اقتصاد

په سمنګان کې د پستې کرلو بهیر ۱۰۰۰ کسانو ته کارونه برابر کړي او د چاپېریال په برخه کې ستونزې هواروي

د محمد قاسم راپور

د خوړو د نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د پروژې له خوا استخدام شوي ځایي خلک د غوایي په ۲۷مه د سمنګان ولایت د ایبک ښار په لمنو کې د پستې د نیالګیو د کرنې لپاره کندې باسي.‌ [عکس اسماعیل سادات اخیستی دی]

د خوړو د نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) د پروژې له خوا استخدام شوي ځایي خلک د غوایي په ۲۷مه د سمنګان ولایت د ایبک ښار په لمنو کې د پستې د نیالګیو د کرنې لپاره کندې باسي.‌ [عکس اسماعیل سادات اخیستی دی]

کندوز -- د سمنګان ولایت چارواکو د خوړو د نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) په ملاتړ د دغه ولایت د پستې ځنګلونو د بیارغولو او د طبیعي منظرو د بیا جوړولو لپاره یو نوی نوښت پیل کړی دی.

د سمنګان د زراعت ریاست د ځنګلونو او څړځایونو د څانګې مدیر عبدالغفور کریمي وویل، تر دې پروژې لاندې به د سمنګان ولایت شاوخوا ۱۰۰۰ تنه اوسېدونکي وګومارل شي چې د پستې ۱۰۰۰۰۰ نیالګي کېنوي.‌

کریمي وویل، په نورو سیمو کې به کاریګر د نهالونو پرځای تخمونه وکري.

دغه شپږ میاشتنی نوښت چې د غوایي په ۲۶مه د ولایتي مرکز ایبک په چیغت، شیتاکو او رباطت کلیو کې پیل شوی، د دې ولایت نږدې ۵۰۰ هکتاره ځمکه تر پوښښ لاندې نیسي.‌

هغه زیاته کړه،‌ «کاریګر به د میاشتې ۸۰۰۰ افغانۍ (۹۰ ډالر) ترلاسه کوي او تمه ده چې د میاشتې ۲۲ ورځې کار وکړي.»

د کریمي په وینا، دغه نوښت چې له ۴۸ میلیونو افغانیو (۵۴۰۰۰۰ ډالرو) څخه ډېره بودجه لري د ډبلیو اېف پي له خوا برابر شوی او د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې په همکارۍ په سمنګان ولایت کې پلی کیږي.‌

هغه زیاته کړه، «د دې پروژې په لړ کې به د ۳۸۰ مکعب مترو په ظرفیت یوه ذخیره جوړه کړای شي چې د پستې ځنګلونه خړوب کړي.»

هغه وویل، «سربېره پر دې به، یو ځایي بند چې سېلاوونو په کوه شمر سیمه کې له خټو او شګو څخه ډک کړی وو، پاک کړای شي او د اوړي د را روانو میاشتو کې د پستې د ونو د اوبو کولو لپاره به کار ترې واخیستل شي.»

کریمي وویل، «د سمنګان اقلیم د زراعت لپاره مناسب دی. موږ د پستې ځنګلونو بیارغونې ته اولویت ورکړی او پلان لرو چې په راتلونکي کې د دغو ځنګلونو بیارغونې ته پراختیا ورکړو.»

هغه زیاته کړه، «موږ به د دغه نوښت په ملاتړ د پستې د ځنګله هغه برخې چې په وروستیو کالونو کې په بېلابېلو دلایلو ویجاړې شوې وې بیا ورغوو او موجود ځنګلونه به خوندي وساتو.»

حیاتي عاید

کاریګرو د دغه نوښت هرکلی کړی دی

د خدا بخش په نامه د ایبکو یوه اوسېدونکي چې ۴۶ کاله عمر لري، وویل، هغه ډېر خوښ دی چې اوس د دغې پروژې له لارې یوه وظیفه لري. تر دې مخکې هغه له څو میاشتو راهیسې وظیفه لټوله او نه یې شوای پیدا کولی.

هغه وویل، «زه یو مزدورکار یم. زما اقتصادي وضعیت په وروستیو میاشتو کې بدتر شوی دی. زه هره ورځ وتلم چې کار پیدا کړم،‌ خو تش لاس به کور ته راستنېدلم.»

هغه زیاته کړه، هغه ته د یوې شپږ کسیزې کورنۍ د نفقې ترلاسه کولو وظیفه ور تر غاړې ده.‌

هغه وویل، «اوس چې زه د میاشتې ۸۰۰۰ افغانۍ ګټم، زه کولی شم چې د خپلو ماشومانو لپاره کافي اندازه خوراکي توکي راوړم. زه د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره کار لرم،‌ او له هغه وروسته هم الله (ج) لوی دی.»

له ایبکو سره نږدې د شالکوټي کلي اوسېدونکي غلام مصطفی چې ۳۸ کاله عمر لري او په دې پروژه کې کار کوي، وویل،‌ «لومړی موږ یوه کنده باسو او بیا د پستې یو نیالګی په کې کرو.‌ دا یوه غرنۍ سیمه ده او د پستې د ودې لپاره ډېره ښه برابره ده.»

هغه وویل، «که امنیت وي، موږ کولی شو چې ټولو ته د یوه نېکمرغه راتلونکي جوړولو لپاره کار وکړو، خو که ناارامي او بې ثباتي وي، هر څه به سرچپه وي او هیڅوک به هم ارام ژوند ونه لري.»

مصطفی وویل، «زه خوښ یم چې زه کولی شم خپله ټولنه زرغونه کړم او د خپلې کورنۍ لپاره خواړه برابر کړم.»

د چاپېریال په برخه کې ګټې

دغه راز، د سمنګان خلکو د چاپېریال د ستونزو د حلولو او د اقلیم د اغېزې د بدلون لپاره هم دا پروژه ستایلې ده.

د سمنګان یوه اوسېدونکي احمد ذکریا هدفمند سلام ټایمز ته وویل، «له بده مرغه چې د پستې ځنګلونه د تېرو څو کالونو په ترڅ کې سخت خراب شوي دي.‌ که دا ځنګلونه بیا ورغول شي، په سمنګان کې به اقتصادي وضعیت ډېر ښه شي.»

هغه زیاته کړه، «ځنګلونه د خاورې د خوارۍ او د هوا د خرابۍ د مخنیوي لپاره ډېر مهم دي. که ځنګلونه نه وي، ککړه هوا به مرضونه او ناروغۍ خپاره کړي.»

هدفمند وویل، «ځنګلونه د ژمي پر وخت د سړې هوا او د اوړي پر وخت د ګرمې هوا په ګډون، د اقلیم بدلون د منفي اغېزې په کمولو کې یو مهم رول لوبوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د خوړو نړیوال پروګرام له خوا په سمنګان ولایت کې د پستې د ځنګلونو د کرلو نوښت د چاپېریال ساتنې لپاره خورا مهم نوښت دی. د دې پروګرام یوه ښه نتیجه دا ده چې د ۱۰۰۰ کسانو له جملې څخه هر کس ته به د میاشتې ۸۰۰۰ افغانۍ معاش ورکول کیږي. یو کارګر کولی شي دا ۸۰۰۰ افغانۍ د خپلو معززو کورنیو د تغذیې لپاره وکاروي. د ځنګلونو د دې پروژې په نوښت سره به د سمنګان ولایت پستې یو ځل بیا را ژوندۍ شي. د سمنګان ولایت اقلیم د پستې د دغو ځنګلونو په احیا کولو سره ښه شوی او ککړه هوا د میکروبی ناروغیو مخه نیسي. سل زره نيالګي د سمنګان ولايت د غرونو لمنې شنې کوي. د سمنګان ولایت خلک د غرونو له دې شینوالي څخه خوند اخلي. په راتلونکي کې به د سمنګان ولایت ځنګلونه زیاتې پستې تولید کړي او د دغه ولایت خلک به له ښه اقتصاد څخه برخمن شي. د خوړو نړیوال سازمان باید د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم خپل پروګرامونه پیل کړي چې زموږ د هېواد ټول غرونه زرغون شي.

ځواب ورکړئ

ډېر عالي خبر دی. که د هېواد ټولو ولایتونو ته دغه پروګرام منتقل شي څومره به ښه وي. مثلاً ننګرهار کې د مالټې، لیمو، نارنج، شفتالو او الوچې بوټي وکرل شي. هم به دا پروژه تطبیق شي او هم به خلک په کار بوخت کړل شي. هم به وطن ورسره زرغون شي چې دې سره به د بارانونو د ورښت امکان زیات شي او هم به نړیوال چاپیریالي سیستم نه متضرر کېږي. همدارنګه لغمان کې د بېرې نیالګي وکرل شي او په همدې ترتیب د ټولو ولایتونو آب و هوا ته په کتو ونې وکرل شي. موږ خو کلونه کلونه کېږي د نورو د جګړې قرباني یو. د بزکشۍ څاروي یې راڅخه جوړ کړي څوک مو یو خوا کش کوي او څوک بل خوا، خو هدف یې دا دی چې په خپلو لوبو کې کامباب او خپلو اهدافو ته ورسېږو. په کار خو داده چې د سیمې او نړۍ هېوادونو د افغانستان سیندونه رامهار کړي چې دې سره به نه یوازې زموږ هېواد زرغون شي بلکې د نړۍ د چاپیریال ساتنې سره به مرسته وشي.

ځواب ورکړئ

دا خو ډیر د خوښۍ خبر دی. دا پروګرام باید د هیواد نورو ولایتونو ته هم پراخ شي. ما وړمه ورځ ولوستل چې په چین کې یې پنځوس میلیونه نیالګي په دښته کې کرلي دي. زمونږ وطن خو د شرق او غرب د ګټو د ساتنې لپاره ویجاړ شو. نړۍ وال باید د افغانستان د سمسورولو لپاره د افغانستان د بهیدونو سیندونو اوبه را ایسارې کړي او زمونږ د وطن د دښتو په زرغونولو کې له مونږ سره مرسته وکړي. له ډبلیو ایف پي نه د دې پروژې له امله او له سلام ټایمز څخه مننه چې اکثر وختونه داسې ګټور خبرونه خپروي.

ځواب ورکړئ