اقتصاد

د ملګرو ملتونو پروګرام د سمنګان ښځو ته د زراعت په برخه کې حیاتي ملاتړ برابروي

د محمد قاسم راپور

په لسګونو ښځې د غبرګولي په ۱۴مه د سمنګان ولایت په دره صوف پایان ولسوالۍ کې له اکشن ایډ موسسې سره په همکارۍ کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې موسسې (اېف ای او) سره په همکارۍ کې د سبزیو تخمونه او د کورنیو باغچو وسایل ترلاسه کوي. [د سمنګان ولایت د زراعت، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست]

په لسګونو ښځې د غبرګولي په ۱۴مه د سمنګان ولایت په دره صوف پایان ولسوالۍ کې له اکشن ایډ موسسې سره په همکارۍ کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې موسسې (اېف ای او) سره په همکارۍ کې د سبزیو تخمونه او د کورنیو باغچو وسایل ترلاسه کوي. [د سمنګان ولایت د زراعت، اوبه لګولو او مالدارۍ ریاست]

سمنګان -- د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې موسسه (اېف ای او) په دې کار کوي چې په سمنګان ولایت کې په سلګونو ښځې د دې وړ وګرځوي چې پر ځان بسیا شي او د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي.

د سمنګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند فضل رحمان ساعي وویل، اېف ای او له اکشن ایډ او د سمنګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همکارۍ کې د سمنګان په دره صوف پایان او دره صوف بالا ولسوالیو کې ۵۰۰ ښځینه بزګرانو ته د ترکارۍ تخمونه او د کورنیو باغچو وسایل توزیع کړي دي.

هغه وویل، «د ترکاریو تخمونه او د کرنې وسایل ۲۵۰ ښځو ته په دره صوف پایان او ۲۵۰ ښځو ته په دره صوف بالا کې توزیع شوي دي.»

هغه وویل، «ښځو ته د بېلچو، لرونو او د قلبې د سپارو په ګډون... او دغه راز د بادرنګو، رومیانو، لېړوګانو، مرچکو او کاهو د تخمونو په ګډون، د کورنیو باغچو وسایل توزیع شوي دي.»

هغه زیاته کړه، د تولیداتو له ټولولو او خرڅولو څخه ترلاسه کېدونکی عاید به د ښځو د مالي حالت له ښه کولو سره او مارکېټ ته د تولیداتو په ور زیاتولو کې مرسته وکړي.

ساعي وویل، د دغو وسایلو د توزیع هدف دا دی چې د خوراکي توکو تأمیناتو ته وده ورکړي څو د ښځو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي، او د هغوی مهارتونه پیاوړي کړي.‌

په دره صوف پایان کې د کرنې ریاست رییس سید اکرام عمري وویل، «د دغو وسایلو په توزیع سره، ښځې ډېرې پر ځان بسیا او پیاوړې شوي دي. د هغوی عاید به زیات شي او هغوی به نور دې ته اړتیا ونه لري چې په بل چا باندې متکي واوسي.»

هغه زیاته کړه، «موږ پلان لرو چې په راتلونکي کې نورې لیوالې ښځې د کرنې په جلا ساحو کې ښکېلې کړو.»

له فقر څخه د کورنیو ژغورل

اکثرې بزګرانې وایي چې هغوی د شخړې او جنګ په ترڅ‌کې د خپلو کورنیو نفقه ګټونکي له لاسه ورکړي، او د اېف ای او نوښت له هغوی سره مرسته کوي چې د خپلو کورنیو د غړو ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.‌

په دره صوف بالا کې د مسعودې په نامه یوې ۳۵ کلنې ښځې چې یوه بزګره او د څلورو ماشومانو مور ده، وویل چې هغې د ۱۳۹۹ د غوایي په میاشت کې خپل مېړه له لاسه ورکړ او اوس هغه د خپلې کورنۍ د نفقې ګټلو مسؤله ده.‌

هغې وویل، «زما مېړه چې مړ شو زما ژوند خراب شو. ما راتلونکي ته هیله له لاسه ورکړه او له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوم.»

هغې زیاته کړه، «اوس زه خوشحاله یم چې زموږ لپاره کورنۍ باغچې جوړې شوي او موږ به وکولی شو چې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کړو.»

نوموړې وویل، «یوه ښځه به چې نارینه نفقه ګټونکی ونه لري څه وکړي؟ که هغوی کار ونه کړي، څنګه کولی شي چې خپله کورنۍ مړه کړي؟»

مسعودې وویل، د سمنګان ښځې د کار کولو ښه انګېزه لري او هیله لري چې په راتلونکي کې ‌ډېر فرصتونه ترلاسه کړي.

په دره صوف پایان کې د دغې پروژې یوې ګټه اخیستونکې رحیمې غفوري چې ۳۲ کاله عمر لري، وویل، «موږ په خپل ټیم کې ۱۰ ښځې لرو، او زموږ لپاره یوه زرغونه خونه جوړه کړای شوې ده. موږ راکړل شوي د سبزیو تخمونه کرو، او بیا له هغو وسایلو څخه په استفادې سره چې موږ یې لرو د هغو پالنه کوو.»

هغې وویل، «زه د ښوونځي ښوونکې وم، خو په تېرو اتو میاشتو کې ما وظیفه نه لرله، نو کرنې ته مې مخه کړله.»

هغې زیاته کړه، «موږ ډېرې خوشحاله یو چې ښځو ته یوه د درنښت وړ وظیفه برابره شوې او موږ کولی شو چې یو مشروع عاید وګټو او د خپل هېواد په سمسورولو کې مرسته وکړو.»

غفوري وویل، «موږ حق لرو چې له خپل کور څخه بهر کار وکړو او یو عاید ترلاسه کړو،» او زیاته یې کړه چې ښځې باید خپل سخت زیار هېر نه کړي او په کورونو کې پاتې نشي.

ښځې د چمتو کوونکیو په توګه لاس په کار کیږي

د سمنګان اوسېدونکي وایي، د سړیو تر منځ د بې کارۍ په زیاتېدلو او په جنګ کې د نفقه ګټونکیو په له لاسه ورکولو سره، ښځې باید اوس د خپلو کورنیو د ژغورلو لپاره کار وکړي.‌

د سمنګان ولایت یوه اوسېدونکي غلام رسول رحیمي وویل، «د دوو لسیزو په جګړه کې په سلګونو زرو سړیو خپل ژوند له لاسه ورکړی او کورنۍ یې بې سرپرسته پاتې شوي دي.»

رحیمي وویل، «په دغو کورنیو کې ښځې مجبورې دي چې کار وکړي او د خپلو کورنیو لپاره نفقه وګټي.»

هغه وویل، «هغه ښځې چې کار کوي له ډېرو ننګونو سره مخامخ دي، خو هغوی به په دغو ننګونو باندې برلاسي شي او د خپلو ځانونو لپاره به یو روښانه راتلونکی جوړ کړي.»

رحیمي وویل، «څومره چې ښځې ډېر کاري فرصتونه ولري، هومره ډېر هغوی کولی شي چې د خپلو کورنیو لپاره د ژوند څوری برابر کړي او هغوی له مالي پلوه مستقلې شي.»

نړۍ والو موسسو په دغه ولایت کې مرستې کولو ته ور دانګلي دي.

د غبرګولي په لومړیو کې، د ډبلیو اېف پي له خوا په سمنګان کې د پستې د نهالونو کرنه هم پیل شوې،چې د اوسېدونکیو لپاره یې ۱۰۰۰ وظیفې رامنځته کړي دي.

دغه نوښت، چې له ۴۸ میلیونو افغانیو (۵۴۰۰۰۰ ډالرو) څخه ډېره بودجه لري د ډبلیو اېف پي له خوا برابر شوی او د افغانستان لپاره د سوېډن کمېټې په همکارۍ په سمنګان ولایت کې پلی کیږي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د خلکو د ژوند ژغورلو لپاره هره کړنه د ستایلو ده خو پوښتنه دا ده چې نور کارونه خلاص شول چې اوس ملګري ملتونه افغان ښځو ته د بزګرۍ برخه کې روزنه ورکوي؟ زه دا نه وایم چې بزګري خراب عمل دی. زما هدف دا دی چې ملګري ملتونه دې د یوې ټولنې فرهنګي اړخ هم په نظر کې ونیسي. افغان مېرمنې تر ډېره حده کار کوي خو په کور دننه کار. البته زما هدف دلته د کلیوالو مېرمنو څخه دی. زما هدف دا دی چې ملګري ملتونه دې افغان مېرمنو په داسې برخه کې روزنه ورکړي چې فرهنګي اړخ ته یې پاملرنه وشي. شخصیت یې باید کم را نه شي. په تېر کې داسې پروژې وې چې مېرمنو ته به یې به یې په مختلفو برخو کې روزنه ورکوله، مثلا: د چرګانو روزنه، د غالیو اوبدل، لاسي کارونه او نور ډېر څه. په کار ده چې د افغان مېرمنو دې اړخ ته جدي پاملرنه وشي، شخصیت یې متضرره نه شي او په ضمن کې یو څه لاس ته هم راوړي چې ژوند یې د بهبود خوا ته روان شي.

ځواب ورکړئ

ښځه نازک انسان دی. ښځې باید مجبورې نشي چې داسې کارونه وکړي چې ورته سخت وي. دغه ډول کارونه باید د سړیو لپاره برابر کړای شي. هغه ښځې چې نارینه سرپرستان نه لري،‌ د هغوی لپاره باید داسې کارونه برابر شي چې د هغوی له بدني جوړښت سره برابر وي. بېل کارول او داسې نور کارونه د ښځو لپاره سخت دي.

ځواب ورکړئ