کندوز -- یوه نوي پروګرام چې هدف یې د پستې او هنجې د باغونو بیارغونه ده، د کندوز ولایت د علي اباد ولسوالۍ له ۲۳۵۰ څخه ډېرو اوسېدونکیو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي.
دا پروژه د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټه (اېس سي ای) د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) سره په همکارۍ کې تطبیقوي.
په کندوز کې د اېس سي ای یوه چارواکي مسعود شریفي وویل، دا دوه میاشتنۍ اوږده پروژه د وږي په ۲۰مه د ولسوالۍ په شپږو کلیو کې پیل شوه او له ۲۰۰۰۰ هکتارو (۱۰۰ زرو جریبو) څخه ډېره ځمکه تر پوښښ لاندې راولي.
محلي اوسېدونکي په کار اچول شوي چې ۵۰۰۰ نیالګي وکري.
![کارګران د وږي په ۲۰مه د کندوز ولایت د علي اباد ولسوالۍ په میر شیخ کلي کې کندې باسي او بوټي کري ترڅو د پستې او هنجې باغونه بیا ورغوي. [د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست]](/cnmi_st/images/2022/10/04/37558-a-585_329.jpg)
کارګران د وږي په ۲۰مه د کندوز ولایت د علي اباد ولسوالۍ په میر شیخ کلي کې کندې باسي او بوټي کري ترڅو د پستې او هنجې باغونه بیا ورغوي. [د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست]
شریفي وویل، «هر عادي کارګر د ورځې ۴۰۰ افغانۍ (۴.۵۲ ډالر) ترلاسه کوي، او هر ماهر کارګر د نیالګیو لپاره د کندو اېستلو په بدل کې ۷۵۰ افغانۍ (۸.۴۸ ډالر) ترلاسه کوي.»
هغه وویل، «د پستې او هنجې د باغونو د اوبه کولو لپاره د یوې ۱۱۰ متره ژورې څا او ۲۲ مربع متره پراخې ذخیرې د رغونې کار هم پیل شوی دی.»
شریفي وویل، یو اېن ډي پي د دې کار لپاره ۲ میلیونه افغانۍ (۲۲۶۰۵ ډالر) بودجه ورکړې ده.
نوموړي وویل، «په کندوز کې اقلیم د کرنې لپاره برابر دی... موږ غواړو چې د کندوز په نورو ولسوالیو کې هم کرنه پيل کړو.»
هغه وویل، د پستې او هنجې ونې به د خاورې د تخریب په مخنیوي کې هم مرسته وکړي.
حیاتي عاید
د میرشیخ کلي یوه اوسېدونکي علي محمد حیدري چې ۴۲ کاله عمر لري او په دې کرنه کې یې برخه اخیستې ده، وویل، دا پروژه «زموږ د خلکو لپاره یو نعمت دی. که ونې شنې شي او مېوه ورکړي، زموږ خلک به ګټه ترې واخلي.»
هغه وویل، «زه خوښ یم چې خپلې سیمې ته سمسورتیا راولم او د خپلې کورنۍ لپاره نفقه ګټم.»
یوه بل کارګر جنت ګل چې ۶۶ کاله عمر لري، وویل، دا پروژه کولی شي چې اقتصادي وده هم رامنځته کړي.
هغه وویل، «موږ نن ډېر خوښ یو چې موږ نور په بل چا باندې متکي نه یو. څو میاشتې کېدلې چې ما نشوای کولی د خپلو ماشومانو لپاره کافي اندازه ډوډۍ پیدا کړم او مجبور وم چې له بل چا نه مرسته وغواړم.»
هغه وویل، «زموږ ځمکې له ډېرو کالونو راهیسې وچکالۍ ځپلې دي. موږ نه پوهېدو چې څه وکړو یا څنګه نفقه وګټو.»
جنت ګل وویل، «اوس زه کار لرم او کولی شم چې د خپلې کورنۍ په دسترخوان باندې خواړه برابر کړم.»
د عبدالغفار په نامه یوه بل کارګر چې ۴۸ کاله عمر لري او د یوې شپږ کسیزې کورنۍ یواځیني نفقه ګټونکی دی، وویل چې پخوا هغه نشوای کولی چې کار پیدا کړي.
هغه وویل، «زه اوس د ورځې ۷۵۰ افغانۍ ګټم او کولی شم چې د خپلو ماشومانو لپاره کافي اندازه خواړه وپېرم. زه د دوه میاشتو لپاره وظیفه لرم او هڅه به وکړم چې له هغه نه وروسته هم وظیفه پیدا کړم.»
محیطي او اقتصادي ګټې
د کندوز ښار یوه اوسېدونکي رحیم ګل فرخ زاد وویل، د ځنګلونو د بیارغونې پروژه به هم د چاپېریال او هم اقتصادي ګټې رامنځته کړي.
هغه وویل، «له بده مرغه چې په تېرو کالونو کې د پستې باغونه د بېلابېلو فکټورونو له امله ډېر اغېزمن شول. که دا باغونه بیاورغول شي، په کندوز او په ځانګړې توګه په علي اباد کې به اقتصادي وضعیت ډېره وده وکړي.»
هغه زیاته کړه، «باغونه د خاورې د تخریب او د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې مهم رول لوبوي. که باغونه نه وي، ککړه هوا به د ناروغیو سبب شي.»
هغه زیاته کړه، دغه راز باغونه په ژمي او اوړي دواړو کې د تودوخې د برابرولو په ګډون، د اقلیم د بدلون د اغېزو په له منځه وړلو کې یو مهم رول ترسره کوي.
فرخ زاد وویل، «خلک باید د باغونو په خوندي کولو کې مرسته وکړي.»
د کندوز د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د زراعت د څانګې رییس عبدالمجید نافذ وویل، د دې پروژې هدف دا دی چې کاري فرصتونه رامنځته کړي، سمسورتیا ته وده ورکړي او د خاورې د تخریب مخه ونیسي.
هغه وویل، «یو ځل چې ونې مېوه نیول پيل کړي، اوسېدونکي ... کولی شي چې د خپلو کورنیو د عوایدو د ښه کولو لپاره یې خرڅه کړي.»
نافذ وویل، موږ به [د باغونو د ساتنې د محلي اتحادیو] کسان د دې لپاره مقرر کړو چې کرل شوې ونې په راتلونکي کې له زیان ور رسېدلو څخه وساتي او خوندي کړي.