ د لمانځلو په مناسبت په کابل کې په دارالامان ماڼۍ کې د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ملاتړ یو درې ورځنی نندارتون جوړ کړای شو.‌

د افغان ملي پولیسو، افغان ملي اردو او د ملي امنیت ریاست ځواکونو د کب له ۱۱مې څخه تر ۱۳مې پورې خپل تجهیزات او مهارتونه نندارې ته وړاندې کړل او عامو وګړو په وړیا توګه برخه اخیستی شوای.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د نندارې د پرانستې په ورځ وویل، د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره دا مهمه ده چې خپلې وړتیاوې او دسپلین وښیي څو د افغانستان دښمنان پوه شي چې هغوی به بېرته تېر وخت ته ستانه نشي.

هغه وویل، «د سولې دروازې د هر چا او په ځانګړې توګه د طالبانو پر مخ پرانستې دي چې راشي او له موږ سره په سوله ییز ډول خبرې وکړي، خو که هغوی د سوله ییزو مذاکراتو لاره نه غوره کوي، بیا افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه دې ته چمتو دي چې له خپلې خاورې څخه دفاع وکړي.»

کومانډو ځواکونه د کب په ۱۱مه په کابل کې د افغانستان د سرتېري د ورځې په لمانځلو کې برخه اخلي. [نجیب الله/سلام ټایمز]‌

کومانډو ځواکونه د کب په ۱۱مه په کابل کې د افغانستان د سرتېري د ورځې په لمانځلو کې برخه اخلي. [نجیب الله/سلام ټایمز]‌

د نندارې په وروستۍ ورځ، اندرابي او د دفاع وزارت مرستیال شاه محمود میاخېل له خلکو نه د هغوی د ملاتړ له امله مننه وکړه.‌

میاخېل وویل، «د درې ورځو په ترڅ کې له ۱۰۰ زرو څخه ډېرو خلکو له نندارتون څخه لیدنه وکړه او ۱۷۵ زره سي سي [۱۷۵ لېټره] وینه یې ورکړه چې دا د خلکو او په ځانګړې توګه د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو لپاره یوه غټه لاسته راوړنه ده.»

ریښتني اتلان

د ولسي جرګې د داخلي امنیت د کمېټې رییس خان اغا رضایي افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې «د دې خاورې له هر انچ څخه د دفاع په خاطر د دې هېواد د ریښتنو اتلانو» په توګه د هغوی ستاینه وکړه.

هغه لومړی په ۱۳۹۲ کې له ایتلافي ځواکونو څخه افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسؤلیت لېږد ته په اشارې وویل، امنیتي ځواکونه «له ډېرو ازمېښتونو څخه تېر شوي» دي.‌

رضایي وویل، «دښمن هره ورځ داسې تبلیغات کول چې د انتقال په پروسې سره به ولایتونه سقوط وکړي.‌ ستاسو د سخت زیار او هوښیار مشرتابه له برکته له ټولو ستونزو سره سره تاسو اتلان په لومړۍ ازموینه کې بریالي شوئ.»

هغه زیاته کړه، «تاسو څو ځلې د ولسي جرګې او د ولسمشرۍ د ټاکنو امنیت په ښه توګه ټینګ کړ. د ولسواکۍ او عدالت واګي ستاسو په لاسونو کې دي.»

امین الله حاطمي چې له نندارتون څخه یې لیدنه کوله او له وسله والو ځواکونو سره یې عکسونه اخیستل، هغوی «زموږ د هېواد د داسې حقیقي اتلانو په توګه چې د ترهګرو پر ضد جنګ کوي ترڅو زموږ امنیت خوندي کړي او له هېواد څخه دفاع وکړي» په توګه یاد کړل.‌

یوې بلې کتونکې لیلا رحیمي وویل، «دا یو ډېر ښه نندارتون وو.‌ په هغو وسایلو سره چې زموږ اردو یې لري، هغوی له خپلو خلکو او هېواد څخه د دفاع په لاره کې یوه غټه وظیفه ترسره کړې ده.»

رحیمي وویل هغې له افغانستان څخه د دفاع په لاره کې ټپي شویو سره د مرستې لپاره ۵۰۰ سي سي (نیم لېټر) وینه ورکړه. لیلا وویل، «دا یو ډېر کوچنی کار وو چې ما وکړ څو د هغوی پر وړاندې خپل درناوی وړاندې کړم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه د دې عظیم ملت وقار او درنښت دی، خو هغوی د ظالمو او خاینو واکمنانو تر امر لاندې کار کوي. دا زړور ځواکونه هره ورځ د حکومتي مشرانو د غلطو او قدرت غوښتونکیو سیاستونو له امله شهیدان کیږي او دښمن هره ورځ د هغوی یو شمېر کسان وژني.‌ افغانان باید سره یولاس شي او خپل استعدادونه او وړتیاوې یو د بل پر ضد ونه کاروي. ټول سیاسي ګونه او جریانونه هغه که وسله وال دي او که بې وسلې، باید سره متحد شي او د پاکستان او ایران پر ضد چې زمونږ دښمنان دي ودریږي،‌ او زمونږ هیواد له بهرني استعمار او د ګاونډیو هېوادونو له کلتوري استعمار څخه خوندي کړي.

ځواب ورکړئ

ژوندي دې وي زړور افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه. مونږ ستاسو په وړتیاوو باندې باور لرو. تاسو د دې وطن ریښتني ساتونکي یئ، او تاسو وښودله چې تل دې ته چمتو یئ چې له خپلې خاورې څخه د دفاع لپاره قرباني ورکړئ.

ځواب ورکړئ