https://afghanistan.asia-news.com/ps/articles/cnmi_st/features/2019/03/29/feature-01
اقتصاد |

له اورپکو څخه بېرته نیول شوي د کونړ ځنګلونه د نجارۍ فرصتونو ته وده ورکوي

د خالد زېري راپور

image

محمد رحیم، چې ۲۹ کاله عمر لري، د کب په ۲۲مه په نرنګ ولسوالۍ کې په خپل دوکان کې مېوه دانۍ جوړوي. [خالد زېری]

کونړ -- د کونړ ګڼ د جڼغوزیو ځنګلونه، چې اوس له اورپکو څخه بېرته نیول شوي دي، محلي خلکو ته داسې وسیلې برابروي چې کولی شي سوغاتونه او د کور د سینګار توکي ترې جوړ کړي چې هغه بیا په افغانستان کې دننه او په بهر کې خرڅول کیږي.‌

د نرنګ ولسوالۍ اوسېدونکی، محمد رحیم، چې ۲۹ کاله عمر لري او لرګين توکي جوړوي، سلام ټایمز ته وویل، «پخوا، مونږ دروازې او کړکۍ جوړولې، خو هغو ډېره ګټه نه کوله،»

هغه زیاته کړه، «په وروستیو څلورو میاشتو کې، مونږ د مېوه دانیو، لرګینو پتنوسونو، کوچنیو مېزونو، د عکسونو چوکاټونو او نورو شیانو جوړولو ته مخه کړه. د دغو شیانو بازار ښه دی او ښه ګټه هم کوي.»

image

د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې په یوه دوکان کې د کب په ۲۲مه لرګین توکي لیدل کیږي. پلورونکي وایي، چې ځینې پېرودونکي دغه ډول توکي په بهرنیو هېوادونو کې خپلو خپلوانو ته د سوغاتونو په توګه ورلېږي. [خالد زېری]

image

د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د کب په ۲۲مه هغه دوکانونه لیدل کیږي چې لرګین توکي خرڅوي. [خالد زېری]

د سوداګرۍ د پراختیا له برکته، رحیم توانېدلی چې په خپل دوکان کې ۸ نور کارکوونکي هم په کار وګوماري.

هغه وویل، «دا شیان چې مونږ یې ښکلي کوو او ګلان پرې جوړوو، د کونړ تر څنګ نورو ولایتونو ته هم ځي، او ځینې مشتریان یې د نمونو او سوغاتونو په توګه ان اروپا او امریکا ته لېږي،»

«مونږ له خپل کار سره خوشحال یو. مونږ اتو کسانو ته وظیفې برابرې کړي، او د خپل هېواد لرګینو لوښو ته مو بازار جوړ کړی دی.»

رحیم وویل، هغه او د هغه کارکوونکي په ورځ کې له ۲۰ څخه تر ۳۰ پورې لرګین لوښي جوړوي.‌

له داعش او طالبانو څخه د ځنګلونو بېرته نیول

په کونړ کې د لرګیو کار وروسته له هغه بیا راژوندی شو چې حکومت او د ځنګلونو د ساتنې محلي شوراګانو هغه د جڼغوزیو ځنګلونه، چې د داعش او طالبانو په څېر اورپکو غصب کړي ول، بېرته ونیول. یادو ډلو د خپلو فعالیتونو د تمویل لپاره په ناقانونه توګه لرګي پرې کول او په ځنګلي سیمو کې یې کانونه کیندل.‌

د ځنګلونو د بېرته نیولو پروسه تېر کال پیل شوه خو تر اوسه پورې بشپړه شوې نه ده.‌

د کونړ د والي ویاند غني مصمم وویل، «په تېر وخت کې، اکثر ځنګلونه د طالبانو تر کنټرول لاندې ول، او د ځینو کنترول د داعشیانو په لاس کې وو،»

مصمم سلام ټایمز ته وویل، «خو اوس په ډېرو سیمو کې، د ځنګلونو د ساتنې محلي شوراګانې جوړې شوي دي،»

هغه وویل، «که څه هم چې په ځینې سیمو کې هغه [ځنګلونه] حکومت ته عواید نه برابروي، تر ډېره حده هغوی [د ساتنې شوراګانو] له طالبانو او داعش څخه خوندي کړي، یعنې عواید یې د عامو خلکو لاس ته ورځي،»

مصمم وویل، «د ځنګلونو د ساتنې شوراګانې، چې تقریباً په ټولو ولسوالیو او سیمو کې جوړې شوي دي، توانېدلي چې ډېر زیات کار وکړي، او اوس خلک کولی شي چې د جڼغوزیو له ځنګلونو څخه استفاده وکړي،»

د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست رییس انعام الله ساپي وویل، اوس ځایي نجاران کولی شي چې له بیا ترلاسه شویو ځنګلونو څخه ګټه ترلاسه کړي.

هغه په داسې حال کې چې دغه صنعت یې د «ډېرو ښو» کاري فرصتونو یوه سرچینه وبلله، سلام ټایمز ته وویل، «مونږ محلي خلکو ته دا فرصت په لاس ورکړ چې د جڼغوزي له ونو څخه ښکلي لوښي جوړ کړي،»

ساپي زیاته کړه، «په کونړ سربېره، دا لرګین توکي نورو ولایتوو او ان بهرنیو هېوادونو ته وړل کیږي. په کونړ کې له ۵۰ څخه ډېر داسې دوکانونو شته چې دغه توکي جوړوي او خرڅوي.»

په ځنګلونو کې پانګونه

په ورته وخت کې،‌ ولسمشر اشرف غني د کب په ۲۴مه له کونړ ولایت څخه لیدنه وکړه، او هلته یې خلکو ته وویل چې حکومت داسې هڅې پیل کړي چې ورسره به د کونړ ځنګلونه انکشاف ومومي.

هغه وویل، «زه به د کونړ ځنګلونو سره داسې کار وکړم لکه څنګه مې چې د پکتیا د جڼغوزیو له ځنګلونو سره وکړ. زه به یې په افغانستان او نړۍ کې درته مشهور کړم.»

په ۱۳۹۶ کې، غني یوې کاري ډلې ته حکم وکړ چې د افغانستان د جڼغوزیو د صادراتو لپاره ډېر بازارونه ومومي.

غني وویل، په نوي لمریز کال کې به حکومت د کونړ په ځنګلونو کې ۲ میلیارده افغانۍ (۲۶ میلیونه ډالر) پانګونه وکړي.

غني وویل، «په دې پیسو به داسې اساسي فابریکې جوړې کړای شي چې لرګي پرې کړي، وچ کړي او د هغو د ضایع کېدا مخه ونیسي،»

هغه وویل، «دا زما ژمنه ده، خو تاسو به دا ژمنه کوئ چې تاسو به د ځنګلونو ساتنه کوئ،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟
0
نه
0 تبصره
د تبصرو تګلاره
Captcha