چاپیریال

د کونړ ولایت چارواکي هڅه کوي چې له ځايي طبي بوټو څخه د اقتصاد او روغتیا د ښه کولو لپاره کار واخلي

د خالد زېري راپور

د کونړ چارواکي د داسې لارو چارو په لټه کې دي چې د خپل ولایت ځانګړي بوټي د طبي هدفونو لپاره وکاروي.

کونړ -- د کونړ چارواکي وایي، هغوی د داسې لارو چارو په لټه کې دي چې د دغه ولایت ځانګړي بوټي د طبي هدفونو لپاره وکاروي.

د کونړ د کرنې ریاست رییس انعام الله ساپي وویل،‌«د کونړ په غرونو او هوارو او په ځانګړې توګه په ځنګلونو کې له ۱۵ څخه تر ۲۰ پورې د بوټو ډولونه موندل کیږي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، دا بوټي «د درملو په جوړولو کې ډېر ګټور دي،» او زیاته یې کړه چې داسې یو پلان، چې له داسې درملیزو توکو څخه استفاده وکړي، به د ځایي خلکو لپاره له اقتصادي پلوه ګټور وي.‌

هغه وویل، «د دې ځای خلک معمولاً له طبي بوټو څخه استفاده کوي، خو په دې برخه کې هېڅ مسلکي کار نه دی شوی. مونږ غواړو چې دا بوټي په درملو باندې بدل شي او د کونړ اوسېدونکیو ته په اقتصادي لحاظ او همدارنګه په روغتیايي توګه ګټه ور ورسوي.»

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي (چپ) د سلواغې په ۲۹مه د دغه ولایت د کرنیزو او صنعتي توکو په یوه نندارتون کې برخه اخلي. [خالد زېری]

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي (چپ) د سلواغې په ۲۹مه د دغه ولایت د کرنیزو او صنعتي توکو په یوه نندارتون کې برخه اخلي. [خالد زېری]

ساپي وویل، «مونږ په دې موضوع باندې کار شروع کړی دی، او مونږ د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارت ته ویلي دي چې له مونږ سره په دې برخه کې مرسته وکړي چې مونږ داسې نور بوټي هم وکرو او په صحیح توګه ترې استفاده وکړو،»

د کونړ د عامې روغتیا رییس عزیزالرحمان ساپي د دوشنبې په ورځ /د کب ۲۸ مه/ سلام ټایمز ته وویل، دغه ریاست د دې هڅو ملاتړ کوي.

هغه وویل، «کونړ د بوټو ډېر ډولونه لري چې کېدای شي د درمل جوړولو لپاره ترې استفاده وشي،»

هغه وویل، له بده مرغه، مونږ په هېواد کې درمل جوړونکي نه لرو؛ له همدې امله مونږ مجبور یو چې دا بوټي نورو هېوادونو ته ولېږو. مونږ د عامې روغتیا وزارت نه غوښتنه کړې چې د داسې نورو بوټو د انکشاف او په هېواد کې دننه د درمل جوړوونکیو لپاره بهتر چانسونه برابر کړي.»

ساپي وویل، «دا به له عامو خلکو سره مرسته وکړي، او مونږ به بهتر درمل ولرو،»

د کونړ د کرنیزو او صنعتي تولیداتو نندارې ته وړاندې کول

د کونړ چارواکو د سلواغې په ۲۹ مه په اسد اباد کې د کرنیزو او صنعتي توکو یو نندارتون جوړ کړ چې طبي درمل، په زړه پورې هنري لرګین شیان او د نهالونو یوه نوې ننداره په کې موجود ول.‌

ډېر برخه وال په نندارتون کې د وړاندې شویو شیانو، لکه د جلغوزي له لرګي څخه جوړو شویو ساعتونو، مېوه دانیو او نورو لاسي صنایعو په لیدلو حیران شول.

د کونړ د علماو د شورا یوه غړي مولوي نجیب الله حقیار، چې په دغه سوداګریز نندارتون کې یې برخه اخیستې وه، سلام ټایمز ته وویل، «چې ریښتیا خبره وي، ما حتی د داسې شیانو په هکله فکر هم نه کاوه،»

هغه وویل، «اوس چې زه دا ټول ګورم، ښودونکیو داسې شیان راوړي ول چې ما یې تمه نه لرله، نو زه له حکومت نه غوښتنه کوم چې بزګرانو او صنعتګرانو ته فرصتونه ورکړي او هغوی نور هم تشویق کړي،»

د کونړ یوه صنعتګر همت الله دراني یوه دوکانچه درولې وه او خپل لرګین توکي یې نندارې ته وړاندې کړي ول چې پتنوسونه، د دېوالونه ساعتونه، چپرکټونه، کټونه، مېزونه او نور شیان په کې ول.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «مونږ غواړو چې حکومت له مونږ سره مرسته وکړي چې بهتر تولیدات جوړ کړو،»

په یوه بله ننداره کې په کونړ ولایت کې د نیالګیو د کرنې کمپاین ښودل کېده چې د سلواغې په ۲۹مه پیل شو، او په ټول ولایتي مرکز او ۱۵ ولسوالیو کې د ۱ میلیون بوټو کرل په کې شامل دي.

ساپي سلام ټایمز ته وویل، «مونږ به په دې کمپاین کې د ۱ میلیون نیالګیو په کرلو سره په کونړ کې د مېوې او نورو بوټو په سلګونو باغونه جوړ کړو چې د کرنې سکټور پراختیا ومومي،»

هغه وویل، «مونږ غواړو چې د نورو ولایتونو اوسېدونکي هم دا تولیدات وګوري او راشي او دلته پانګونه وکړي چې زمونږ اقتصاد انکشاف ومومي،»

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي په نندارتون کې له برخه والو څخه وغوښتل چې ځایي شیان واخلي او په دې توګه اقتصادي وده چټکه کړي.‌

هغه په نندارتون کې وویل، «دا نندارتون به د کونړ د بزګرانو او صنعتګرانو لپاره یو ښه پيل وي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500