اقتصاد

نهیلي افغانان د خپلو لوڼو د خرڅلاو له پرېکړې څخه وروسته په ویر اخته او زړه ماتي شوي دي

د عمران راپور

د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې د افغان حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته، ژوړ فقر او سختۍ ځینې افغان والدین اړ کړي ترڅو د خپلو ماشومانو د خرڅولو په ناوړه کار لاس پورې کړي او په دې توګه وکولی شي چې د خپلې کورنۍ بقا یقیني کړي. [عبدالرازق صدیقي/ظاهر زاهد]

غور -- محمد حسن چې څلور کاله مخکې د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې سختې جګړې د خپلې سیمې پرېښودلو ته اړ کړی وو، په وروستیو کې مجبور شو چې د خپلې کورنۍ د ژوندي پاتې کېدلو لپاره یو سخت ګام واخلي او خپلې دوه کم عمره لوڼې خرڅې کړي.

حسن چې اوس د ولایت په مرکز قلعه نو کې د بې ځایه خلکو په یوه کمپ کې ژوند کوي، وویل هغه دا پرېکړه د دې لپاره وکړه چې کورنۍ یې له ډېر سخت حالت سره مخامخ ده.

حسن وویل، «ما د لوږې او غریبۍ له لاسه خپله ۱۰ کلنه او ۸ کلنه لوڼې خرڅې کړې.»

هغه وویل، هغه د هرې لور په سر د ۲۰۰ زرو افغانیو (۲۱۵۰ ډالرو) غوښتنه وکړه، لاکن تر اوسه یې د دغو پیسو ایله نیمایي ترلاسه کړي دي.

رخشانه له خپلو لمسیانو سره یوځای د لړم په ۵مه د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د بې ځایه شویو خلکو په یوه کمپ کې لیدل کیږي. [له ظاهر زاهد څخه په مننه]

رخشانه له خپلو لمسیانو سره یوځای د لړم په ۵مه د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د بې ځایه شویو خلکو په یوه کمپ کې لیدل کیږي. [له ظاهر زاهد څخه په مننه]

هغه ماشومان چې کورنۍ یې د وروستي تاوتریخوالي په ترڅ‌ کې بې ځایه شوي، د لړم په ۶مه د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو په یوه کمپ کې لیدل کیږی. [عبدالرازق صدیقي]

هغه ماشومان چې کورنۍ یې د وروستي تاوتریخوالي په ترڅ‌ کې بې ځایه شوي، د لړم په ۶مه د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو په یوه کمپ کې لیدل کیږی. [عبدالرازق صدیقي]

هغه وویل، «پېرودونکي زما لورګانې ورسره بوتللې، او زه اوس د هغوی د ځای ځایګي یا ښه او بد په هکله خبر نه یم.»

د حسن تجربه په افغانستان کې چې د اسلامي جمهوریت حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته بې ساري فقر او بې کاري په کې رامنځته شوې ده، په ډېرېدلو ده.

د خوراکي او روغتیایي بحران په ترڅ کې نهیلۍ او د نړۍ والو مرستو کمېدا په بادغیس او غور ولایتونو کې ځینې داخلي بې ځایه شوي خلک مجبور کړي چې خپلې لوڼې خرڅې یا د پیسو په بدل کې په نکاح ورکړي.

د ملګرو ملتونو د وګړو مرستندوی صندوق (یو اېن اېف پي ای) وایي، د افغانستان مدني قانون د واده حد اقل عمر ۱۶ کاله ټاکلی دی.‌ د ماشومانو ودول غیرقانوني دي، خو ډېر زیات پېښېږي.

یو اېن اېف پي ای وایي، غریبې کورنۍ اکثر وختونه خپلې لوڼې د غټو ولورونو په بدل کې، او اکثر وختونه په زړو سړیو باندې خرڅوي.

د وضعیت په هکله خبرو سرچینو وویل، ځینې یې د دویمو او درېیمو ښځو په توګه ودوي. په ځینو حالتونو کې، ښایي «واده» هېڅ ونشي.

هغوی د ۵۰ زرو افغانیو او ۲۰۰ زرو افغانیو (۵۳۵ تر ۲۱۵۰ ډالرو) تر منځ خرڅیږي.

ځینو کسانو چې خپلې لوڼې یې خرڅې کړې وې، وویل، هغوی مجبور شول چې له لوږې څخه د خپلو کورنیو د نورو غړو، په ځانګړې توګه ماشومانو د خوندي کولو لپاره داسې کار کړي.

اوښکې او غم

رخشانې چې له خپلو څلورو لمسیانو سره یوځای د غور ولایت په مرکز فیروزکوه کې د بې ځایه شویو خلکو په یوه کمپ کې ژوند کوي، وویل، هغه غواړي چې خپله ۶ کلنه لمسۍ زینب خرڅه کړي.

د زینب مور او پلار، چې هغوی هم بې ځایه شوي دي، په فیروزکوه کې په یوه بل کمپ کې ژوند کوي.

رخشانې وویل چې زینب په تېرو څو میاشتو کې صحیح ډوډۍ نه ده خوړلې او دا چې نه حکومت او نه هم د بشري مرستو موسسو د هغې له کورنۍ سره څه مرسته کړې ده.

هغې وویل، «زه زینب د دې لپاره خرڅوم ترڅو وکولی شم خپل نور درې لمسیان له لوږې او ساړه ژمي څخه وژغورم.»

هغې زیاته کړه، «ما د خپلې لمسۍ په بدل کې ۱۰۰ زره افغانۍ (۱۰۷۵ ډالر) وغوښتې او یوه مشتري علاقه مندي وښودله چې هغه واخلي.»

د هغو میندو لپاره چې د خپلو لوڼو په خرڅولو مجبورېږي، دغه کار په ځانګړې توګه ټکان ورکوونکی دی.‌

ډېری باور لري چې هغوی به هېڅکله خپل ماشومان بیا ونه ویني.‌

د محمد حسن مېرمنې زلیخا وویل چې هغه خپلې شپې او ورځې په ویر او اوښکو تېروي.

هغې وویل هغې هېڅکله فکر نه کاوه چې مجبوره به شي چې له خپلو لوڼو څخه بېله شي.

زلیخا وویل، «له دوو لوڼو څخه زما د بېلتون درد له ټول جهان نه ډېر لوی دی، او زه به هېڅکله هم هغوی هېرې نه کړم. هغوی دواړه زما ډېرې یادېږي او زه له هغوی پرته ژوند نشم کولی.»

زلیخا وویل، خو د لوڼو له خرڅولو څخه پرته هغې بله لاره نه لرله چې د کورنۍ نور غړي پرې ژوندي وساتي.

خاورې شوې هیلې

زرغونې چې د څلورو ماشومانو مور ده او د قلعه نو د بې ځایه شویو خلکو په یوه کمپ کې ژوند کوي، خپله ۱۱ کلنه لور یوه ۲۵ کلن سړي ته د ور ودولو لپاره خرڅه کړه.‌

هغې وویل هغه مجبوره شوه چې دا کار وکړي ځکه چې د هغې کورنۍ له اقتصادي سختۍ او فقر سره مخامخ ده.

زرغونې وویل، «هغوی زما لور له ودولو څخه وروسته، ګاونډي ولایت فاریاب ته بوتلله. زه د هغې خسرګنۍ نه پېژنم او زه نه پوهېږم چې زما لور اوس چېرې ده او دا چې آیا زه به کله هم وکولی شم چې هغه بیا ووینم.»

زرغونې وویل، لور یې هیله لرله چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، «خو زما مېړه د لوږې او اقتصادي ستونزو له امله هغه د هغې له رضا پرته واده کړه

دیارلس کلنې نجیبې وویل چې هغه نه غواړي خپله کورنۍ، چې په قلعه نو کې د بې ځایه شویو خلکو په یوه کمپ کې ژوند کوي او اوس پلان لري چې هغه د ۱۰۰ زرو افغانیو په بدل کې خرڅه کړي، پرېږدي.‌

هغې وویل، «زه نه غواړم چې په چا باندې خرڅه شم ځکه زه غواړم زده کړې وکړم او د خپلو زده کړو له بشپړولو څخه وروسته واده وکړم.»

هغې زیاته کړه، «دا صحیح ده چې زه د یخنۍ او لوږې له امله د شپې نه ویده کېږم، خو زه ډېرې هیلې لرم چې غواړم پوره شي، او سربېره پر دې زه غواړم چې د نورو نجونو په څېر خوشحاله واوسم.»

د رخشانې ۶ کلنه لمسۍ زینب هم وروسته له دې چې خبره شوه چې هغه خرڅول کیږي همداسې پرېشانه شوه.

هغې وویل، «زما نیا تصمیم نیولی چې ما خرڅه کړي، خو زه نه غواړم چې خرڅه شم. زه غواړم چې زده کړو ته دوام ورکړم او خپل مور او پلار ته بېرته لاړه شم.»

زینب وویل،‌«زه غواړم چې له خپلې کورنۍ سره یوځای لویه شم. ز هیله لرم چې له خپلې خور او دوو ورونو سره یوځای ژوند وکړم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه په ریښتیا سره ډېر خواشینی یم چې زما په هیواد کې دا ډول ناورین رامنځته شو. موږ له دوستو هېوادونو څخه غواړو چې د افغانستان په بیارغونه کې له بې وزلو افغانانو سره مرسته وکړي. زه په خپل هیواد کې میشتو افغانانو څخه یوه غوښتنه لرم. مهرباني وکړئ د خپلو ماشومانو روزنې او پالنې ته پاملرنه وکړئ، ښه روزنه ورکړئ ځکه چې دوی د هیواد راتلونکي جوړونکي دي. که دوی د بې وزلۍ له امله نشي کولی د خپلو ماشومانو ښوونه او روزنه وکړي، دوی باید په محلي کلېنیکونو کې د کورنۍ پلان کولو پروګرامونو کې برخه واخلي او د ډیرو ماشومانو د زیږون څخه ډډه وکړي.

ځواب ورکړئ

دا د ښځو د خرڅلاو په تړاو یو خبر ښکته او پورته کېږي چې ګنې جوزجان کې په دې اړه کوم شخص نیول شوی دی! د ښځو خرڅول یعنې څه؟ ایا کوم ځای یې خاص بازار لګېږي؟ خریداران لري؟ بولي پرې لګېږي او که نه نرخونه یې معلوم وي! ازاد بازار یې دی او که نه د عمر، قوم او سیمې په لحاظ ځانګړي مشتریان لري؟ باور وکړئ چې په دې اړه هیڅ معلومات نه لرم. دا کوم خلک چې دا ډول خبرونه شېیر کوي؛ پرې خبر دي او کنه هسې په بې خبرۍ کې خوند ورکوي چې دا ډول خبرونه ښکته او پورته شېیر کړي!

ځواب ورکړئ

دا لاندې د خوشالۍ خبرونه درسره ولؤلئ ۱. پۀ نیمروز ولایت کې د زرنج ښار ویجاړ شؤي سړکونو رغؤل پیل شؤل. ۲. د افغانستان څخه متحده عربي اماراتو ته اريانا افغان هوايي شرکت لۀ سبا څخه خپل پروازونه پيلؤي. ۳. فراه کې UNICEF ښوونځیو ته یې د درسي توکو د وېش لړۍ پیل کړه. ۴. ‏جرمني روانه اونۍ کابل کې خپل سفارت پرانېزي. ۵. چین د افغانستان سره ۱۰۰۰ ټنه نوره بشري مرسته کؤي، چې پۀ کې پوډري شیدې، جامې، بوټان او کمپلې شاملې دي. ۶. اریانا افغان هوايي شرکت افغانستان څخه ترکیه ته پروازونه پیل کړل. ۷. شل کاله وروسته د ننگرهار هوایي ډگر ته ملکي پروازونه پیل شول، هم‌ دا نن له ایران څخه د بشري مرستو یؤې الوتکې پۀ کې ناسته کړې. ۸. روسیې ویلي چې د افغانستان اقتصادي او سوداګریزو پروژو کې ګډون ته چمتو ده. ۹. ویل کېږي د ډاکټر عالمي قاتلین ونېؤل شؤل. ۱۰. لۀ جرمني وروسته ايټالیې هم خوشبیني ښودلې چې کابل کې خپل سفارت پرانیزي. ۱۱. تاجکستان پۀ کابل کې د وېزو ورکړه بیا پیل کړه. ۱۲. لۀ ننگرهار څخه تاجکستان هېواد ته ۷۶ ټنه د چرګانو دانه صادره شؤه. ١٣. لۀ ټاپي پروژې به د افغانستان خزانې ته د کال ٥٠٠ میلیونه ډالر ټیکس جمع کېږي ۱۴. سږ کال به تور عصمت قانع اکا شپیتۀ کلن شي. د یؤ ودان او ښېرازه افغانستان پۀ هیله

ځواب ورکړئ

د یوه افغان انسان په توګه د دغو خبرو په لوستلو د سړي له سترګو نه اوښکې او له زړه نه وینې څاڅي. د دغه حالت په راوستلو کې طالبان، امریکا، پاکستان، ایران او نور دخلیل لوري ټول ملامت دي. دوی ټولو په شریکه افغانستان دغې کندې ته ور وغورځاوه. اوس باید نړۍ واله ټولنه افغانانو ته لاس ورکړي او له دې کندې نه یې راوباسي. والسلام

ځواب ورکړئ