کډوالان

افغان الاصله امریکایان د بادغیس د زلزلې له قربانیانو سره مرسته کوي ترڅو خواړه او سرپناه ترلاسه کړي

د عمران راپور

یو شمېر افغانانو چې په متحدو ایالاتو کې ژوند کوي یو بل ته د مرستې لاسونه سره ورکړل څو په بادغیس ولایت کې د تېرې میاشتې د زلزلې له قربانیانو سره مالي مرسته وکړي. د جلال الدین وردک په نامه یو انجنیر له متحدو ایالاتو څخه افغانستان ته راغی او د جنورۍ په ۲۹ - ۳۰مه یې د قادس ولسوالۍ د درې کلیو اوسېدونکیو ته مرستې ور ورسولې. [عمران/سلام ټایمز]

بادغیس -- یو شمېر افغان الاصله امریکایانو یو بل ته د مرستې لاسونه سره ورکړل څو په بادغیس ولایت کې د تېرې میاشتې د زلزلې له قربانیانو سره مالي مرسته وکړي.

دغه راز، د دې مرستې له لارې هغه اته نجونې چې د تېر زمري په میاشت کې د افغان حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته د فقر او بې وزلۍ له امله خرڅې شوې وې، هم خپلو کورنیو ته ورستنې کړای شوې.

د جلال الدین وردک په نامه یو انجنیر له متحدو ایالاتو څخه افغانستان ته راغی او د سلواغې په ۹ - ۱۰مه یې د قادس ولسوالۍ د درې کلیو اوسېدونکیو ته مرستې ور ورسولې.

دوو زلزلو چې مرکز یې په قادس ولسوالۍ کې وو د مرغومي په ۲۷مه د افغانستان لوېدیځه برخه ولړزوله چې له ۲۸۰۰ څخه ډېر کورونه یې ویجاړ کړل او ۲۲ کسان یې ووژل.

افغان الاصله امریکایي جلال الدین وردک د جنورۍ په ۳۰مه د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د زلزلې قربانیانو ته نغدې پیسې ور وېشي. [عمران/سلام ټایمز]

افغان الاصله امریکایي جلال الدین وردک د جنورۍ په ۳۰مه د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د زلزلې قربانیانو ته نغدې پیسې ور وېشي. [عمران/سلام ټایمز]

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۹مه اخیستل شوی، د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې یو کور ښودل کیږي چې یوې ۵.۳ درجې ځواکمنې زلزلې ویجاړ کړی دی. [عمران/سلام ټایمز]

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۹مه اخیستل شوی، د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې یو کور ښودل کیږي چې یوې ۵.۳ درجې ځواکمنې زلزلې ویجاړ کړی دی. [عمران/سلام ټایمز]

وردک وویل، ګڼ شمېر افغان الاصله امریکایانو د زلزلې له قربانیانو او هغو افغانانو سره د پیسو مرسته وکړه چې غریبۍ او د ژمي سړې هوا سخت ځپلي دي.

هغه وویل، «اغېزمن شوي خلک په یوه ډېره لیرې پرته سیمه کې ژوند کوي. موږ له هرات نه تر دې ځایه پورې په دوه ورځو کې راورسېدلو. هغوی له هر ډول مرستو څخه محروم دي.»

هغه وویل، «د نړۍ په بېلابېلو برخو کې پراته افغانان باید په سختو حالاتو کې خپل غریب هیوادوال هېر نه کړي. هغوی باید له هغوی سره خپل خواړه شریک کړي ځکه چې هغوی څه نه لري چې ویې خوري.»

ځایي خلک وایي، مقاماتو په بادغیس کې ژوندیو پاتې شویو خلکو سره ډېره لږه مرسته کړې ده. د سره صلیب نړۍ والې کمېټې (آی سي آر سي) په ګډون ځینو غیرحکومتي موسسو خېمې او خواړه ورکړي، لاکن هغه کافي نه وو.

ځایي خلکو وویل،‌ د راپورونو له مخې، د افغانستان له داخل او خارج څخه د افرادو او هېوادوالو له خوا شوې مرستې له هغو مرستو څخه ډېرې وې چې حکومت او غیرحکومتی موسسو د بادغیس له زلزله ځپلیو سره کړي دی.‌

زلزلې هر څه واخیستل

په قادس ولسوالۍ کې ډېرو زلزله ځپلیو اوسېدونکیو خپل کورونه له لاسه ورکړي او له سخت ژمي څخه سرپناوې نه لري.

۶۵ کلن سید محمد چې په زلزله کې یې د خپلې کورنۍ درې غړي له لاسه ورکړي او کور یې ویجاړ شوی دی، وویل، هغه او د هغه د کورنۍ ژوندي پاتې غړي اوس په یوه کوچنۍ خېمه کې ژوند کوي چې نشي کولی هغوی له یخنۍ څخه وژغوري.

هغه وویل، د هغه د مېرمنې، نګور او لمسۍ د مرګ غم او د هغه د پنځه کسیزې کورنۍ د مړولو اندېښنې هغه سخت ژوبل کړی دی.‌

هغه وویل، «موږ هېڅ نه لرو چې ویې خورو.‌ تر اوسه پورې، موږ له ځینو مرستندویو موسسو څخه نغده مرسته ترلاسه کړې، لاکن هغه به حتی د یوې میاشتې لپاره هم کفایت ونه کړي.»

محمد وویل هغه وار له مخه هم د وچکالۍ له امله غریب وو او نشي کولی چې خپل کور بېرته جوړ کړي.‌

هغه زیاته کړه، «په متحدو ایالاتو کې زموږ د ورونو له خوا شوې نغده مرسته به د څو میاشتو په مخه زموږ لګښتونه پوره کړي، لاکن موږ نورو پیسو ته اړتیا لرو چې خپل کورونه بیرته ورغو.»

د قادس ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالحمید وویل چې زلزلې له هغوی څخه هر څه واخیستل، او هغوی یې تشې خېټې پرېښودل.

هغه وویل، «موږ څو ورځې تر یوې خېمې لاندې ژوند وکړ ځکه چې زلزلې زموږ کور را ویجاړ کړی وو. زه نشم کولی چې خپل کور بېرته جوړ کړم، او دغه حالت زموږ ژوند ډېر سخت کړی دی. زه نه پوهېږم چې څنګه خپل ژوند ته دوام ورکړم.»

هغه وویل، «د شپې ډېره یخني وي ځکه چې زموږ په کلي کې واوره شوې ده. زموږ ماشومان د هوا د سړښت له امله ناروغ شوي دي، او موږ دومره پیسې نه لرو چې د هغوی علاج پرې وکړو.»

هغه وویل، هغې مرستې چې نورو عادي افرادو ورسره کړې وه په سختو شرایطو کې د هغوی ژوند وژغوره،‌ لاکن هغوی لا نورې مرستې ته اړتیا لري.

۱۱ کلن امیر حمزه چې کور یې زلزلې ویجاړ کړی وو، وویل، «زموږ کور کېناست، اوړه، غوړي، وریژې او ټغرونه تر خاورو لاندې شول. له زلزلې څخه وروسته تر درې ورځو پورې موږ خواړه نه لرل؛ او له قحطۍ سره مخامخ وو.»

ان اوس هم د هغه د کورنۍ حالت ډېر ښه شوی نه دی.‌

هغه وویل، «په خېمه کې ډېره یخني ده او کله چې باران وشي راڅڅېږي. موږ ټول ناروغ یو.»

نجونې له خپلو کورنیو سره بېرته یوځای شوې

د افغان الاصله امریکایانو له خوا شوې مرستې په بادغیس ولایت کې پخوا خرڅې شوې اته نجونې هم د هغوی میندو ته بېرته راوګرځولې.

د پخواني حکومت له نسکورېدلو او د بهرنیو مرستو له کمېدلو څخه وروسته، ډېرې کورنۍ لوږې او سخت فقر دې ته مجبورې کړې چې خپلې کوچنۍ لوڼې خرڅې کړي.

د هغوی اخیستونکو د پیسو له ترلاسه کولو څخه وروسته هغوی بېرته خپلو کورنیو ته ورستنې کړې.

د شپږو ماشومانو مور زلیخا د غریبۍ له وجې د خپلې ۶ کلنې لور ستارې د خرڅولو سخته پرېکړه وکړه.‌

هغې وویل، «زه مجبوره شوم چې خپله لور خرڅه کړم. پخوا حکومت له موږ سره مرسته کوله، لاکن د حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته، هیچا هم له موږ سره مرسته نه کوله.»

زلیخا وویل چې هغې د خپلې لور له خرڅولو څخه وروسته شپه او ورځ ژړا کوله.‌

هغې وویل، «زه باور نشم کولی چې زما لور یو ځل بیا ماته راغلې ده.‌ زه به هېڅکله هم د خپلو افغانانو مرسته هېره نه کړم.‌ هغوی زما لور ته یو نوی ژوند ورکړ.»

زلیخا دوه کاله مخکې جنګونو مجبوره کړه چې له قادس ولسوالۍ څخه قلعه نو ښار ته راکډه شي. اوس هغه د ښار په شمالي برخه کې د داخلي بې ځایه شویو خلکو لپاره جوړ شوي یوه کمپ کې ژوند کوي.‌

۱۱ کلنه مریم د هغې کورنۍ درې میاشتې مخکې د ۲۰۰۰۰۰ افغانیو په بدل کې خرڅه کړې وه.

هغې وویل، «کله چې دوی زه خرڅه کړم ما ډېر وژړل، لاکن اوس زه خوشحاله یم چې یو ځل بیا له خپل مور او پلار سره یوځای شوم.»

مریم غواړي چې ښوونځي ته بېرته لاړه شي او د ځان لپاره یو ښه راتلونکی جوړ کړي.

هغې وویل، «زه نه غواړم چې په ماشومتوب کې واده شم. زه غواړم زده کړه وکړم او په راتلونکي کې ډاکتره شم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان خلک تل له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي ځکه چې افغانستان یو پیاوړی اقتصاد نه لري. افغان حکومتونه تل د نورو بهرنیو هېوادونو پر اوږو بار دي. افغان ولس همیشه غریب دی. افغانستان نه یو صنعتي هیواد دی او نه فوق العاده زراعتي هیواد دی. دا چې موږ صادرات نه کوو، بلکې واردات کوو، نو د خپل ورځني ژوند لپاره ضروري هر څه له بهرنیو هېوادونو څخه اخلو. په دې معنی، زموږ هیواد د خپلو کارمندانو د ملاتړ لپاره پیاوړی اقتصاد نه لري. زموږ کلنۍ بودجه د بهرنیو هېوادونو په مرستو پورې تړلې ده. په افغانستان کې که زلزله وي، سیلابونه وي او یا کوم بل آفت وي، د افغانستان بې وزله ولس یې تحمل نه لري. موږ په بهر کې په متحده ایالاتو کې د میشتو افغانانو د پریکړې له امله مننه کوو چې په دې سختو شرایطو کې یې له خپلو بې وزلو هیوادوالو سره نغدي مرستې کړي دي.

ځواب ورکړئ

زرګونه ځلې یې کور ودان چې دې بې وزله خلکو ته یې د مرستې لاس رااوږد کړ او کوم مصیبت چې په دوی راغلی و یوازې یې ورته پرېنښودل. هیله ده ټول بهرمېشتي چې کولی شي له نورو افغانانو سره مرستې وکړي، ونه سپموي. ځکه دلته په وطن کې د خلکو حالت ورځ تر بلې د خرابېدو خواته روان دی چې تر اوسه شاید د خوړو یا د سرپناه نه درلودلو له امله د ډېرو کمو هغو ژوند انځور شوی وي، خو په حقیقت کې دا شمېر ډېر زیات دی او خلک له راز راز ستونزو سره لاس و ګرېوان دي. بیا هم په امریکا کې د مېشتو افغانانو له دې مرسته مننه، کور یې ودان. په کار همداسې ده چې مسؤلینو ته ونه کتل شي او څه چې د مرستې په نوم کېدای شي ویې کړي.

ځواب ورکړئ

افغانستان یو داسې هیواد دی چې د امریکا او اروپا په هر هیواد کې مهاجرین لري. که دا ټول د وطن دوستۍ احساس وکړي او له خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړي، بې له شکه د ستونزو یوه برخه به هواره کړي. موږ د افغان-امریکایانو له مرستې ډېر خوښ یو او مننه کوو. خدای دې وبخښي.

ځواب ورکړئ

زه په امریکا کې د مېشتو افغانانو له ټولنو څخه د زړه له کومي مننه کوم چې د بادغیس له زلزله ځپلو سره یې مرسته وکړه. دې ته مه ګورئ چې حکومتونه مرسته وکړي، که له تاسو سره هر ډول امکانات وي، خپل هیوادوال ترې مه محروموئ. صدقه ورکړئ،‌ مرسته وکړئ. الله تعالی په قران کریم کې وایي چې څوک هغه (الله) تعالی ته قرض ورکړي یعنې له غریب او فقیر سره مرسته وکړي، الله تعالی به یې په دنیا کې له اوو څخه تر اویا برابرو پورې اجر ورکړي او د اخرت اجرونه خو یې بې حسابه دي. د سره صلیب، ډبلیو ایج او، یونسف، یونیسیار په شمول ټول موسسات باید له دغو او نورو بې وزلو سره مرسته وکړي. مننه

ځواب ورکړئ

د بادغیس د اوسیدونکو د خفه کوونکي وضعیت په اړه معلومات په حقیقت کې دردونکي دي. الله دې زموږ په هېواد او خلکو باندې رحم وکړي.

ځواب ورکړئ