اقتصاد

له مرګونې زلزلې څخه شپږ میاشتې وروسته، ژونديو پاتې شویو افغانانو نوي کورونه ترلاسه کړل

د ای اېف پي راپور

دا عکس چې د لیندۍ په ۲۴مه له څرخکې څخه اخیستل شوی د پکتیکا ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې خېمې او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له خوا نوي جوړ شوي کورونه ښيي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دا عکس چې د لیندۍ په ۲۴مه له څرخکې څخه اخیستل شوی د پکتیکا ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې خېمې او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له خوا نوي جوړ شوي کورونه ښيي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کارګر رسول بادشاه شپږ میاشتې وروسته له هغه چې یوې مرګونې زلزلې د افغانستان ختیځه برخه ولړزوله، یوه نوي کور ته تللی دی، خو مور یې ورسره نشته ځکه چې هغه د دېوالونو د رالوېدلو په پېښه کې وژل شوې وه.‌

له یوې ۵.۹ درجې زورورې زلزلې څخه وروسته، له ۱۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول او په لسګونو زره نور بې کوره شول. دا په افغانستان کې تقریباً د یوې پېړۍ په څلورمه برخه کې، تر ټولو ډېره مرګونې زلزله وه چې د چنګاښ په ۱ یې د پکتیکا وروسته پاتې ولایت وواهه.

بادشاه چې ۲۱ کاله عمر لري، ای اېف پي ته وویل، «کله چې زه دلته را ورسېدم، زما مور، ورونه، ټول وار له مخه ښخ کړای شوي ول،» او په دې هکله یې معلومات ورکړل چې هغه څنګه له پاکستان څخه چې هلته یې کار کاوه، په منډه خپل کلي ته ځان را ورساوه.

اوس په سلګونو پاخه کورونه چې د زلزلې پر وړاندې مقاومت لري او ډېر یې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مرسته د ځایي کارګرانو له خوا جوړ شوي دي، هغو ژوندیو پاتې شویو کسانو ته سپارل شوي چې تر اوسه پورې د خېمو په موقتي مېنو کې اوسېدل.

یوه لارۍ د چنګاښ په ۶مه د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ کلي کې له زلزلې څخه د ژوندیو پاتې شویو کسانو لپاره د مهاجرت د نړۍ وال سازمان بشري مرسته لېږدوي. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

یوه لارۍ د چنګاښ په ۶مه د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ کلي کې له زلزلې څخه د ژوندیو پاتې شویو کسانو لپاره د مهاجرت د نړۍ وال سازمان بشري مرسته لېږدوي. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د لیندۍ په ۲۴مه اخیستل شوی، افغانان د پکتیکا ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له خوا نویو جوړو شویو کورونو څخه بهر ناست دي. له یوې ۵.۹ درجې زورورې زلزلې څخه وروسته، له ۱۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول او په لسګونو زره نور بې کوره شول. دا په افغانستان کې تقریباً د یوې پېړۍ په څلورمه برخه کې، تر ټولو ډېره مرګونې زلزله وه چې د چنګاښ په ۱ یې د پکتیکا وروسته پاتې ولایت وواهه. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د لیندۍ په ۲۴مه اخیستل شوی، افغانان د پکتیکا ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له خوا نویو جوړو شویو کورونو څخه بهر ناست دي. له یوې ۵.۹ درجې زورورې زلزلې څخه وروسته، له ۱۰۰۰ ډېر کسان ووژل شول او په لسګونو زره نور بې کوره شول. دا په افغانستان کې تقریباً د یوې پېړۍ په څلورمه برخه کې، تر ټولو ډېره مرګونې زلزله وه چې د چنګاښ په ۱ یې د پکتیکا وروسته پاتې ولایت وواهه. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

بادشاه وویل، «مونږ نشوای کولی چې دا کورونه جوړ کړو. حتی زمونږ بچیان یا لمسیانو هم دا وس نه درلود چې داسې کورونه جوړ کړي. مونږ په خټینو کورونو کې شپې ورځې تېرولې.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) وویل، دا نوي کورونه په لمریزو شیشو، مستقلو تشنابونو او دودیزو بخاریو سمبال دي او له هغو خلکو سره مرسته کوي چې د ژمي له سختو یخنیو سره مخامخ دي.‌

ان له زلزلې څخه مخکې، افغانستان د ۱۴۰۰ کال له زمري میاشتې راهیسې، د انساني فاجعې په منګولو کې ایسار و.‌

هغه نړۍ واله پرمختیایي مرسته چې د جنوبي اسیا دغه هېواد پرې متکي و وچه شوې ده، او په بهر کې ساتل کېدونکې پیسې یې هم کنګل شوي دي.

د باراخان په نامه یوه ژوندي پاتې کس وویل، هغه لیرې پرته ختیځه سیمه چې زلزلې ځپلې ده له ډېرو کالونو راهیسې مقاماتو هېره کړې وه.

خان وویل، «له زلزلې څخه وروسته، خلک راغلل او ویې لیدل چې د سیمې اوسېدونکي له کړاو سره مخامخ دي. مونږ حتی یو کلینیک یا ښوونځی نه لرو.»

هغه وویل، «ټول خلک بې تعلیمه لوی شوي دي.»

ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (یو اېن اېچ سي آر) به په سیمه کې، چې اوس هم هر څه په کې ګډوډ پراته دي، له ژمي څخه وروسته دوه ښوونځي او یو کلینیک جوړ کړي.

په افغانستان،‌ او په تېره بیا د هندوکش غرونو په لړۍ کې ډېر وختونه زلزلې کېږي. دغه لړۍ د اروپایي - اسیایي او هندي تکتونیکي پلېټونو د اتصال نقطه کې پرته ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ډول کورونه په ریښتیا سره د پکتیا، پکتیکا، کونړ، او بدخشان په څېرغرنیو سیمو لپاره ګټور دي. د افغانستان غرنۍ سیمې د زلزلې له امله ډېرې زیانمنونکې دي. مهرباني وکړئ په بدخشان کې د هغه ولایت د اوسیدونکو لپاره چې زیانمنونکي دي، مقاومت لرونکي کورونه جوړ کړئ. څو کاله وړاندې د بدخشان په ولسوالیو کې د یوې سختې زلزلې له امله په سلګونو کسان وژل شوي وو.

ځواب ورکړئ

زه خوښ شوم چې د پکتیکا د زلزله ځپلیو لپاره کورونه جوړ شوي دي. دا کورونه واقعا د زلزلې په مقابل کې مقاوم دي او ان شاءالله چې خلک به په کې محفوظ وي. که منظم کار وشي، کیدی شي چې په لږو پیسو د غریبو خلکو لپاره داسې کورونه جوړ کړای شي. زه د غریبو خلکو لپاره د کورونو یوه طرحه لرم. دا طرحه زما نه ده، څو میاشتې مخکې یو بل چا راته وویل خو ماته مهمه ښکاري. د کورونو جوړونې ادارې یې باید په کې ونیسي. مثلا داسې: ګورئ، دا د علامه ده چې یوه ساحه یې په څلورو برخو وېشلې ده. څلور قایمې زاویې یې تشکیل کړي دي. په دې حساب د څلورو کورونو د جوړولو لپاره دوه دوه دېوالونه جوړ شوي او دوه دوه نور به یې جوړولو ته اړتیا ولري. یعنې له اقتصادي پلوه ډېر ارزان پرېوځي. یعنې سړی ویلی شي چې په شل زره ډالر څلور کورونه جوړېدلی شي چې هر کور به درې کوټې، دوه تشنابونه او یو پخلنځی ولري. دغه راز، کېدی شي چې ډ هرو څلورو مربع یا شپاړسو کورونو په سر یوه حجره جوړه کړای شي چې میلمانه په کې خوندي شي ځکه چې افغانان مېلمه پال خلک دي او دا ضروري ده چې حجره ولري. شریکه حجره هم په خلکو باندې بار کموي او هم به ځمکه لږه مصرف شي.

ځواب ورکړئ

د ۲۰۲۲ کال د جون په ۲۲ مه د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې رامنځته شوې زلزله د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ زلزله ثبت شوه چې په پایله کې یې ۱۰۰۰ تنه مړه او په زرګونو کسان بې کوره شول. د دې کلي خلک زیاتره بې وزله او کمزوري دي. ملګرو ملتونو (یو اېن اېچ سي آر) د دې کلي د بې وزلو خلکو لپاره د سمنټي کورونو په جوړولو سره واقعیا لوی خدمت وکړ. دا کانکریټي کورونه نه د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت او نه هم د کلیو د خلکو لخوا جوړیدلای شوای. د افغانستان د جنوب خلک به هیڅکله د ملګرو ملتونو دغه بشري مرستې هیرې نه کړي. د دغه کلي خلک له خېمو څخه په عصري تشنابونو او سولر تختو سمبال نويو کانکریټي کورونو ته انتقال شول او هر کس خپل کور د ملګرو ملتونو له خوا ترلاسه کړ. موږ افغانان د سلام ټایمز ورځپاڼې له لارې چې تل د ملګرو ملتونو راپورونه خپروي له ملګرو ملتونو غوښتنه کوو، چې د روان ژمي له پای ته رسېدو وروسته دې د برمل ولسوالۍ په همدې کلي کې دوه ښوونځي او یو کلینیک پرانېزي. د دې کلي ماشومان باید له زده کړو بې برخې نشي، ځکه زده کړه د دوی حق دی. که ملګري ملتونه دا کار ونه کړي، د افغانستان د اسلامي امارت حکومت چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دی، د دغو خلکو لپاره به کورونه جوړ نه کړي. د افغانستان له خلکو سره د ملګرو ملتونو د خواخوږۍ له امله مننه.

ځواب ورکړئ