ټولنه

د ناورین په رانږدې کېدلو سره پاکستان د افغانستان په هکله د او آی سي د مجلس د کوربه توب وړاندیز وکړ

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

ښځې د لیندۍ په ۸مه په کابل کې د خوړو د نړۍ وال پروګرام له خوا د نغدو پیسو د وېش په ترڅ کې په کتار کې انتظار کوي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

ښځې د لیندۍ په ۸مه په کابل کې د خوړو د نړۍ وال پروګرام له خوا د نغدو پیسو د وېش په ترڅ کې په کتار کې انتظار کوي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۸مه/ وویل، دغه هېواد وړاندیز کړی چې د روانې میاشتې په وروستیو کې د اسلامي همکارۍ سازمان (او آی سي) د بهرنیو چارو د وزیرانو د یوې غونډې کوربه توب وکړي او په افغانستان کې پراخېدونکي ناورین ته د حل لارې راوباسي.

قریشي په ټوېټر اعلان وکړ چې پاکستان وړاندیز کړی څو د لیندۍ په ۲۶مه په اسلام اباد کې د غونډې کوربه توب وکړي.‌

ملګرو ملتونو په مکرر ډول خبرداری ورکړی چې افغانستان د نړۍ د یوه بدترین ناورین څنډې ته رسېدلی او قریشي وویل چې او آی سي «باید لاس په کار شي او له افغان ورونو سره مرسته وکړي».‌

هغه په یوه اعلامیه کې وویل، «مونږ باید په ګډه خپلې هڅې زیاتې کړو او د افغانانو بشري اړتیاوې رفع کړو.»

ښځې د لړم په ۱۵مه په کابل کې د خوړو د نړۍ وال پروګرام له خوا د خوړو د وېش په ترڅ کې په کتار کې انتظار کوي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

ښځې د لړم په ۱۵مه په کابل کې د خوړو د نړۍ وال پروګرام له خوا د خوړو د وېش په ترڅ کې په کتار کې انتظار کوي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

پاکستان دا وړاندیز د سعودي عربستان له خوا له یوې غوښتنې څخه وروسته وکړ.‌ سعودي دا وخت د دغه ۵۷ کسیز ګروپ مشري پر غاړه لري.

ښایي دا د پخواني حکومت له نسکورېدلو راهیسې د افغانستان په هکله تر ټولو غټه نړۍ واله غونډه وي.

قریشي مخکې د لړم په ۲۰مه خبرداری ورکړی وو چې افغانستان «د اقتصادي سقوط څنډې ته رسېدلی» او نړۍ واله ټولنه باید سمدلاسه خپلې مالي مرستې بیا پيل او بشري مرستې برابرې کړي.‌

قریشي په اسلام اباد کې د امریکایي، چینایي، روسي او نورو دیپلوماتانو په یوه غونډه کې وویل،‌ دا «د نړۍ والې ټولنې وجیبه ده چې په سملاسي توګه د بشري مرستو برابرول تقویه کړي.»

هغه زیاته کړه، په دې لړ کې باید د زمري په میاشت کې د افغان حکومت له نسکورېدلو راهیسې د لوېدیځو مرستندویانو له خوا کنګل شویو پیسو ته د افغانستان لاسرسي ته لاره هواره شي.

قریشي وویل،‌ د مالي مرستو بیا پیلول «به د اقتصادي فعالیتونو د بیا پیلولو لپاره زموږ هڅې کلکې او د افغانستان اقتصاد د ثبات او بقا په لور وخوځوي.»

سختې اړتیاوې

نړۍ واله ټولنه د نوي حکومت له لارې د مرستندویو هڅو د تمویل په برخه کې محتاطانه عمل کوي.‌

نړۍ والو موسسو افغانانو ته د مرستو رسولو ته دوام ورکړی دی.‌

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍ وال پروګرام (ډبلیو اېف پي) تېره اونۍ له تاجکستان څخه افغانستان ته د خوراکي توکو لېږدول پیل کړل، او هغه ۲۵۰۰ ټنه د غنمو اوړه چې په سیمه کې یې اخیستي وو، وړاندې کړل.

دغه راز، ډبلیو اېف پي د دوشنبې په ورځ د افغانستان په پلازمېنه کې شاوخوا ۳۰۰۰ کورنیو ته چې د هېواد زیاتېدونکي بشري ناورین سختې ځپلې وې، د کورنۍ په سر ۷۰۰۰ افغانۍ (۷۴ ډالر) نغدې ورکړې.‌

خو د افغانانو اړتیاوې تر دې ډېرې زیاتې او سختې دي.‌

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) مشرې ډېبورا لیونز د لړم په ۲۶مه وویل، «دا به یوه تاریخي غلطي وي چې اوس افغانان یواځې پرې ښودل شي، داسې یوه غلطي چې تر دې مخکې یې غمجنې پایلې رامنځته کړې وې.»

هغې وویل، په داسې حال کې چې ژمی را نږدې دی، تر ۲۳ میلیونو پورې افغانان به له ناورین یا د خوراکي توکو د نه تأمین له خطر سره مخامخ شي.

هغې زیاته کړه، سربېره پر دې، یو وخت د قحطۍ خطر کلیوالو سیمو پورې محدود وو، لاکن اوس داسې وېره رامنځته شوې چې د افغانستان د ګڼ مېشتو ښاري سیمو له هرو ۱۱ څخه ۱۰ کسان د خوراکي توکو د نه تأمین له بیړنیو حالاتو سره مخامخ دي.‌

ملګرو ملتونو د لیندۍ په ۲مه وویل چې له ۵۰۰ میلیونو ډالرو څخه د ډېرو پیسو غوښتنه چې هغوی د کال تر پایه په افغانستان کې د بشري غبرګون د ملاتړ لپاره کړې وه، اوس په بشپړ ډول تمویل شوي دي.

لوی مرستندویان متحده ایالات، اروپایي هېوادونه او جاپان د تمویل ټول هدف ۶۰۶ میلیونه ډالر پوره کړ.

په دغو پیسو سره به په افغانستان کې له ۱۱ میلیونو ډېرو محرومو خلکو سره مرسته وشي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

پاکستان باید د افغانستان د استازیتوب کولو پر ځای د خپلو چارو غم وخوري. په ټوله نړۍ کې داسې هېڅ منافق او مردارهېواد نشته لکه پاکستان چې دی. مونږ افغانانو د دغه مردار وطن د بنسټ د تیږې له اېښودلو راهیسې د دوی له لاسه خوشحاله ورځ نه ده لیدلې. پاکستان یو سرطان دی چې د افغانستان په ستوني کې راشین شوی دی. الله تعالی دې دا ملعون پاکستان ویجاړ کړي.‌

ځواب ورکړئ

د پاکستان له خوا د افغانستان په هکله هره غونډه جوړول او یا په کې لاسوهنه کول د افغانستان پر وړاندې د دغه هېواد د منافقت ثبوت دی. پاکستان د ترهګرو په تربیه کولو سره د افغانستان تېر ولسواک نظام رانسکور کړ، چې په نتیجه کې یې خلک له لوږې او فقر، بې نظمۍ او بې کارۍ سره مخامخ شول او اقتصادي بحران یې رامنځته کړ. پاکستان دا وخت پخپله له مالي بحران سره مخامخ دی، اوس غواړي چې د افغانستان په نامه له نړۍ څخه پیسې راټولې کړي او د پخوا په څېر یې بیا په خپلو جیبونو کې واچوي. پاکستان دې هڅه نه کوي چې د لویدیځ په بانکونو کې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ راخلاصې شي، مونږ نه غواړو چې هغه شتمنۍ راخلاصې شي او پاکستاني قاچاقچیان یې له کابل څخه په قاچاق کې ویسي او خپلې د بهرنیو اسعارو ذخیرې پرې زیاتې کړي. لعنت په پاکستان، لعنت د پاکستان په پوځ، لعنت د پاکستان په آی ایس آی چې له څلورو لسیزو راهیسې د افغانانو د وژلو او د افغانستان د ورانولو لپاره ترهګر تربیه کوي.

ځواب ورکړئ