امنیت

طالبانو په سمنګان او تخار کې د روغتیایي پاملرنې په لسګونو مرکزونه بند کړل

د هدایت الله راپور

ځایي چارواکي او اوسېدونکی وایي، طالبانو په سمنګان او تخار ولایتونو کې ۵۲ روغتیایي مرکزونه بند کړي او په دې توګه یې په لسګونو زره اوسېدونکي له روغتیایي خدمتونو څخه محروم کړي دي. [اسماعیل سادات/ سلام ټایمز]

کندوز -- ځایي چارواکي او اوسېدونکي وایي، طالبانو په سمنګان او تخار ولایتونو کې ۵۲ روغتیایي مرکزونه بند کړي او په دې توګه یې په لسګونو زره افغانان روغتیایي خدمتونو ته له لاسرسي څخه محروم کړي دي.

د سمنګانو د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالخلیل مصدق د کب په ۲۳مه وویل، په دغه ولایت کې د لړم له ۱۹مې راهیسې ۲۶ مرکزونه بند کړای شوي دي.

هغه وویل، بند شوي کلینیکونه په دره صوف بالا، دره صوف پایان، روی دوآب، حضرت سلطان، فیروز نخچیر او خرم و سرباغ ولسوالیو کې واقع دي.

مصدق وویل، په دې توګه طالبانو د سمنګانو د ۶۰۰۰۰۰ اوسېدونکيو له جملې څخه تقریبا نیمایي وګړي د عامې روغتیا له خدمتونو څخه محروم کړي دي.

د قربانیانو خپلوان د ۱۳۹۷ د تلې په ۲۱مه د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې له یوه بمي برید څخه وروسته د یوه روغتون مخې ته ولاړ دي. چارواکو وویل، یو موټرسایکل چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي وو د تلې په ۲۱مه د افغانستان د ټاکنو د یوه کاندید د پلویانو په منځ کې وچاودېد چې لږ تر لږه ۱۲ کسان یې ووژل. [نصیر صادق/ای اېف پي]

د قربانیانو خپلوان د ۱۳۹۷ د تلې په ۲۱مه د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې له یوه بمي برید څخه وروسته د یوه روغتون مخې ته ولاړ دي. چارواکو وویل، یو موټرسایکل چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي وو د تلې په ۲۱مه د افغانستان د ټاکنو د یوه کاندید د پلویانو په منځ کې وچاودېد چې لږ تر لږه ۱۲ کسان یې ووژل. [نصیر صادق/ای اېف پي]

په عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده يوه افغان سړي یو ماشوم په غېږ کې نیولی دی. طالبانو په سمنګان او تخار ولایتونو کې د AHEAD په نامه د یوې افغاني موسسې له خوا چلېدونکي ۵۲ کلینیکونه مجبور کړي چې بند یې کړي.‌ [AHEAD]

په عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده يوه افغان سړي یو ماشوم په غېږ کې نیولی دی. طالبانو په سمنګان او تخار ولایتونو کې د AHEAD په نامه د یوې افغاني موسسې له خوا چلېدونکي ۵۲ کلینیکونه مجبور کړي چې بند یې کړي.‌ [AHEAD]

هغه وویل، د سمنګانو په لیرې پرتو سیمو کې د کلینیکونو په بندېدلو سره ناروغان مجبور شوي ترڅو د درملنې لپاره د ولایت مرکز ایبکو او د نورو ولسوالیو مرکزونو ته لاړ شي.

هغه وویل، «په جنګ کې ښکېل هېڅ لوری حق نه لري چې د روغتیایي خدمتونو د برابرولو مخه ونیسي، خو طالبانو د ټولو حقوقي نورمونو او د بشري حقونو د اساساتو خلاف تر خپل واک لاندې سیمو کې دغه کلینیکونه بند کړي دي.»

طالبان پیسې غواړي

د روغتیا، پوهنې او پرمختګ لپاره مرسته (AHEAD) موسسې عمومي رییس او مؤسس سید اسدالله فیاض وویل چې د هغه موسسې د صحتمندي پروژې له لارې په سمنګان او تخار کې روغتیایي خدمتونه وړاندې کول، لاکن طالبانو د هغه په لسګونو روغتیایي مرکزونه بند کړي دي.

هغه وویل، «له بده مرغه چې ۲۶ مرکزونه په سمنګان او ۲۶ نور په تخار کې بند کړای شوي دي.»

فیاض وویل، طالبانو په دغو کلینیکونو کې کارکونکو ته ویلي چې که هغوی یادې ډلې ته عشر او زکات ورنه کړي، روغتیایي مرکزونو ته به د فعالیت اجازه ورنه کړای شي.

هغه وویل، «ډاکتران ناروغانو ته وړیا خدمتونه برابروي، او طالبان باید هغوی روغتیایي پاملرنې ته د لاسرسي له حق څخه محروم نه کړي.»

په تخار کې د AHEAD موسسې ولایتي رییس عبدالمعروف فایق وویل، په تخار کې بند شوي مرکزونه په روستاق، دشت قلعه، ینګي قلعه، خواجه غار، درقد، خواجه بهاءالدین او د دغه ولایت په نورو برخو کې واقع دي.

هغه تایید کړه چې طالبانو له روغتیایي چارواکو او AHEAD څخه د روغتیایي مرکزونو د بېرته پرانستلو په بدل کې پیسې غوښتلې.‌

د سمنګان د ولایتي شورا رییس محمد هاشم سروري وویل، «د روغتیایي مرکزونو په بندولو سره، طالبان غواړي چې په AHEAD باندې فشار راوړي او مجبور یې کړي چې هغوی ته پیسې ورکړي.»

هغه وویل، «موږ په طالبانو باندې غږ کوو ترڅو روغتیایي مرکزونه بېرته پرانیزي، ډاکترانو ته اجازه ورکړي چې د ناروغانو درملنې ته دوام ورکړي او ملکي خلک د خپلو شخصي ګټو قرباني نه کړي.»

ښځې او ماشومان له ستونزو سره مخامخ دي

د طالبانو له خوا د هغوی په سیمو کې د روغتیایي مرکزونو د بندولو په پرېکړې سره په ځانګړې توګه د لیرې پرتو سیمو خلکو ته ډېر زیان ور ورسېدلی دی.

د سمنګان په دره صوف پایان ولسوالۍ کې یوه قومي مشر عبدالفهیم صفري وویل، اوس امېدوارې ښځې مجبورې دي ترڅو په ځایي درملتونونو کې ماشومان وزېږوي په داسې حال کې چې دغه درملتونونه د مور او ماشوم خدمتونه نه لري.‌

هغه د بابانظر کلي د یوې ۲۷ کلنې ښځې مثال ورکړ چې د مرغومي په ۲۴مه د زېږون پر مهال د ولسوالۍ کلینیک ته وېوړل شوه. صفري وویل، دا چې کلینیک بند وو، هغه د کلینیک ودانۍ سره د ماشوم زیږون پر وخت مړه شوه.

هغه د زرګونو خلکو د ژوند په خطر کې اچولو له امله طالبان ملامت کړل او ویې ویل، «له څلورو میاشتو څخه ډېر وخت وشو چې په دره صوف پایان کې شپږ کلینیکونه او یو روغتون بند دي چې د ولسوالۍ د شاوخوا ۱۲۰۰۰۰ اوسېدونکیو لپاره یې ډېرې ستونزې رامنځته کړي دي.»

د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوال محمد هاشم مدقق وویل، د دغو بندښتونو زور له ښځو او ماشومانو څخه وځي.

هغه وویل، سربېره پر دې هر څوک دا وس هم نه لري چې د درملنې لپاره د ښارونو مرکزونو ته لاړ شي.

په سمنګان کې د ښځو د حقونو یوې فعالې عایشې صدیقي وویل، «طالبان فکر کوي چې که هغوی روغتیایي مرکزونه بند کړي، ملکي خلک به له هغوی سره ملګري شي، خو دا ناشونې ده.»

د کلینیکونو د بیا پرانستلو لپاره هڅې

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر وویل، د روغتیایي مرکزونو بندول په ښکاره دا په ګوته کوي چې طالبان د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو پر وړاندې د مخامخ جګړې د وړتیا له لاسه ورکولو څخه وروسته د عامو خلکو پر ضد جنګ کوي.‌

د تخار د ولایتي شورا یوه غړي محمد اعظم افضلي وویل، «په امنیتي ګواښونو سربېره، د روغتیایي مرکزونو بندښت د ماورای کوکچه ولسوالیو د اوسېدونکیو لپاره ژوند په دوزخ باندې بدل کړی دی.»

ماورای کوکچه د خواجه بهاءالدین، ینګي قلعه، دشت قلعه، روستاق، درقد او چاه آب ولسوالیو ټولګه ده چې له تاجکستان سره په پوله پرتې دي.

د سمنګانو د عامې روغتیا رییس مصدق وویل، حکومت هڅه کوي ترڅو مسئله له طالبانو سره د خبرو له لارې حل کړي.

هغه وویل، «موږ دې نتیجې ته رسېدلي یو چې موږ باید دا مسئله د خبرو اترو له لارې حل کړو. زموږ او د AHEAD د کسانو یو ټیم مؤظف شوی ترڅو د طالبانو د واک مرکز ته چې په دره صوف پایان کې دی لاړ شي، له هغوی سره خبرې وکړي او دا مسئله حل کړي.»

هغوی پلان لري د نوي کال په لومړۍ میاشت کې یو هیئت ولېږي ترڅو له طالبانو سره خبرې وکړي.

په سمنګان کې د مدني ټولنې یوه فعال نجیب الله دانش وویل، په ورته وخت کې، «قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځایي خلکو د دغو مرکزونو د بېرته پرانستلو لپاره هڅې پيل کړي دي. موږ هیله لرو چې دغه هڅې به ګټورې ثابتې شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500