اقتصاد

د ډبلیو اېف پي 'د کرنې په بدل کې نغدې پیسې' پروژې په فاریاب کې په سلګونو کسان په کار وګومارل

د محمد قاسم راپور

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۴مه اخیستل شوی، د فاریاب ولایت د کوهي خانې کلي یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې لیدل کیږي چې د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) له خوا 'د کرنې په بدل کې نغدې پیسې' پروژه کې برخه اخلي. [د فاریاب د کرهڼې او مالدارۍ ریاست]

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۴مه اخیستل شوی، د فاریاب ولایت د کوهي خانې کلي یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې لیدل کیږي چې د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) له خوا 'د کرنې په بدل کې نغدې پیسې' پروژه کې برخه اخلي. [د فاریاب د کرهڼې او مالدارۍ ریاست]

فاریاب -- د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) «د کرنې په بدل کې نغدې پیسې» تر عنوان لاندې یوه پروژه پیل کړېچې ۸۰۰ کسان په کې د دې لپاره په کار ګوماري چې په فاریاب ولایت کې د پیستې باغونه بیا ورغوي.‌

د فاریاب د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عزت الله نوراني وویل، دغه شپږ میاشتنۍ پروژه د سلواغې په ۱ پیل شوه چې د دغه ولایت په شپږو سیمو کې به ۱۰۰۰ هکتاره یا ۵۰۰۰ جریبه ځمکه تر پوښښ لاندې ونیسي.

هغه وویل، دا پروژه به شاوخوا ۱۰۰۰ هکتاره «د پیستې ځنګلونه» چې طبیعي افتونو یا غیرقانوني عواملو خراب کړي دي، بیا ورغوي.

هغه زیاته کړه، دغه پروژه د ډبلیو اېف پي له خوا تمویلیږي چې شاوخوا ۳۴ میلیونه افغانۍ (۳۳۷۰۰۰ ډالر) بودجه ورته ځانګړې شوې ده.

هغه له سلام ټایمز سره په خبرو کې وویل، «دا پروژه د فاریاب ولایت د مرکز میمنې لمن په کوهي خانه، اونچه الات، جمشیدي، تور پښتو، تالشي ګورزار او نو اباد کلیو کې پلې کېږي.»

هغه زیاته کړه، «هغه کسان چې په دې پروژه کې مقرر شوي هغوی وار له مخه معرفي شوي ول، هغوی ته به د ورځې ۳۲۰ افغانۍ (۳.۱۸ ډالر) اجوره ورکول کیږي او تمه ده چې د میاشتې ۲۲ ورځې کار وکړي.»

نوراني وویل چې د فاریاب د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ، اقتصاد، کډوالو او د کلیو د پراختیا او بیا رغونې ریاستونه او د افتونو پر وړاندې د چمتووالي اداره په ګډه د دې پروژې څارنه کوي ترڅو یې د اغېزناک تطبیق پیه هکله ډاډ ترلاسه کړي.

هغه وویل، «د فاریاب اقلیم د کرنې لپاره برابر دی. موږ د پیستې د ځنګلونو (باغونو) بیارغونې ته اولویت ورکړ ځکه چې دغه فارمونه تر ډېره طبیعي افتونو خراب کړي ول. موږ نیت لرو چې په راتلونکي کې د پستې ځنګلونه لا نور پراخ کړو.»

د نوراني په وینا، دا پروژه دوه پړاونه لري.‌

په لومړي پړاو کې کندې اېستل، پاکول او د پستې د زړو کرل شامل دي. دویمه مرحله د ۵۰۰ مترو استنادي دېوالونو رغونه ده چې د میمنې په کلیو کې د ممکنه سېلاوونو پر ضد د کروندګرو کرنیزې ځمکې خوندي کړي.

نوراني وویل، «سېلاوونه هر کال زموږ زراعتي ځمکې ویجاړوي. زه هیله لرم چې د سیند غاړو ته د ګبیون دېوالونو (جالیو) په لګولو سره به زموږ د کروندګرو ځمکې او ۱۴۵۰ د استوګنې کورونه د ممکنو سېلاوونو پر وړاندې خوندي شي.»

مهم عاید

کارکوونکو د دغې پروژې د پیلېدلو هرکلی کړی او وایي چې هغه به د هغوی د اقتصادي ستونزو په حلولو کې مرسته وکړي.

د میمنې ښار یوه اوسېدونکي محمد رضا چې ۴۴ کاله عمر لري سلام ټایمز ته وویل هغه له څو میاشتو راهیسې کار نشوای موندلی او اوس ډېر خوښ دی چې په یوه شپږ میاشتني قرارداد په کار ګومارل شوی دی.

هغه وویل، «زه یو کارګر یم او په تېرو څلورو مییاشتو کې مې کار نه دی کړی. ما په تېر حکومت کې ثابت عاید نه درلود، خو د بې کارۍ کچه دومره نه وه لکه اوس چې لیدل کیږي.»

هغه زیاته کړه، «زما بچیان به د شپې په نهاره ویده کېدل، او هیچا هم له موږ سره مرسته نه کوله. اوس چې زه وظیفه لرم، زه د الله تعالی شکر ادا کوم چې زما دعا یې قبوله کړه او ماته یې یو کار را په برخه کړ.»

رضا وویل، «زه د ورځې ۳۲۰ افغانۍ ګټم او کولی شم چې د خپلو بچیانو د مړولو لپاره کافي اندازه خواړه راوړم. په دې کار سره زه نه یواځې خپل هېواد بیا رغوم بلکې په اقتصادي لحاظ د خپلې کورنۍ مرسته هم کوم.»

په شیرین تګاب ولسوالۍ کې د رفیع الله توغان په نامه د دې پروژې یوه بل کارګر چې ۳۶ کاله عمر لري، وویل، «موږ په کوهي خانه کلي کې یو باغ په بېل اړوو او د پستې د تخمونو د کرلو لپاره یې تیاروو.»

هغه وویل، «کله چې ځمکه چمتو شي، د کرنې چارواکي راځي او تخمونه کري.»

هغه وویل، «په بېل اړول ... د دې یو فرصت دی چې زه خپل هېواد بیاورغوم. که امنیت وي، موږ کولی شو چې په ښه توګه کار وکړو او زموږ ټولو لپاره یو ښه راتلونکی جوړ کړو، لاکن که وضعیت خراب وي، هیڅوک به هم د خوندیتابه احساس ونه کړي.»

توغان وویل، «د رغونې په لور زموږ د هر ګام په اخیستلو سره، خلک ډېر د خوښۍ احساس کوي.»

د کرنې وده

د فاریاب اوسېدونکیو هم د چاپېریال د ننګونو د له منځه وړلو او د اقلیم د بدلون د اغېزو د بدلولو لپاره د زراعت پروژې وستایلې.

د فاریاب پوهنتون د کرنې پوهنځي یوه محصل رحمت الله احمدي سلام ټایمز ته وویل، «ځنګلونه د ژمي د یخنۍ او د اوړي د ګرمۍ د کمولو په ګډون، د اقلیم د بدلون د ناوړو اغېزو په له منځه وړلو کې یو مؤثر رول لوبوي.»

هغه وویل، «که دا ځنګلونه شنه شي، دا به نه یواځې د خلکو او حکومت اقتصادي وضعیت ته وده ورکړي، بلکې دغه راز به هوا هم پاکه او صافه کړي.»

هغه زیاته کړه، «ځنګلونه د قوي بادونو او باران په وسیله د ځایي حاصل خېزې ځمکې د ویجاړتیا په مخنیوي کې ډېر اغېز لري.»

احمدي وویل، «ځنګلونه نه یواځې خوراکي مېوه تولیدوي بلکې دغه راز د کورونو د جوړولو لپاره لرګي او د کورونو د تودو ساتلو لپاره د چاپېریال په ګټه د سون توکي هم برابروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500