د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) په دې ژمي کې له لوږې سره د مخامخ افغان کورنیو لپاره د یادې ادارې د چټک غبرګون د ملاتړ په ترڅ کې له تاجکستان څخه افغانستان ته د خوراکي توکو لېږدول پیل کړي دي.
په تاجکستان کې د ډبلیو اېف پي ادارې په یوه خبرپاڼه کې وویل، په اوو لاریو مشتمل لومړنی کاروان د جمعې په ورځ /د لیندۍ په ۵مه/ په دوشنبه کې د ډبلیو اېف پي له یوه ګودام څخه د افغانستان د بدخشان ولایت په لوري روان شو.
دغه لارۍ به ۲۵۰۰ ټنه د غنمو اوړه چې په سیمه کې پېرودل شوي دي په راتلونکو ورځو کې انتقال کړي چې په افغانستان کې د ډبلیو اېف پي اداره به یې په خپلو ژوند ژغورونکیو عملیاتو کې استعمال کړي.
په تاجکستان کې د ډبلیو اېف پي استازي او رییس ادهم مسلم وویل، «په افغانستان کې د ډبلیو اېف پي همکاران په سملاسي توګه داسې ملاتړ ته اړتیا لري ترڅو مخکې له دې چې واوره، په ځانګړې توګه د بدخشان د ولسوالیو په څېر لیرې پرتو ولسوالیو کې سرکونه بند کړي، خوراکي توکي ورسوي.»
هغه دا خبرې په هغو مراسمو کې وکړې چې د مرستو د لېږلو د پيل په مناسبت جوړ شوي وو او تاجک چارواکو په کې برخه اخیستې وه.
مسلم وویل، «موږ د تاجکستان حکومت څخه مننه کوو چې په دې سخت حالت کې له افغانانو سره ودرېد. دا دهلېز له موږ سره ډېره مرسته کوي ترڅو خوراکي توکي په وخت سره د سرحدي دروازو له لارې افغانستان ته ورسوو.»
دغه راز، مسلم له تاجک حکومت څخه مننه وکړه چې د ډبلیو اېف پي تر مدیریت لاندې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه هوایي خدمتونو ادارې (یو اېن اېچ ای اېس) څخه ملاتړ کوي، او دې ته اسانتیا برابروي چې دغه اداره له دوشنبې څخه کابل او په افغانستان کې نورو مقصود منزلونو ته د بشري مرستو منظمې الوتنې ترسره کړي.
افغانستان په چټکۍ سره د نړۍ په تر ټولو لوی بشري ناورین باندې اوړي.
ډبلیو اېف پي د روان کال له لومړیو څخه خپل ژوند ژغورونکی ملاتړ زیاتوي، او ۱۴.۸ میلیونو خلکو ته خوراکي او غذایي مرستې رسوي.
غټه اړتیا
البته، دا اړتیاوې ډېرې غټې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت مشرې ډېبورا لیونز د لړم په ۲۶مه وویل، «دا به یوه تاریخي غلطي وي چې اوس افغانان یواځې پرې ښودل شي، داسې یوه غلطي چې تر دې مخکې یې غمجنې پایلې رامنځته کړې وې.»
هغې وویل، په داسې حال کې چې ژمی را نږدې دی، تر ۲۳ میلیونو پورې افغانان به له ناورین یا د خوراکي توکو د نه تأمین له خطر سره مخامخ شي.
هغې زیاته کړه، سربېره پر دې، که څه هم چې یو وخت د قحطۍ خطر کلیوالو سیمو پورې محدود وو، لاکن اوس داسې وېره رامنځته شوې چې د افغانستان د ګڼ مېشتو ښاري سیمو له هرو ۱۱ څخه ۱۰ کسان د خوراکي توکو د نه تأمین له بیړنیو حالاتو سره مخامخ دي.
ملګرو ملتونو د لیندۍ په ۲مه وویل چې له ۶۰۰ میلیونو ډالرو څخه د ډېرو پیسو غوښتنه چې هغوی د کال تر پایه په افغانستان کې د بشري غبرګون د ملاتړ لپاره کړې وه، اوس په بشپړ ډول تمویل شوي دي.
لوی مرستندویان متحده ایالات، اروپایي هېوادونه او جاپان د تمویل ټول هدف ۶۰۶ میلیونه ډالر پوره کړ.
په دغو پیسو سره به په افغانستان کې له ۱۱ میلیونو ډېرو محرومو خلکو سره مرسته وشي.
په کابل کې د نغدو پیسو وېش
په ورته وخت کې، ډبلیو اېف پي د دوشنبې په ورځ د افغانستان په پلازمېنه کې شاوخوا ۳۰۰۰ کورنیو ته چې د هېواد زیاتېدونکي بشری بحران سختې ځپلې وې، نغدې پیسې ور ووېشلې.
۲۰ کلنه بسانه چې له خپلې ۱۰ کسیزې کورنۍ سره ژوند کوي، وویل، «ما هېڅکله دا تصور نه کاوه چې یوه ورځ به زه دلته په داسې یوه کتار کې ناسته یم او مرسته به غواړم.»
هغې زیاته کړه، «لومړی به موږ خواړه واخلو چې ځانونه له مرګ څخه وژغورو.»
د ملګرو ملتونو ادارې هرې کورنۍ ته ۷۰۰۰ افغانۍ (۷۴ ډالر) ور ووېشلې.
عظیم الله فضل یار چې د پیسو د وېشلو په برخه کې یې مرسته کوله، وویل چې په کابل کې تقریبا له ۵۰۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰۰ پورې کورنۍ مرستې ته اړتیا لري او دا چې دغه پروګرام ۳۰۰۰ کورنۍ چې سختې متاثرې شوې وې په ګوته کړې وې.
هغه وویل، «هغوی کولی شي چې دغه پيسې په ژمي کې ولګوي او لرګي یا هر څه ته چې اړتیا ولري هغه پرې واخلي.»
د هغو کورنیو چې دغه مرسته یې ترلاسه کړې ده ډېرې داسې دي چې یواځیني نفقه ګټونکي یې د تېر حکومت له نسکورېدلو راهیسې خپلې وظیفې له لاسه ورکړي دي.
په افغانستان کې انفلاسیون او بې کاري زیات شوي، او نړۍ والې مرستې چې د پخواني حکومت د بودیجې ۷۵٪ یې جوړول په بشپړ ډول وچې شوې دي.
محصل او د انګلیسي ژبې ښوونکی ثناءالله حمیدي د هغو خلکو په ډله کې وو چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره په کتار کې ولاړ وو.
هغه وویل هغه او د هغه پلار چې یو حکومتي کارمند وو، دواړه بې کاره پاتې دي، او هغه نشي کولی چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
حمیدي وویل، «زه دا هیله لرم چې کاشکې ما کولی شوای چې خپل فیس ورکړم او خپلو پوهنتوني زده کړو ته بېرته ورستون شم»
د عمر بن الخطاب رضي الله عنه د خلافت زمانه کې په مدینه منوره او شاوخوا کې سخته وچکالي او لوږه رامنځته شوه، دا وچکالي د 17هـ کال وروستۍ او د 18هـ کال د پیل تقریبا نه میاشتې وه، په دې سختو حالاتو کې عمر رضي الله عنه د خلکو د خدمت لپاره له درد او حکمته ډک تدابیر او کارونه ترسره کړی دی، پر خلکو د عمر د زړه سوي، مهرباني او خلکو لپاره دردیدلو په اړه یې مؤرخین لیکي که دا وچکالي یو کال نوره غځیدلې وی عمر به له درد او سختي نه مړ شوی و!! ولس سره د واکمن مینه، زړه سوی او پر هغو مهرباني د واکمن د شفقت، ژوندي احساس او ویښ ضمیر نښه ده، که د وخت واکمن د "ویښ ضمیر" جوهر ولري هغه حتما د ولس ستونزو او دردونو ته درمل موندلی شي، عمر رضي الله عنه په دې کال د مصر، شام او فلسطین له والیانو مرستې وغوښتلې، مؤرخینو د دې مرستو په اړه د عمر لیکونه راخیستي دي، د دې لیکونو د پیل جملې داسې راغلې دي: وا غوثاه ... وا غوثاه ... واه غوثاه. یعني دا خلک وژغورئ، دا خلک وژغورئ، دا خلک وژغورئ. وا غوثاه هغه جمله ده چې د عمر د شفقت، درد او ویښ ضمیر پوره استازیتوب کوي. دا کال په "عام الرمادة" سره یادیږي، الرماد ایرو ته وایي، څرنګه چې په دې کال د خلکو مخونه لکه په ایرو لړلي داسې ښکاریدل؛ ځکه دا کال په عام الرمادة سره یاد شو. د رمادة کال (د لوږې او کاختي کال) کې عمر بن الخطاب رضي الله عنه زکات وځنډوه، بل کال چې بارانونه وشول او خلک ښه شول نو له خلکو یې د دوو کلونو زکات په یو ځای واخیست، د یوه کال یې خلکو ته ورووېشه او د دویم کال یې بیت المال ته تسلیم کړ. داراز په دې کال کې یې د غلو لاسونه پرې کول هم منعه کړل. (الأموال لأبي عبیدة: 374/559). امارتیان که رښتیا مسلمان وي له همدې يې باید زده کړي له نړۍ مرسته وغواړي.
ځواب ورکړئ1 تبصره