اقتصاد

د پستې حاصلات د هرات او بادغیس د اوسېدونکیو لپاره ارزښتناک عاید برابروي

د عمر راپور

په هرات او بادغیس ولایتونو کې د پستې ټولولو د موسم په را رسېدلو سره، په زرګونو ځایي اوسېدونکیو د پستې له کرنې څخه عواید ترلاسه کړل. په هرات او بادغیس ولایتونو کې په نږدې ۴۵۰۰۰ هکتاره ځمکه باندې د پستې باغونه کرل شوي دي. [عکاس: میرویس عمري]

هرات -- په هرات او بادغیس ولایتونو کې په زرګونو ځایي اوسېدونکي د حیاتي عوایدو د ترلاسه کولو لپاره د سږ کال د پستې ټولولو په موسم باندې متکي دي.

په دغو دوو ولایتونو کې په نږدې ۴۵۰۰۰ هکتاره ځمکه باندې د پستې خنګلونه ولاړ دي.‌

د پستې ټولول د زمري میاشتې په لومړیو کې پیل شول او تر څو اونیو پورې به روان وي.‌ تمه ده چې څه ۱۲۰۰۰ ټنه پسته په بادغیس او ۴۰۰۰ ټنه په هرات ولایت کې ترلاسه کړای شي.

دا وخت په سیمه ییزو مارکېټونو کې یو کیلوګرام خامه پسته د ۱۰۰ او ۱۵۰ افغانیو (۱.۱۰ او ۱.۷۰ ډالرو) تر منځ قیمت لري.‌

بزګران د زمري په ۹مه د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې خپل د پستې حاصلات خرڅوي. [عکاس: میرویس عمری]

بزګران د زمري په ۹مه د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې خپل د پستې حاصلات خرڅوي. [عکاس: میرویس عمری]

د بادغیس یوه اوسېدونکي محمد اکرم نظري وویل چې هغه ۱۰۰ کیلوګرامه پسته ټوله کړې ده. هغه وویل چې هغه به خپله ټوله کړې پسته د ولایت مرکز قلعه نو ته وېسي او هلته به یې خرڅه کړي.

هغه وویل، «ما دوه ورځې له سهار څخه تر ماښامه پورې د آب کمري ولسوالۍ په ځنګلونو کې پسته ټوله کړله، او اوس زه غواړم چې خرڅه یې کړم. د بادغیس پسته ښه پخه شوې او سږ کال به ډېر مشتریان ولري.»

هغه زیاته کړه، «کله چې زه خپله راټوله شوې پسته خرڅه کړم بیا به نوره راټوله کړم.»

په قلعه نو کې د مدني ټولنې یوه فعال عبدالعزیز توکلي وویل، په زرګونو کورنۍ به وکولی شي چې د پستې د حاصلاتو د موسم په ترڅ کې نفقه وګټي.

هغه وویل، ځایي خلک په ځنګلونو کې په اونیو وختونه لګوي، پسته ټولوي او له خرڅلاو څخه یې په لسګونو زره افغانۍ ګټه ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړه، «خلک د پستې په ځنګلونو کې پانګونه نه کوي بلکې هر کال په وړیا ډول په زرګونو ټنه پسته ټولوي. د پستې حاصل یوه ستره عایداتي منبع ده چې له غریبو کورنیو سره مرسته کوي.»

توکلي وویل، د افغانستان پسته لوړ کیفیت لري، او که صادراتو ته لاره هواره شي، بزګران او ځایي خلک دواړه به ګټه وکړي.

د جنګسالارانو او ملېشو پر ضد متحد

له پستې څخه ترلاسه شوی عاید د افغانستان د بې ساري اقتصادي ناورین په ترڅ کې ځانګړی اهمیت لري.

د هرات ولایت د کشک کهنه ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالله چې ۷۱ کاله عمر لري، وویل، د پستې حاصل ډېرې کورنۍ له لوږې څخه ژغورلې دي.

هغه وویل، «د پستې ځنګلونه عامه شتمني ده او هر اوسېدونکي پورې تړاو لري. په کشک کهنه ولسوالۍ کې هره کورنۍ له ځنګلونو څخه پسته راټولوي او بیا یې خرڅوي. سږ کال، د پستې حاصلات د تېر کال په پرتله ډېر ښه دي.»

هغه زیاته کړه، «د پستې قېمت د تېر کال په پرتله دوه برابره ډېر شوی دی. غریبې کورنۍ کولی شي چې په هغو پیسو چې هغوی یې د پستې له خرڅلاو څخه ترلاسه کوي د پخلي غوړي، اوړه او نور توکي وپېري.»

د بادغیس ولایت د آب کمري ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالرزاق چې ۶۷ کاله عمر لري، وویل چې سږ کال د پستې کیفیت بهتر شوی دی، یعنې په لوړ قېمت به خرڅه شي.

هغه وویل، «د آب کمري خلک ډېر غریب دي. د پستې حاصلاتو له هغوی سره په بېلابېلو لارو مرسته کړې ده.»

هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ د پستې له خرڅلاو څخه تر ۱۵۰۰۰ افغانیو (۱۷۰ ډالر) پورې ترلاسه کړي چې هغوی کولی شي تر څو میاشتو پورې پرې خپله نفقه برابره کړي.‌

رزاق وویل، «په تېرو کالونو کې ځایي جنګسالارانو خلکو ته اجازه نه ورکوله چې له ځنګلونو څخه پسته راټوله کړي، لاکن سږ کال خلکو هغوی ته اجازه ورنه کړله چې ځنګلونو ته ور ننوځي. خلک د جنګسالارانو او غیر مسؤلو وسله والو ملېشو پر ضد یو لاس ودرېدل.»

د کشک کهنه یوه اوسېدونکي سید اسحاق چې ۶۳ کاله عمر لري، وویل، د دغې ولسوالۍ له ۹۰٪ څخه ډېرو اوسېدونکیو د پستې له حاصلاتو څخه ګټه ترلاسه کړې ده.

هغه زیاته کړه، «پسته پخه شوې او سږ کال ډېر زړي لري، له دې امله یې قېمت د پخوا په پرتله لوړ دی.»

هغه وویل، «تېر کال ما ۴ کیلوګرامه خامه پسته په ۱۰۰ افغانۍ خرڅه کړه، خو سږ کال هماغه اندازه پسته په ۶۰۰ افغانۍ خرڅېږي.»

سید اسحاق په چارواکو باندې غږ وکړ چې د افغاني پستې د صادراتو لپاره فرصتونه رامنځته کړي.

د پستې د ځنګلونو پراخول

د بادغیس اوسېدونکیو هڅې پیل کړي چې په دغه ولایت کې د پستې ځنګلونه، چې په وروستیو کالونو کې د وچکالۍ او په خپل سر د ونو پرې کولو له امله ویجاړ شوي ول، بیا احیا او پراخ کړي.

د تېرې لسیزې په ترڅ کې د بادغیس ولایت د پستې ځنګلونه له ۹۰۰۰۰ هکتارو څخه ۳۰۰۰۰ هکتارو ته راکم شوي دي.‌

سږ کال د کرنې په موسم کې، ځايي اوسېدونکیو د بادغیس په ځنګلونو کې له ۲۵۰۰۰ څخه ډېر د پستې نیالګي وکرل.‌

د آب کمري ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد آصف شهابي چې ۲۵ کاله عمر لري وویل چې هغه سږ کال په سلګونو د پستې نیالګي وکرل.

شهابي وویل، «زه به د دې ونو له پستې څخه پیسې وګټم، او هغه به زموږ اقتصادي وضعیت ښه کړي.»

هغه وویل، «د بادغیس پسته په نړۍ والو بازارونو کې ځانګړی ځای لري ځکه چې ډېره ارزښتناکه ده... له دې امله ما د پستې نیالګي په پور واخیستل څو وکولی شم چې په راتلونکي کې نوره پسته وکرم.»

شهابي وویل، ځایي اوسېدونکي به پرې نه ږدي چې د پستې ځنګلونه وچ او له منځه لاړ شي.

په قلعه نو ښار کې د زراعت یوه متخصص عبدالحلیم ساجد وویل، د ځنګلونو د بیا رغونې لپاره د نویو نیالګیو کرل مهم دي.‌

هغه وویل، «که نوي نیالګي ونه کرل شي، په راتلونکو کالونو کې به په بادغیس کې د پستې ځنګلونه له منځه لاړ شي. ځایي خلک د دغو قېمتي ځنګلونو په ساتلو او پراخولو کې یو مهم رول لوبوي.»

هغه زیاته کړه، «د پستې ځنګلونه په بادغیس کې د اقتصاد په پیاوړي کولو کې یو مهم رول لوبوي. په زرګونو کورنۍ توانېدلي چې سږ کال د پستې له حاصلاتو څخه نفقه ترلاسه کړي.»

ساجد وویل، «څومره چې په بادغیس کې د پستې ځنګلونه زیاتېږي، هومره به د ځایي خلکو اقتصادي وضعیت کې ښه والی شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟