یوې قوي زلزلې چې په زرګونو کیلومترو کې احساس شوه په افغانستان او پاکستان کې لږ تر لږه ۱۳ کسان ووژل، خو د چارشنبې په ورځ /د وري ۲مه/ سیمه داسې ښکارېدله چې دغې زلزلې هغسې چې یې وېره کېدله هومره ډېر تلفات نه دي اړولي.
د متحدو ایالاتو د جیولوجيکي سروې په وینا، د رېښتر په کچه د ۶.۵ درجو دغې زلزلې مرکز د افغانستان په شمال ختیځ کې له جرم سره نږدې و، خو دا چې په ځمکه کې ۱۸۷ کیلومتره ژوره وه له دې امله یې ډېره ویجاړي وا نه ړوله.
دغه زلزله، چې سې شنبه د کابل په وخت د ماخستن ۹:۳۰ بجې وشوه او ۳۰ ثانیې یې دوام وکړ، له منځنۍ اسیا څخه نیولې له ۲۰۰۰ کیلومترو څخه ډېر لیرې د هندوستان تر نوي ډیلي پورې حس شوه.
په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د بیړنۍ ژغورنې ۱۱۲۲ د ادارې ویاند بلال احمد فیضي ای اېف پي ته وویل، «زلزله قوي وه، او موږ ډارېدو چې د قوت له امله به یې ډېر تاوان واړوي، له همدې امله موږ د تیارسۍ امر وکړ.»
هغه وویل، «خو له نېکه مرغه چې زموږ وېرې غلطې وختلې. خلک د زلزلې قوت وډار کړل خو ویجاړي یې لږه وه.»
دغه سیمه په ځانګړې توګه د هندوکش غرونو لړۍ چې د ایروایشین او انډین (اروپایي – اسیایي او هندي) تکتونیکي پلېټونو سره نږدې پرته ده، ډېر وخت زلزلې وهي.
ټوله شپه ويښ پاتې شول
د زلزلې له مرکز سره نږدې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د یوه کلي یوه اوسېدونکي راپور ورکړ چې هلته د نږدیوالي سره هم تلفات نشته.
انعام الله د ټیلیفون په کرښه وویل، «زموږ په کلي کې تقریبا ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ پورې خلک ژوند کوو، او ټولو شپه بهر تر اسمان لاندې تېره کړه.»
هغه وویل، «موږ ټول وډار شوو او ټوله شپه ویښ پاتې شوو.»
د ای اېف پي یوه خبریال چې سیمې ته رسېدلی و راپور ورکړ چې په واورو پوښلیو غرونو کې پراته کلي کې شاوخوا ۵۰ کورونه ویجاړ شوي دي.
په افغانستان او پاکستان کې د ښارونو او ښارګوټو وېرېدلو اوسېدونکو هم خپل کورونه پرېښودل څو له ودانیو څخه لیرې ځانونه خوندي کړي، او ډېر یې داسې ول چې له ډاره دې ته چمتو نه ول چې بېرته کورونو ته ستانه شي.
په کابل کې یوې ۲۴ کلنې زده کوونکې ندا ریحان ای اېف پي ته وویل، «موږ شپه په حوېلۍ کې تېره کړه... بهر ساړه وو، خو موږ د بېرته ستنېدلو پرځای دا غوره وبلله چې بهر پاتې شو.»
خلکو چیغې وهلې
په افغانستان کې، چارواکو راپور ورکړ چې د یوه ماشوم په ګډون څلور کسان مړه شوي او ۷۴ نور ټپیان دي، خو د هېواد لیرې پرتو سیمو سره ټیلیفوني او انټرنټي اړیکې پرې شوي او خبرې نه کېدلې.
د لغمان ولایت یوه اوسېدونکي عبدالبصیر وویل، «کله چې موږ په منډه وتلو زموږ د کور یو دېوال په ماشومانو باندې را پرېوت. یوې په کې ژوند له لاسه ورکړ.»
چارواکو وویل چې په لغمان کې تقریبا ۱۵۰ کورونه ویجاړ شول.
په کابل کې د نورمحمد حنیفي په نامه یوه دوکاندار په کوڅه کې د خپلې کورنۍ لپاره خېمې ودرولې چې شپه په کې تېره کړي.
په داسې حال کې چې د حنیفي کورنۍ خپل ځانونه په کمپلو کې پټ کړي ول، هغه ای اېف پي ته وویل، «هیچا دا زړه نه کاوه چې کورونو ته ننوځي.»
په افغانستان کې، ډېرې کورنۍ له خپلو کورونو څخه بهر وې او د نوي افغاني کال نو روز (لومړۍ ورځ) یې لمانځله چې زلزله پېښه شوه.
مسیح چې د زلزلې د ټکان پر وخت له خپلې کورنۍ سره بهر و، وویل، «ما ولیدل چې خلک له کورونو څخه راوتل چیغې او بغارې یې وهلې.»
هغه سې شنبه ناوخته وویل، «کېدی شی چې بل ټکان هم ورکړي، له دې امله زه اوس هم بهر انتظار کوم.»
هغوی چې په کورونو کې دننه ول هم په چټکۍ سره خپل کورونه او اپارتمانونه پرېښودل.
د ای اېف پي یوه خبریال وویل، «هغوی لوڅې پښې چې یواځې ماشومان یې ورسره په لاسونو کې نیولې ول، وتښتېدل.»
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پېښو د مدیریت ملي ادارې ته حکم وکړ چې له هر ډول عاجل حالت سره د مقابلې لپاره چمتو واوسي.
د تېرچنګاښ په میاشت کې له ۱۰۰۰ څخه ډېر خلک هغه وخت ووژل شول او په زرګونو نور بې کوره شول چې یوې ۵.۹ درجې زلزلې د پکتیکا بې وزلی ولایت وځاپه. هغه په تقریبا دوه نیمو لسیزو کې په افغانستان کې تر ټولو ډېره مرګونې زلزله وه.
یوې بلې زلزلې د ۱۴۰۰ د مرغومي په میاشت کې بادغیس او ګاونډیو ولایتونو ته ټکان ورکړ.
افغانستان د یوه بشري ناورین په منګولو کې ایسار دی چې د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې څخه وروسته ډېر ژور شوی دی.
د ترکیې او سوریې د زلزلې ویډیو ګانې مې ولیدې. سختي خفه کوونکې وې. ډېر انسانان په کې له منځه لاړل. ډېر زخمیان شول. خبره دا ده چې هغه هېوادونه په ځانګړي ډول ترکیه – پرمختللی هېواد دی زلزله زپلو سره یې تر ډېره حده مرسته وکړه، حالات یې کنټرول کړل. په بي بي سي پښتو مې د یوه نوي زېږېدلي ماشوم او مور په اړه یې یو خبر مې لوسته، سخت زړه دردونکی حالت پرې تېر و. څوشپې او ورځې تر خاورو لاندې و. سخت مې ورته وژړل. د خوښۍ خبره دا ده چې بالاخره د نجات ټیم ژوندي را ایستلي و. ما چې څومره د ترکیې او سوریې مایوسونکي حالت درک کول، د خوشالۍ ځای راته دا و چې، شتمنو هېوادونو ورسره د زړه له اخلاصه مرستې وکړې. خبره دا ده چې د افغانستان وروستۍ شدیده زلزله کې ما سره همدا ډول وېره چې هسې نه چې د ترکیې او سوریې له برخلیک سره مخ نه شو. خو شکر دی څه داسې مخې ته را نغله.
ځواب ورکړئ3 تبصره
تېره یوه اونۍ افغانستان بیلا بیلو ولایتونو کې زلزلې او ږلۍ خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړږلي دي. که څه هم ستاسو راپور د رسمي سرچینو په اساس دی، خو داسې سیمې شته چې جزیات ترې نه شي ترلاسه کیدای. هو ځاني زیانونه کم؛ مګر مالي زیانونه زیات دي. ږلۍ خو بیا په ځیني ساحو کې رسېدلي فصلونه وهلي او د بزګرانو د کال خواري یې په اوبو لاهو کړې ده. خو موږ یو متل کوو چې د سر خیر دې وي باقي ویجاړۍ او تاوانونه به بیا جبران شي. خو په داسې حالاتو کې بشردوستانه ادارې او حکومت مسؤل دی چې ولس ته لاس ورکړي او په مشکلاتو کې یې ترڅنګ ودریږي.
ځواب ورکړئ3 تبصره
کله چې زلزله وشوه، ما فکر وکړ چې موږ هرڅه له لاسه ورکړل. د زلزلې ټکانونه دومره زورور وو چې هیچا یې فکر هم نه کاوه چې له مالي او ځاني زیان څخه به هم وژغورل شي. ما په خپل موبایل فون له خپلو ملګرو سره خبرې کولې چې ناڅاپه سختې زلزلې زموږ کور ولړزاوه او زما ماشومانو په ژړا پیل وکړ، دوی ټول ما ته راغلل او چیغې یې کړې. هغوی زه ښکلولم. څو چې زه ژوندی یم، دغه شیبه به زما په ژوند کې د یاد په توګه پاتې شي. ما په خپل ۴۶ کلن ژوند کې دومره زوروره زلزله نه ده لیدلې. د خدای شکر چې ځاني او مالي زیان یې نه دی اړولی. د لوی خدای (ج) شکر کوم چې مونږ او زمونږ کورنۍ یې روغ او د افغانستان ټول بې وزله خلک جوړ وساتل.
ځواب ورکړئ3 تبصره